عبراني ژبه

شمال لوېديځه سامي ژبه
(له عبري ژبه نه مخ گرځېدلی)

عبراني يا عبري ژبه چې عبري (עִבְרִית) تلفظ یې د الفبا د نړیوال فونوتیک (IPA) له مخې ایورېټ یا عیورېټ دی (معلوماتي لارښود/help·info)، د افروسیاتیک ژبو له کورنۍ نه یوه شمال‌لویديځه سامي ژبه ده. له تاریخي پلوه اسرائیلو په دې ژبه خبرې کولې او دا د دوی د تر ټولو پخوانۍ کرړې(اولادې) یعنې يهودیانو او سامریانو ژبه وه. د تاریخ په اوږدو کې دا ژبه تر ډېره د یهودي مذهب او سامریت د اصلي ژبې په توګه له دویم معبد وروسته خوندې پاتې شوه. عبراني د کنعان یوازینۍ لرغونې ژبه ده چې لاهم خبرې پرې کېږي او د مړې شوې ژبې یوازینۍ بریالۍ بېلګه ده چې بېرته راژوندۍ شوې. همداراز د شمال‌لویديځو سامي دوو ژبو نه چې بله یې ارامي (Aramaic) ده، یوازینۍ ژبه ده چې لا هم خبرې پرې کېږي.[۸][۹]

عبراني ژبه
עברית (عبراني)[۱]
עברית חדשה‎ (عبراني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
Hebrews (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزتوب د
ليکدود
ويونکو شمېر
۹٬۳۰۳٬۹۵۰[۳] (۲۰۱۹)
۵٬۳۵۳٬۹۵۰[۴] (۲۰۱۴)
۳٬۹۵۰٬۰۰۰[۴] (۲۰۱۶)
۹٬۰۰۰٬۰۰۰[۴][۵] (۲۰۱۴) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د توکمپوهنې ژبې حالت
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
he[۶][۷] (۱۹۸۹ – )
iw[۷] ( – ۱۹۸۹) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
he ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد

د عبراني ژبې د پولیو لیکدود (Paleo-Hebrew) لومړنۍ لیکل شوې بېلګه، له میلاد نه مخکې لسمې پېړۍ ته ورګرځي. نږدې ټول عبراني انجیل په عبراني ژبه لیکل شوی دی او د لهجې د اوسنۍ بڼې  له مخې يې پوهان په دې باور دي چې ښايي له میلاد نه مخکې د شپږمې پېړۍ په شاوخوا کې د بابلیانو د اسارت پر مهال غوړېدلې وي. په همدې وجه عبراني ژبه د یهودیانو له خوا د لاشون هاکودېش/Lashon Hakodesh (לָשׁוֹן הַקֹּדֶשׁ) څراغ او «سپېڅلې ژبې» یا د تقدس د ژبې په نوم یادیده. دا ژبه په انجیل کې د عبراني په نوم نه یادېده، بلکې د یهودیت په نوم چې د یهودا ژبې ژباړه ده یا د Səpaṯ Kəna'an چې د کنعاني ژبې ژباړه ده یادېده. د مېشنا ګېټېن رسالې په ۸:۹ برخه کې دا ژبه د اېوېرېټ په توګه چې د عبراني په معنا ده راغلې ده. له دې سره  مېشنا مګی‌الله، دا ژبه د اشورېت په توګه یاده کړې چې د اشوري په معنا يې بولي، چې د اېيورېټ خلاف د پيلیو عبراني لیکدود د عبراني الفبا له نامه نه اخیستل شوې ده. [۱۰][۱۱]

