عبدالواحد نظري (زېږېدنه: ۱۳۳۲ ل. - ) (په انگرېزي:Abdul Wahid Nazari) يو افغان ليکوال، د فلمونو ډايرکټر او جوړونکی دی. دم مهال نوموړی د افغانستان ملي راډيو تلويزون ريس دی.

عبدالواحد نظري

مخینه

ښاغلی ډاکټر عبدالوا حد نظري د ډ اکټر محمد امين نظري زوی په ١٣٣٢ل کال د کب د ميا شتي په شپږمه د کندهار ار په يوه رو حاني کورنی کي ستر گي پرا نستلي .

زده کړې

پس له لومړنيو زده کړوچې دکندهار په احمد شا هي دکا بل د مير ويس نيکه په متو سطه او د رحمن بابا په ليسه کي يې تر سره کړي په ١٣٥٢ هـ. ل کال د کابل پو هنتون د حقو قو او سيا سي علومو پو هنځي ته بر يالی سو. په ١٣٥٣ هـ. ل کال د يوه تحصيلي بورس څخه په گټه دلوړو زده کړو په نيت د سينما او تلويزيون د ډايرکټ په بر خه کي د بلغاريا هيواد ته ولاړ ۰ په ١٣٦١ هـ .ل کال کي د دکتورا معادل ديپلوم په اخستلو سره هيواد ته را ستون سو .

دندې

د ١٣٦١ کال را هيسي د ډايرکټر په صفت لو مړی په تلويزيون او بيا په افغان فلم کي په کار بوخت سو . په ور ستيو کلو نو کي د افغان فلم درئيس ، د هنر مندانو د ټولني د سينما د انجمن د رئيس په تو گه اودکابل پوهنتون د هنرو نو په پو هنځي کي د استاد دنده تر سره کوله .

ښاغلی وا حد نظري د هغه علا قي له مخي چي د تمثيل او هنر سره يې درلوده په ١٣٤٤ هـ .ل کال کې د وخت د را ډيو د کو چنيانو دپرو گرام سره همکاري پيل کړه ترسو ددي پرو گرام کا کا منجاني سو ، بيايې دراډيو دډرام او داستان د په بر خه کي په کار پيل وکړ او دنورو رنگارنگ رولونو تر څنگ يې لومړني پر له پسي دا ستان د سکيني او اومرا په نا مه د او مرا رول ولوبوه او همد راز لو مړنی مسټر فلا ور کميډي نندا ره يې را پيل کړه.

هنري جوړوني يې د تحصيل په دوران کي دنورور لنډو مستندو او هنري فلمونو تر څنگ تلويزيوني فلمونه لکه < ستاسو په هيواد کي مگر خر نسته > او < دري شپي ديو زرو يو ي شپي څخه > د ياد وني وړ دي د سينما په بر خه کي دلنډو مستندو فلمونو د< وطن پا لنځی > په ١٩٨٣ کال او (انقلاب دتکامل په پړاو کي )فلم د ١٩٨٤ کال کي ، لوړ هنري فلمونه يې د لحظه ها په ١٩٨٤ او دا رمان ١٩٨٨ کال او تلويزيوني فلمونه لکه کا غوشچي ١٩٨٤ ، دلمر په لور ١٩٩٢ افغانستان بيله شور ويانو څخه مستند ١٩٩٠ او ، د کونډې ځوی لو مړنی ټولنیز نقدي کميډي سر يال په ١٩٩١ کال کې په درېو بر خو کې د سينما مينه والو ته وړا ندې کړل او لو مړنی ټلويزيوني تيا تر د رئيس په نا مه او نجلۍ دده د جوړونو څخه دي .

په مها جرت کې يې د گمراه ٢٠٠٢ ، او هجرت ٢٠٠٤ هنري فلمونه دسينما د مينه والو لپاره ېې راووېستل .

د ١٣٦١ کال را هيسې يې دطنز په ليکلو پيل کړی او همدا رازېې د سينما په هکله تيوريکي مقالې او ژباړې، فلمي لنډې سنار يو گا نې لنډې نندا رې، او کو چنيانو ته ېې دا ستا نونه او طنزونه په دننه او بهر کې چاپ کړي دي .

چاپ شوي آثار

  1. اگر نديدي با ور کن ١٩٩٧
  2. گله را سه که يې گوري ١٩٩٧
  3. واه واه گل سيب ١٩٩٧
  4. کله وار د ابا او کله وار...٢٠٠٢
  5. او ديگه چطور هستي ٢٠٠٢ .

ښاغلي وا حد نظري لو مړی افغا ني فلم ډائرکټر دی چي په نړېواله کچه ېې د فلم نندارې فيسټيوال کې د نورو فلم څارونکو په اړخ کې ېې بلنه ترلاسه کړې ده.

ډاکټر وا حد نظري دا فغانستان دکلتور د غوره کارکونکي لقب په ١٩٨٨ کال کې تر لا سه کړی او ډيرې نورې مطبو عا تي او هنري جا يزې او ډيپلو مونه يې دننه له هيواده څخه او په خا رجي فيسټیوالونو کې تر لا سه کړي دي . په دي نژدو وختونو کې يې په بهر کې د يو شمېر ژور نا لسټانود ټولنې څخه د اگر نديدي با ور کن طنزي ټولگې ته د طنز غوره جا يزه ور کړه . ښاغلی وا حد نظري ١٩٩٣ کال را هيسي د خپلي کورنی سره په المان کي ژوند کوي . او د ١٩٩٥ کال را هيسي دالمان دډايرکټرانو دټولني غړيتوب لري.

د۲۰۰۴ کال د مارچ په ۱۳ په جرمني کي د افغان فلم او تياتر د مرکز او د افغانستان د کلتوري ودي ټولني لخوا د ښاغلي واحد نظري پنځوسمه کليزه د ليورکوزن په ښار کي دگڼ شمير فرهنگیانو په گډون ونماځل شوه۰

ښاغلی نظري دم گړۍ په جرمني کې د افغان سینما اوتیاتر مرکز مشري په غاړه لري.