علي اکبر اورکزی په اتلسمه زېږدي پېړۍ کې د پښتو ژبې يو شاعر وو.

مخینه

علي اکبر اورکزی د قاسم خان اورکزي زوی وو چې په اتلسمه زېږدي پېړۍ کې یې ژوند کړی دی . د علي اکبر اورکزي د شعرونو د ديوان يوازينۍ قلمي نسخه د ارمنستان په پلازمېنه ېرېوان کې د «ماتيناداران» «ماشتودا» په نامه د لرغونيو قلمي نسخو انستيتوت په ختيځه زېرمه کې خوندي ده . په دغه يوه ديوان کې د علي اکبر اورکزي پر پښتو شعرونو سربېره د ده د پارسي ژبې نظمي او نثري اثار هم راغلي دي . ددغه شاعر په اړه مالومات يوازې د همدغې ېرېوان له قلمي نسخې څخه تر لاسه کېدای شي . د افغانستان او ایران په برخه کې روسي ختيځپوه او ژبپوه ولاديمير واسيلېويچ کوشېف پر ۱۹۸۹ ز کال د «درانيانو په امپراتورۍ کې د افغان شاعر علي اکبر اورکزي د مساپريو په اړه» تر سرليک لاندې يوه ليکنه ليکلې او چاپ کړې وه . علي اکبر اورکزی د خپلې زېږېدنې د پېر په اړه په خپل يوه شعر کې داسې لیکي :

زه چې راغلم په دنيا کښې

له وجوده په اظهر

بادشاهى د نادرشاه وه

په عالم کښې لکه لمر

د شاعر له دغې څلوريزې موږ دومره مالومات تر لاسه کولای شو چې دی به د نادر شاه افشار د واکمنۍ پر مهال زېږېدلی وي . مانا دا چې دی به د ۱۷۳۶ او ۱۷۴۷ زېږدي کلونو په منځ کې زېږېدلی وي . کوشېف هم خپله ليکنه دده په اړه داسې نومولې ، چې ده د درانيانو د امپراتورۍ په زمانه کې ددغې امپراتورۍ بېلابېلو برخو ته سفرونه کړي دي . په هره توگه بيا هم په دې اړه کره مالومات يوازې هغه مهال تر لاسه کېدای شي ، چې د ېرېوان له قلمي نسخې څخه کار واخيستل شي .

اخځونه

  1. http://orientalstudies.ru/rus/index.php?option=com_publications&Itemid=75&pub=1632
  2. http://kitabtoon.com/zhwandlikona/pakhwani/item/115-ali-akbar-orakzai