په عادي ډول، په عبراني ژبه خبرې کول، له میلاد نه وروسته، د ۲۰۰ -۴۰۰ کلونو تر منځ درېدل، په یهودیه کې د مېشتو یهودیانو له خوا د روم د سترواکۍ پر وړاندې د بارکوخبا (Bar Kokhba revolt ) تر ناکام یرغل وروسته راکمه شوه. ارامي او تر کمي کچې یوناني ژبه له وړاندې د نړیوالو ژبو په توګه په ځانګړي ډول د ټولنې د اشرافو او مهاجرینو تر منځ کارېدلې ده. عبراني ژبه د منځنیو پېړیو په دوره کې د یهودیانو د عبادت، رباني ادبیاتو، د یهودیانو تر منځ د سوداګرۍ او د یهودیانو د شعري ادبیاتو د ژبې په توګه پاتې شوه. په نولسمه پېړۍ کې د صهیونیزم له راپورته کېدو سره عبراني ژبې د ویونکې او ادبي ژبې په توګه په بشپړ ډول بیا راژوندي کېدل تجربه کړل او تر هغه وروسته  په فلسطین کې د یوشوف (Yishuv ) او ورپسې د اسرائیلو د دولت په رسمي ژبه بدله شوه. د اېتونولوګ/Ethnologue (د ژبو نړیوال دایرةالمعارف) پر بنسټ، په ۱۹۹۸ز کال کې په ټوله نړۍ کې پنځه میلیونه کسانو په عبراني ژبه خبرې کولې او په ۲۰۱۳ز کال کې په ټوله نړۍ کې نهه میلیونه کسانو پرې خبرې کولې. تر اسرائیلو وروسته، متحده ایالتونه د عبراني ژیې لوی نفوس لري چې شاوخوا ۲۲۰۰۰۰ واکمن ویناوال لري (اسرائیلي امریکایان او یهودي امریکایان وګورئ).[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

معاصره(مډرنه) عبراني ژبه، د اسرائیلو د دولت رسمي ژبه ده، په داسې حال کې چې د عبراني ژبې له بیاراژوندۍ کېدو نه مخکې بڼې په ټوله نننۍ نړۍ کې په سامري او یهودي ټولنو کې د دعا یا مطالعې لپاره کارول کېږي. وروستنۍ ډله سامري ژبه د خپلې دیني ژبې په توګه کاروي. دا ژبه د غیر لومړۍ ژبې په توګه په اسرائیلو کې د غیر اسرائیلي يهودیانو او زده‌کوونکو، په منځني ختيځ او تمدنونو کې يې د لرغون‌پېژندونکو او متخصصو ژب‌پوهانو او د مسیحیانو په علمي حوزو کې د ویونکو له خوا مطالعه کېږي.  

رېښه

سمول

د هېربیو/ Hebrew (عبراني) مډرنه انګلیسي کلیمه، له لرغونې فرانسوي کلیمې اېبرو(Ebrau) نه اخیستل شوې. د لاتیني له لارې له یوناني Ἑβραῖος (Hebraîos) او ارامي له 'ibrāy نه اخیستل شوې چې دا ټول د اسرائیلو څوګوني نومونه (یهودي او سامریان) دي، چې له سپېڅلي عبراني کتاب نه اخیستل شوي دي. خلکو ته یې عبرانیان ویل کېږي. دا په دودیز ډول د ابراهیم (ع )د نیکه د نوم اېبر(Eber) پر بنسټ، چې د لرغوني انجیل په ۱۰:۲۱ برخه کې يې يادونه شوې، درک کېږي. باور دا دی، چې دا نوم ساميري رېښه لري ʕ-b-r (עבר‎) چې معنا یې «هاخوا»، «بل لور»، «پورې» ده. د عبراني (Hebrew) اصطلاح، په عام ډول (د سیند یا دښتې له بلې غاړې نه) په معنا تفسیر شوې ده، چې د اسرائیلو او یهودا ټاټوبي د اوسېدونکو لپاره یو مستعار نوم، چې ښايي د عراق، فونېشیا (Phoenicia ) او ترانس اردن یا ماورا‌‌ءالنهر له منظره، ښايي د فرات سمندر،اردن یا لېتاني او یا هم د بابل او کنعان تر منځ د عربستان له شمالي دښتې نه په اشارې اخیستل شوی وي. د عبر (Habiru ) کلیمه، یا د اشوري اېبرو (ebru) همزولې کلیمې له ورته معنا سره پرتله کړئ. [۱۷][۱۸][۱۹]

د دې ژبې د نوم اړوند یو له تر ټولو نه لومړی اخځ، له میلاد نه مخکې په دویمه پېړۍ کې د بن‌سیره کتاب په سریزه کې موندل شوی چې د اېوېرېټ (Ivrit) په نوم راغلې ده. د عبرانیانو په سپېڅلي کتاب کې عبري اصطلاح ته د عبري ټبر(قوم) د ژبې په توګه اشاره نه ده شوې. وروستۍ تاریخ لیکنې یاده ژبه د پاچایانو په کتاب کې د יְהוּדִית د یهودیت یا یهودي ژبې په توګه یاده کړې ده.  [۲۰][۲۱][۲۲]

