طاهر اپريدی (د ۱۹۳۹ ز کال د جنوري ۴ - د ۲۰۲۱ ز کال د جون ۵، د ۱۴۰۰ ل ل کال د غبرگولي ۱۵، کراچۍ، پاکستان ) (په انگرېزي: Tahir Afridi) د پښتو ژبې يو وتلی کيسه ليکونکی، شاعر او ډرامه ليکونکی دی. هغه د عدل، پلوشه او جرس په نامه د چاپي رسنيو پازوال هم پاتې شوی. هغه په اردو ژبه هم ليکوالي کړې او يو شمېر کيسې يې په دې ژبه هم چاپ شوې دي.

طاهر اپريدی

مخينه

طاهراپريدی د ۱۹۳۹ ز کال د جنوري پر ۴ د ښاغلي مير اکبر خان کره سترگې پرانستې دي. د قام قبيلې په لحاظ د بوړه نومې کلي ژواکی اپريدی دی. د معاشي ژوند په لړ کې د ډېرې مودې راهسې په کراچۍ کې مېشت وو. په خپله کورنۍ کې بس يو يوازې د ادبي ذوق څښتن دی.

ليکوالي

طاهر اپريدي په لومړيو ورځو کې شاعري کوله خو د کال ۱۹۶۲ راهسې يې په نثري ادب لاس پورې کړ چې د ژوند له وروستيو لسيزو راهيسې د پښتو ژبې يو نامتو کيسه ليکونکی دی. ځېنې افسانه ليکونکي نوموړی د علامتي افسانې امام بولي. طاهر اپريدی په اردو ژبه هم کيسې کښلي دي. هغه د خپلو افسانو تيږه د پښتنې ټولنې په چاپيريال او کلتور ايښې ده.

طاهراپريدی د دروېش ضمير څښتن دی. په افسانوي ژبه کې د معاشرې د خرابو کړونو او د طبقاتي نظام په سختو ټکو کې غندنه کوي. نوموړي د دغو خاميانو د جرړو اېستلو لپاره تل خپل قلمی جهاد ته ادامه ورکړی ده.

چاپ شوي آثار

طاهر اپريدي د پښتو افسانو سره سره سفرنامې ،رپورتاژونه او ناولونه هم ليکلي دي ـ دطاهراپريدي چاپ شوي کتابونه دادي ـ

  1. د محلونو خوا کې افسانې
  2. پاڼې پاڼې افسانې
  3. سفرپه خېر سفرنامه
  4. لاره کې ماښام افسانې
  5. سفرمدام سفر سفرنامې
  6. ديدن اردو افسانې
  7. جانان مې قطرته روان دی رپورتاژ
  8. گوتې قلم ته په ژړا شوې مرتب
  9. بيا هغه ماښام دی افسانې
  10. کاڼو کې رگونه ناول
  11. نورخوبونه نه وينم افسانې
  12. لاړ شه پېښور ته رپورتاژ
  13. په زنځير تړلی خوب افسانې
  14. ځه چې ځو کابل ته رپورتاژ
  15. تيري انکهېن خوبصورت هېن اردو ناول
  16. د څو لحظو لويه کيسه افسانې
  17. تربوزک ناولټ
  18. موده پس اشنا راغلی افسانې

ناچاپه اثار

  1. ادبي پاڼې
  2. تاسره خبرې







سرچينې

۱. https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-57371504

۲. https://www.tolafghan.com/articles/10223

۳.