عزت الله ذکي


لیکوال او شاعر
عزت الله ذکي
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۳۷۲/عقرب/۲۵مه
پنجوايي ولسوالۍ
یادگارونه زما وطن!

د وطن شهيد ته!

توکل!

د عشق سزا!

ژونده!

وطن!

ښکلې نړۍ!

د ژوند سلسله!

استوګنځای کابل، افغانستان
هيواد غړيتوب افغان
نور نومونه ذکي
عملي ژوند
تعليم ژورناليزم

کمپیوټرپوهنه

پښتو ادب

دنده لیکوال، شاعر، خبریال، څېړونکی
د فعالیت وخت ۱۳۸۲ - تراوسه
تنظیم ټاټوبی (اونيزه) - ټاټوبی نیوز
جايزې
ژورنالیزم - ژباړه - شعر
ويبپاڼه
ويبپاڼه عزت الله ذکي - ویکي شعرونه

مخینه سمول

عزت الله ذکي یو مستعد، ماهر، هڅاند او مسلکي افغان شاعر، لیکوال، ژورنالیست، بلاګر، ویکیپیډیا همکار، ویب ماسټر، ګرافیک ډیزاینر، د ټولنیزو رسنیو متخصص، ژباړن او سافټویر انجنیر دی.

ذکي د ۱۳۷۲ هجري لمریز کال د لړم/عقرب پر ۲۵مه، د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالي کي زېږېدلی او تر دې دمه یې د افغان ټولني په همغږۍ کي ژور او رغنده ژورنالیستکي او آدبي رول لوبولی دی.


زده کړي سمول

دیني زده کړي يې د خپل کلي په مسجد جامع کي له ملا امام نه ترلاسه کړي او ورپسې يې خپله تعلیمي دوره په ۱۳۹۰ هجري لمريز کال کي د کندهار ولایت په احمدشاه بابا عالي لېسه کي تکمیل کړې ده.

تحصيلي دوره يې د غازي آمان خان پوهنتون د کمپیوټر پوهني پوهنځي په سافټویر انجنیري څانګه کي بشپړه کړې او په ۱۳۹۸ هجري لمريز کال کي يې په ښه درجه له دغه پوهنتون څخه د لسانس سند په لاس راوړی دی.


هڅي سمول

ذکي د معلوماتي ټکنالوژۍ «کمپيوټر_ساینس» ترڅنګ په پښتو ژورنالیزم او پښتو آدبیاتو کي ځانګړی او کافي مهارت لري.

د نوموړي ډېری آدبي آثار، ګټوري ژباړي، سیاسي، ټولنیزي، کلتوري، انتقادي لیکني او په زړه پوري مطالب د انټرنیټ پرمخ په یوشمېر پښتو ویب پاڼو او ټولنیزو شبکو کي هم خپاره شوي دي.

هغه د ټولنیزو رسنیو کارپوه او ماهر ژباړن دی، چي له انګلیسي او فارسي ژبو څخه پښتو ژبي ته ګټوري ژباړي کوي، کوم چي په ټولنیزو رسنیو او پښتو ویب پاڼو کي هم خپریږي، لوستونکي کولای شي ددغو ګټورو پښتو مطالبو له مینځپانګو او محتوایاتو څخه د انټرنيټ په مټ برخمن شي.


سرچینې سمول