دوكتور عبدالوكيل د افغانستان د کرهڼې پخوانی وزير و. هغه اصلا د ميدان وردگو ولايت دنرخ ولسوالۍ دی.دی د(۱۳۰۲) هـ ش كال دحمل په مياشت كې په كابل كې زيږيدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې دكابل ښار په استقلال او غازي ليسو په ښونځيو كې كړيدي اود غازي ليسې ددولسم ټولگي څخه فارغ شو دغه مهال دويمه له نړيواله جگړه روانه وه ، همدغه وخت دښونې او روزنې دوزارت لخوا هندوستان ته وليږل شو.

لوري زده كري

او دفنصل آباد په پوهنتون كې شامل شو ليسانس يې له همدغه پوهنتون څخه تر لاسه كړ اووروسته پيا کابل ته راغي او دښوونكي په توگه دكابل په دارالمعلمين كې دنده وروسپارل شوه او دوه كاله يې دښوونكي دنده تر سره كړه . ارواښاد ډاكټر عبدالوكيل (۱۹۴۸) م كال چې (۱۳۲۷) هـ ش سره سمون خوري لندن ته ولاړ او هلته يې دكرنې په برخه دكتورا واخستله

دندې

کله چې په (۱۹۵۲)م كال چې (۱۳۳۱)هـ ش سره برابره ده كابل ته راغى او دهلمند په ولايت كې دزراعت رئيس وټاكل شو او (۱۲)كاله يې په دې ولايت كې دنده تر سره كړه او وروسته بيا ددې ولايت والي وټاكل شو او بيا څه موده وروسته بيا دمشرانو دجرگې انتصابي غړي شو چې (۲) كاله يې همدا دنده تر سره كړه ، يو څه موده وزگار پاتې شو او بيا وروسته دكرنې وزارت دمشاورپه توگه مقررشو او دوه نيم كاله يې دا دنده تر سره كړه وروسته بيا دكرنې دوزير په توگه مقررشو او دوه نيم كاله دوزارت چارې پر مخ بوتلې . ارواښاد ډاكټر وكيل دهغو څيرو او شخصيتونو څخه دى چې هيوادته يې ښيرازي ورپه برخه كړې خدمت يې كړى او په زرگونوهيوادوال يې پر خدمت شاهدان دى .

ډاټر وكيل په ډير هنر او ښكلي انداز خپل اولس (( دنرخ ولسوالۍ )) خلك مڼو نيالگيو ايښودلوته وهڅول . په دې اړه ويل كيږي چې كله ارواښاد ډاكټر وكيل دنرخ ولسوالۍ خاوره دمڼو لپاره مناسبه تشخيص كړه ، له بيروت څخه يې دمڼو اصلاح شويو ډولونو نيالگي راوړل خلكوته يې توصيه وكړه چې دغه نيالگي كښينوي ، خو هغوي حاضر نه شول ، بالاخره ډاكتر وكيل په خپلو ځمكو كې نيالگي كيښودل ، چې كله دغه باغونه ورسيدل دنرخ دولسوالۍ مشران او سپين ږيري يې چې دغه اصلاح شوې ميوې وليدې په خونديې وپوهيدل ټول دې ته چمتو شول چې باغونه وكري او نن نرخ دمڼو ديوه لوي بڼ په څير په يو ه سمسوره دره بدل دى . وروسته دډاكتر وكيل په هيواد ددغه صادق بچي دابتكار او خدمت په بركت په ښكليو او سمسورو بڼونو بدلې دي .

ډاكتر وكيل چې دعمر په وروستيو كلونو كې له هيواده وتلوته اړشوى ؤ ، او په بهر كې اوسيده بياهم دخپل هيواددآبادۍ او ښيرازۍ په غم كې ؤ ، يو وخت چې په بهر كې ډاكتران دده دژوند له دوام څخه مايوسه شول ده ته يې دغه زړه بوږنونكى پيغام واوراوه ، ډاكتر بيا هم دخپل هيواد دسوكالۍ په غم كې ؤ . چې كله دوروستي ځل لپاره خپل هيواد ته راستنيدو ، له كانډا څخه يې دانوروديوه الى جنس څو قلمۍ ورسره راوړې او غوښتل يې په مزارشريف كې يې چې دارواښاد ډاكتر وكيل وروستى وصيت هم دهمغو انگورودپالنې په باب ؤ . دهوښيار انو خبره ده چې ميړونه مري او بادونه يې پاتې كيږي ، ارواښاد ډاكتر عبدالوكيل وفات شو خو ياد يې دزرگونو هيوادوالو په زړونو كې ژوندى دى