عبدالخالق هزاره

(له عبدالخالق نه مخ گرځېدلی)
عبدالخالق هزاره
عبدالخالق هزاره
عبدالخالق هزاره
عبدالخالق هزاره

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۱۸
کابل, افغانستان
مړینه کال 1933 (14–15 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کابل, افغانستان
عملي ژوند
عبدالخالق د سردار محمد نادر شاه قاتل و. هغه د خپلو درېو همکارانو په مرسته، د ۱۳۱۳ لمريز کال د لړم د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د ماسپښين په ۳ بجو چې د دلکشا ماڼۍ مخکې، زده کوونکو ته د انعام ورکولو مراسم جوړ شوي و، د افغانستان د هغه وخت پاچا د توپانچې په ډز وواژه.

عبدالخالق د خپلو مرستيالانو په مرسته چې نومونه يې محمود، عبدالله او اسحق وه ټوپکچې دغه مراسم ته قاچاق کړې وې او د افغانستان پخوانی پاچا يې په درې گوليو وويشته چې هماغلته ځای په ځای ومړ.