عبدالرشيد جليلي

عبدالرشيد جليلي (وږی ، ۱۳۱۸ ل. - ) (په انگرېزي: Abdul Rasheed Jalili) يو افغان سياستوال ، شاعر او ليکوال دی. هغه د ۱۳۵۷ ل. کال د غويي تر اوښتون وروسته لومړی د کابل پوهنتون ريس او بيا وروسته د ښوونې او روزنې وزير و. عبدالرشيد جليلي د افغانستان د خلق د ډيموکراتيک گوند او د مرکزي کميټې يو فعال غړی و چې د کرنې او د زمکو د اصلاحاتو پخوانی وزير هم پاتې شوی. دم مهال هغه د ملي وحدت د گوند مشر دی او د ۱۳۸۹ ل. کال د ولسي جرگې په ټاکنو کې يې د نوماند په توگه برخه اخيستې وه.

عبدالرشيد جليلي

مخينه

عبدالرشيد جليلي په کونړ کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې عبدالجليل دی.

زده کړې

لومړنۍ او دويمې زده کړې يې پخپل هېواد کې ترسره کړي ، بيا د لوړو زده کړو لپاره د امريکا متحدو ايالتونو ته تللی او د هغه ځای نه د ماسټرۍ د بريليک تر اخيستو وروسته هېواد ته ستون شوی. تر دې وروسته بيا پخواني شوروي اتحاد ته تللی او هلته يې خپله دوکتورا د ميکروبيولوژۍ په څانگه کې اخيستې. بيا د کابل پوهنتون د کرهڼې په پوهنځي کې ښوونکی پاتې شوی. په ۱۹۶۹ ز. کال کې يې په مصر کې په يوه څېړنيز پروگرام کې برخه اخيستې او دغويي د ۷مې د کودتا وروسته د کابل پوهنتون ريس ټاکل شوی. د ۱۹۷۹ ز، کال د اپرېل په مياشت کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ښوونې او روزنې وزير او ورپسې د کرهڼې او زمکنيو اصطلاحاتو وزير ټاکل شوی. هغه په روسي، انگرېزي، پښتو او فارسي روانې خبرې کولی شي.

دندې

چاپ شوي آثار

  1. د زړه آواز - شعري ټولگه - ۱۳۸۰ ل. کال
  2. غميزه څنگه منځ ته راغله - 2008 کال [۱]

سرچينې

باندنۍ تړنې