عبدالاحمد محمديار

عبدالاحمد محمديار (په انگرېزي: Abdul Ahmad Mohammadyaar) ځوان ليکوال او شاعر دى، چې د افغانستان په فرهنگي ډگر کې يې زياتې هڅې کړې دي. دا مهال په کندهار کې ژوند کوي او د بېنوا فرهنگي ټولنې مشري يې ورترغاړې ده.

مخينه

د ارواښاد محمد حسين زوى پر 1356ل كال د شنه ارغنداو په چارباغ سيمه كې زېږېدلى دى، يو كلن و چې د گوزڼ(فلج) كرغېړنې ناروغۍ يې له سترگو څخه رڼا او له تنكيو پښو څخه د خوځښت زور واخيست. محمديار د ژوندانه تر دې شېبې پورې يوازې پر خپلو دوو ژمنو ملگرو (لكړو) د خپل ژوند درانه پېټې لېږدولي او له هغوى سره يې د تلپاتي يووالي ژمنه كړې ده. څه له پاسه اووه كلنه شاعري يې دې حد ته رسولې ده، چې په كندهار ادبي ټولنه كې يې د ادبي بنډار ټول ملگري تر بلې مياشتنۍ مشاعرې پورې د شعر اورېدو ته په تمه وي. ځينې خواره واره نثرونه او شعرونه يې په طلوع افغان ورځپاڼې، خلافت، هيلې، گندهارا، كندهار او نورو مجلو كې خپاره شوي دي. د محمديار د ذهن يوه برخه حماسې او يو ډول جوش ته ځانگړې شوې چې ځيږه ژبه يې بيا ددې اغېز نور هم ډېروي، تغزل يې ښايسته او له بغاوت څخه ډك دى، هېڅوخت يې د خپل شعر(واعظ او زاهد) ته ددوستۍ لاس نه دى وركړى، بلكې دى ورته هره شېبه گواښېږي او نادودې يې په زغرده غندي.هېڅوخت له ژونده نهيلى شوى نه دى، هغه د صبر لوى غر دى چې يوازې ديوې وركې رڼا په تمه شپې سبا كوي او هر څه زغمي. كله چې قلم اوچتوي نو د الهام په مست سمندركې ډوبېږي او خيال يې دومره اوچت الوت كوي چې"د اسمان لور"(سپوږمۍ) يې پر لمن باندې را رغړي.

زده کړې

عبدالاحمد محمديار خپلې زده کړې تر دوولسم پورې په کندهار کې بشپړې کړي. دا مهال په کندهار پوهنتون کې د ادبياتو پوهنځي د لومړي کال محصل دى.

باندنۍ تړنې

په ويکي شعرونو کې د عبدالاحمد محمديار شعرونه Archived 2016-03-11 at the Wayback Machine.

سرچينې

د ارغند د څپو ژبه