عمر خطاب احمدزی د کاپيسا په ولايت کې د تگاب په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. پلار ېې په لوگر، کاپيسا، سرشاهي او تگاب کې مشهوره حاکم اعلا و، د نيکه نوم ېې پاچا خان د کوچيانو د ټبر مخکښه شخصيت او د عبدالرحمان خان په وخت کې ډېر يو پياوړی اوسرزوری سړی و او وېل کېږي چې د دغه سړي ۲۸ مېرمنې وې او د عبدالرحمان خان له خوا بيا د ذهرو په ورکولو شهيد شو. د دوی پلرنی ټاټوبی دسرخاب ولسوالۍ د لوگر ولايت ده. د عمر خطاب احمدزي کورنۍ ډېره لويه او اوږده ليکه لري چې ډېری کورنۍ ېې په مزار شريف کې پاتې شوي دي.

عمر خطاب

شخصي ژوند سمول

عمر خطاب درې وروڼه لري چې يو ورور ېې په تنظيمي جنگونو کې په مزار کې ورک شو. درې خويندې لري او يوه ېې وفات شوې ، دوه نورې ژوندۍ دي .

زده کړې سمول

عمر خطاب لومړنۍ زده کړې په حبيبيه کې بيا د عايشه درانيه کې منځينۍ زده کړې او ورپسې بيا لوړو زده کړو ته د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې په بري سره ومنل شو.

دندې سمول

وروسته له لوړو زده کړو دوه کاله عسکري ته ولاړ او بيا ېې راډيو ټلويزيون کې د راډيويي خپرونو په لړۍ کې لومړی د اماتور په توگه بيا د يو تکړه وياند په توگه کارپيل کړ. په کال ۱۹۷۸ ز کې وروسته د ځينو سياسي ملحوظاتو له کبله امريکې ته لاړ، هلته ېې هم د ژوند د تېرولو لپاره د هر ډول حرفيي کارونو ته اوږه ورکړه. مخکې له دې چې دی امريکې ته ولاړ شي يو فعال مبارز د ظاهر شاه په خلاف لاريونونو کې برخه اخيسته، همداسې د داود خان د حکومت له نسکورېدو وروسته امريکې ته ولاړ. په کال ۱۹۹۲ کې په لومړي ځل د افغانانو لپاره په شمالي کلفورنيا کې يوه راډيويي شبکه د پيام افغان په نامه پرانيستله. وروسته بيا د ډېرو افغانانو په غوښتنه د همدې پیام افغان په نوم په ۲۰۰۷ کې يوه ټيلويزيوني شبکه پرانيستله .

باندنۍ تړنې سمول

د پيام افغان ټلويزون رسمي وېبپاڼه Archived 2008-12-20 at the Wayback Machine.