عمر زاخېلوال

عمر زاخېلوال په ۱۳۴۶ هجري لمریز کال کې هغه مهال چې پلار یې د بدخشان په ولایت کې دنده ترسره کوله په دغه ولایت کې نړۍ ته سترگې پرانیستې.

عمر زاخیلوال

زده کړې او دندې سمول

زاخیلوال خپلې لومړنۍ زده کړې دکونړ، پروان، پنجشير او په خپل پلارني ټاټوبي ننگرهار کې سرته رسولې وې.

عمرزاخیلوال په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته پاکستان ته لاړ او په دغه هېواد کې د یوې مودې له اوسېدو او د ننگرهار، کنړ او پنجشېر ولایتونو په جهادي جبهو کې له برخې اخیستنې وروسته د خپلو لوړو زده کړو د دوام لپاره د کاناډا هېواد ته لاړ چې د تحصیل په پای کې یې ددغه هېواد داوتاوا ښار د کارلیتن له پوهنتون څخه د دوکتورا سند تر لاسه کړ.

سياسي ژوند سمول

ډاکتر زاخیلوال په ۱۳۸۴ هجري لمریز کال کې بيرته افغانستان ته راستون شو، لومړی یې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا د وزیر د ستر سلاکار، د خصوصي پانگې اچونې یا آیسا داداري ریس او د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توگه دنده ترسره او وروسته په اقتصادي چارو کې دافغانستان داسلامي جمهوریت د جمهور ریس د سلاکار په توگه ومنل شو.

ډاکتر زاخیلوال د۱۳۸۷هجري لمریز کال د ليندۍ په میاشت کې دهيواد د جمهور ریس له خوا د ترانسپورت وزارت د سرپرست او دهمدغه کال د سلواغې په میاشت کې د مالیې د وزیر په توگه ولسي جرگې ته د باور د رایو د ورکولو لپاره وروپیژندل شو.

ډاکتر عمر زاخیلوال په پښتو، دري او انگلیسي ژبو بشپړ تسلط لري.

باندنۍ تړنې سمول

سرچينې سمول