تاریخچه

سمول

عبراني ژبه د کعناني ژبو له ډلې سره تړاو لري. کنعاني ژبې د شمال‌لویدیځو سامي ژبو د کورنۍ يوه څانګه ده. [۲۳]

د ایوراهام بېن-یوسف (Avraham Ben-Yosef) په وینا: عبراني د اسرائیلو او یهودا د پاچهۍ په دورو کې له میلاد نه مخکې د شاوخوا ۵۸۶ نه تر ۱۲۰۰ کلونو پورې وغوړېده. پوهان په لرغونې زمانه کې د بابل له جلاوطنۍ وروسته، د عبراني ژبې پر مخکښتوب بحث کوي او په پخوانۍ ارامي سیمه کې يې د نړیوالې ژبې په توګه یادوي. [۲۴]

عبراني د لرغونې زمانې په وروستیو کې د یوې مروجې ژبې په توګه له ورکېدواوانقراض سره مخامخ شوه، خو لا هم د یوې ادبي ژبې په توګه کارول کېږي، په ځانګړي ډول په هسپانیا کې د یهودیانو د بېلابیلو سیمه‌ییزو ژبو د وګړو ترمنځ د سوداګرۍ ژبه ګڼل کېږي او د یهودیانو د مذهبي ژبې په توګه له منځنیو پېړیو نه د نولسمې پېړۍ تر وروستیو پورې د عبراني ژبې د بیا راژوندي کېدو بېلابېل ادبي ګړدودونه بشپړوي. [۲۵][۲۶]

تر ټولو زړې عبراني لیکنې

سمول

د ۲۰۰۸ز کال په جولای میاشت کې اسرائیلي لرغون‌پېژندونکي یوسي ګارفېنګل (Yossi Garfinkel) د خېربت په قیافه (Khirbet Qeiyafa ) کې یوه سرامکي ټوټه کشف کړه چې د هغه د ادعا پر بنسټ، ښايي لومړنۍ کشف شوې عبراني لیکنه وي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ کاله مخکې وخت پورې تړاو لري. د عبراني پوهنتون لرغون‌پېژندونکي امیهای مزار (Amihai Mazar) وویل چې: دا لیکنه پروټو کنعاني (proto-Canaanite) ده ،خو په دوام یې وویل چې، په هغو دورو کې د ژبې د لیکونو او په خپله د ژبو تر منځ توپير نامشخص دی او وړاندیز یې وکړ چې، یاد متن ته عبراني ویل به ډېر لرې وي.  [۲۷][۲۸]

د ګېزر جنتري(کلیزه) هم له میلاد نه مخکې د سلطنتي دورې له پیل نه لسمې پېړۍ ته د داوود (ع) او سلیمان (ع )د سلطنت دورو ته ورګرځي. دا کلیزه د عبراني سپېڅلي کتاب په توګه طبقه‌بندي شوې ده، چې د هر موسم اړوند د کرنیزو فعالیتونو نوملړ وړاندې کوي. د ګېزر کلیزه، د همغه ښار په نوم نومول شوې، کوم ته چې نږدې وموندل شوه او په پخواني سامي لیک چې فنیقي/ Phoenician  لیک (وروسته د یونانیانو او اتروسکانو له خوا په رومي لیک بدل شو) ته ورته دی لیکل شوې، د ګېزر کلیزه، له هېڅ یو غږلرونکي واول توري پرته لیکل شوې او ان د عبراني ژبو په هغو املا ځایونو کې چې وروسته ورته اړتیا پېښه شوې، هم له بې‌غږه تورو نه د غږلرونکي پر دلالت کار نه اخېستل کېږي.  

