ضیاءالحق امرخېل (په انګلیسي: Ziaul Haq Amarkhel) په کال ۲۰۰۶ز کال کې د ننگرهار له پوهنتونه د اسلامیاتو او ادبیاتو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او همدارنگه یې د المرزوق له پوهنتونه، چې په پاکستان کې د اسلام اباد د نړېوال اسلامي پوهنتون سره تړاو لري، له عربي څانگې څخه د لیسانس سند هم ترلاسه کړی دی.


امرخیل
ضیاالحق
ضیاالحق امرخیل
ضیاالحق امرخیل

د شخص معلومات
اصلي نوم ضیاالحق
پيدايښت بامیان
تابعیت  افغانستان, بامیان
مذهب اسلام
عملي ژوند
کار/مسلک د ننګرهار ولایت والی

زده کړې

ضیاءالحق امرخېل په کال ۲۰۰۶ز کال کې د ننگرهار له پوهنتونه د اسلامیاتو او ادبیاتو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او همدارنگه یې د المرزوق له پوهنتونه، چې په پاکستان کې د اسلام اباد د نړېوال اسلامي پوهنتون سره تړاو لري، له عربي څانگې څخه د لیسانس سند هم ترلاسه کړی دی. ضیاءالحق امرخېل په پاکستان کې د برېنز د کمپیوټر ساینس له کالج څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې ډېپلوم ترلاسه کړى دى. امرخېل د ۲۰۰۹ کال راهېسې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییزو عملیاتو ریاست د ريیس په توگه دنده ترسره کوله او سربېره پر دې د نړېوالې غېر دولتي تجربې څښتن هم دی، چې د ټاکنیزو سېسټمونو د نړېوال بنسټ (IFES) سره یې د ادارې او لوجیسټیک د عمومي مدیر په توگه کار کړی دی. نوموړي همدارنگه په کال ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کې په نېپال کې د ملگرو ملتونو د ماموریت سره د ټاکنو د سلاکار او ملکي چارو د عمومي مسوول، د پروژوي خدمتونو لپاره د ملگرو ملتونو په دفتر (UNOPS) کې، په کال ۲۰۰۵ کې د کوچیانو سره د اړیکو د عمومي مدیر او دغه راز په کال ۲۰۰۴ کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د همکارۍ د ماموریت (UNAMA)سره د عامه پوهاوي د مبلغ په توگه دندې ترسره کړي دي؛ دا چې امرخېل د ټاکنو په برخه کې د تجربې له امله د ولسمشر له خوا د ٢٠١٢ کال په نومبر مياشت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د ریس په توگه په دنده وگمارل شو.

سیاست

دندې

ژوند

په افغانستان کې د ملگروملتو مرستندوی دفتر(یوناما) د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندیدانو وغوښتل چې بېرته له انتخاباتي بهیر سره یوځای شي، له انتخاباتي اورگانونو سره همکاري وکړي او د انتخاباتو پایلې ومني. د یوناما اشاره عبدالله عبدالله ته ده چې انتخاباتي بهیر یې بایکاټ کړی دی.

یوناما په خپله ویبپاڼه کې په یوه خبر کې ویلي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته د ضیاالحق امرخېل استعفا د افغانستان د سیاسي انتقال د بهیر د ساتنې لپاره یو گام دی چې د قانون له چوکاټ او د انتخاباتي اورگانونو له منل شویو اصولو سره مرسته کولی شي.

یوناما ضیاالحق امرخېل ستایلی او ویلي یې دي چې د ده تخصص او مهارت سبب شو چې د ریاست په موده کې یې د افغانستان انتخاباتو ته تر تېرو دورو ښه تیاري ونیول شي او انتخابات لا ښه اداره شي.

یوناما وايي:«په افغانستان کې د ملگروملتو مرستندوی دفتر د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا ریيس په دې ستايي چې ملي گټې یې پر شخصي هغو غوره وگڼلې او په انتخاباتي پروسه کې یې د هر ډول بې اعتمادۍ د له منځه وړلو هڅه وکړه.»

عبدالله عبدالله ویلي چې د انتخابات د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته د امرخېل لېري کېدا د انتخاباتو له کمیسیون سره د ده د نه همکارۍ یو شرط و. خو نوموړي نه دي ویلي چې اوس تیار دی او که نه دی چې د انتخاباتو کمیسیون ته خپل استازي او څارونکي ولېږي.

عبدالله د دوهم ځلي انتخاباتو د ورځې په مازدیگر په دې سخت اعتراض وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس ولي ویلي چې تر ۷ ملیونو زیاتو خلکو په انتخاباتو کې گډون کړی دی. وروسته یې د امرخېل د استعفا غوښتنه وکړه او په درېم گام کې یې ادعا وکړه چې په ځینو پښتني ولایتونو کې د هغوی د نفوسو تر شمېر زیاتې رایې اچول شوي او دا ده ته د منلو نه دي.

د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام ټیم ویلي چې ضیاالحق امرخېل د دې لپاره استعفا ورکړه چې د انتخاباتو پروسه خرابه نه شي.

د بدلون او دوام د انتخاباتي ټیم غړي حمید الله فاروقي وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته د ضیاالحق امرخېل استعفا یو زړه ور عمل او د افغانستان د ملي گټو لپاره و.

ضیا الحق امرخېل د عبداله عبداله د پلویانو تورونه رد کړي او هغه اډیو یې جعلي بللې چې ده ته یې منسوب کړې ده.