غرغښته سلېمانخېل كټوازۍ

اغلې غرغښته د محمد سرور لور ، په ۱۳۵۹ لمريز کال کې د پکتيکا ولايت د خيرکوټ په ولسوالۍ کې زيږيدلې ده. اصلي ټاټوبى يې د پکتيکا ولايت ، اوسنى ټاټوبى يې د کا بل ښار دى . اغلې غرغښته د ښوونې او روزنې د پوهنتون محصله ده .

دندې

د محمد صديق فرهنگ د ښوونځي ښوونکې ، د پکتيکاولايت د ځوانانو د اتحاديې رئيسې ، ددغه ولايت د مدني ټولنى د ښوونې او روزنې د برخى مسئوولې ، د نړيوالو اړيکو مسئوولې او د کابل د ښوونکو په اتحاديې کې دسندونو او اړيکو مسئوولى. اوسمهال د افغانستان په ولسي جرگه کې د پکتيکا ولايت وکيله ده .

اخځونه

  1. http://www.parliament.af/pvp/showdoc.aspx?Id=1095[مړه لينکونه]