سرچينې

سمول
  1. سرچينې تړی: https://github.com/unicode-org/cldr/blob/main/common/main/he.xml.
  2. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/heb.
  3. "اېتنولوګ" (in انګرېزي ژبه). SIL International.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ذکر کېدنه: اېتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  5. ذکر کېدنه: Hebrew Wikipedia. اثر ژبه: عبراني ژبه.
  6. "Language".
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ سرچينې تړی: http://xml.coverpages.org/iso639a.html.
  8. Grenoble, Leonore A.; Whaley, Lindsay J. (2005). Saving Languages: An Introduction to Language Revitalization. United Kingdom: Cambridge University Press. p. 63. ISBN 978-0-521-01652-0. بياځلي په 28 March 2017. Hebrew is cited by Paulston et al. (1993:276) as 'the only true example of language revival.'
  9. Fesperman, Dan (26 April 1998). "Once 'dead' language brings Israel to life Hebrew: After 1,700 years, a revived language becomes a common thread knitting together a nation of immigrants with little in common except religion". The Baltimore Sun. Sun Foreign Staff. خوندي شوی له the original on 29 March 2017. بياځلي په 28 March 2017.
  10. Hoffman, Joel M. In the Beginning : A Short History of the Hebrew Language. New York, New York University Press, 2006, p. 169.
  11. "Most ancient Hebrew biblical inscription deciphered". Physorg.com. 7 January 2010. بياځلي په 25 April 2013.
  12. Sáenz-Badillos (1993), p. 171
  13. "Hebrew" in The Oxford Dictionary of the Christian Church, edit. F.L. Cross, first edition (Oxford, 1958), 3rd edition (Oxford 1997). The Oxford Dictionary of the Christian Church which once said, in 1958 in its first edition, that Hebrew "ceased to be a spoken language around the fourth century BCE", now says, in its 1997 (third) edition, that Hebrew "continued to be used as a spoken and written language in the New Testament period".
  14. "'Kometz Aleph – Au': How many Hebrew speakers are there in the world?". Nachman Gur for Behadrey Haredim. خوندي شوی له the original on 4 November 2013. بياځلي په 2 November 2013.
  15. "Table 53. Languages Spoken at Home by Language: 2009", The 2012 Statistical Abstract, U.S. Census Bureau, خوندي شوی له the original on 25 December 2007, بياځلي په 27 December 2011
  16. "If you couldn't speak Greek by say the time of early Christianity you couldn't get a job. You wouldn't get a good job. A professional job. You had to know Greek in addition to your own language. And so you were getting to a point where Jews... the Jewish community in, say, Egypt and large cities like Alexandria didn't know Hebrew anymore, they only knew Greek. And so you need a Greek version in the synagogue." – Josheph Blankinsopp, Professor of Biblical Studies University of Notre Dame in A&E's Who Wrote the Bible
  17. "Strong's Hebrew: 5676. עֵ֫בֶר (eber) – region across or beyond, side". biblehub.com. بياځلي په 25 March 2018.
  18. "הספריה של מט"ח". Lib.cet.ac.il. بياځلي په 25 April 2013.
  19. Muss-Arnolt, William (1905). A Concise Dictionary of the Assyrian Languages (in انګليسي). Reuther & Reichard. p. 9.
  20. Géza Xeravits; József Zsengellér (25 June 2008). Studies in the Book of Ben Sira: Papers of the Third International Conference on the Deuterocanonical Books, Shime'on Centre, Pápa, Hungary, 18–20 May, 2006. Brill. pp. 43–. ISBN 978-90-04-16906-7.
  21. Barton, John, ed. (2004) [2002]. The Biblical World. 2. Taylor & Francis. p. 7.
  22. Kings II 18:26.
  23. Ross, Allen P. Introducing Biblical Hebrew, Baker Academic, 2001.
  24. אברהם בן יוסף ,מבוא לתולדות הלשון העברית (Avraham ben-Yosef, Introduction to the History of the Hebrew Language), page 38, אור-עם, Tel-Aviv, 1981.
  25. Share, David L. (2017). "Learning to Read Hebrew". In Verhoeven, Ludo; Perfetti, Charles (eds.). Learning to Read Across Languages and Writing Systems. Cambridge: Cambridge University Press. p. 156. ISBN 978-1-107-09588-5. بياځلي په 1 November 2017.
  26. Fellman, Jack (1973). The Revival of a Classical Tongue: Eliezer Ben Yehuda and the Modern Hebrew Language. The Hague: Mouton. p. 12. ISBN 978-90-279-2495-7. بياځلي په 1 November 2017.
  27. "'Oldest Hebrew script' is found". BBC News. 30 October 2008. بياځلي په 3 March 2010.
  28. "Have Israeli Archaeologists Found World's Oldest Hebrew Inscription?". Haaretz. AP. 30 October 2008. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 August 2011. بياځلي په 8 November 2010.