صدیق منصور انصاري

صدیق منصور انصاري افغان لیکوال، ژورنالېست، سیاسي چارو کارپوه، مدني ټولنیز فعال دی چې د افغانستان مدني ټولنو فدراسیون ریاست په غاړه لري.[۱][۲][۳]

زوکړه سمول

ښاغلی صدیق منصور انصاري د ۱۳۵۴ هجري لمریز کال د وري (حمل) پر ۲۳مه (۱۹۷۵ زېږدیز د اپرېل ۱۲مه) نېټه د جلالکوټ ښار لومړۍ ناحیه کې د هېواد په یوه ستره متدینه روحاني، علمي او با رسوخه کورنۍ کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې سمول

لومړنۍ زده کړې یې د جلالکوټ ښار په تجربوي ښوونځي کې پیل او د منځینو زده کړو لپاره د افغان سید جمال الدین لېسه کې شامل او په ۱۳۷۱ لمریز کال د افغانستان خپلواکۍ ګټلو وروسته بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته راستون او د ننګرهار عالي لېسې له دولسم ټولګي فارغ شو.

لوړې زده کړې سمول

ټولنیز او سیاسي شالید سمول

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ لیده کاته سمول

په هغه لومړي کانفرانس کې چې د صدیق منصور انصاري په هاند و هڅو د پروفیسر حسن نکاټا او جاپان هېواد کیوټو ښار د دوشیشه پوهنتون اداری په تخنیکي همکارۍ ترسره شو؛ انصاري وکولای شول چې د افغان دولت او په جګړه کې ښکېلو وسله والو ډلو ټپلو هریو حزب اسلامي او د طالبانو وسله والې ډلې استازي راغونډ او د افغان سولې د پروسې په اړه لومړنۍ مخامخ ناسته ترسره کړي. په دې ناسته کې د طالبانو وسله والې ډلې په استازۍ قاري دین محمد او د حزب اسلامي ډلې په استازۍ غیرت بهیر ګډونوال ول.

د ۹۷ کال ټاکنو روڼتیا لپاره هلې ځلې سمول

د صدیق منصور انصاري په مشرۍ د بېلا بېلو مدني ټولنو استازو د ۱۳۹۷ د غويي ۳۱مه یک شنبې په ورځ د حزب اسلامي له مشر حکمتیار سره په کتنه کې د راتلونکو ټاکنو پر شفافیت او ځينو نورو مهم ملي مسایلو خبرې وکړې. د افغانستان د مدني ټولنې د فدریشن مشر صدیق منصور انصاري وويل: له بدمرغه چارواکي د خلکو د فريادونو اورېدونکي نه دي. ۴۰ کاله کيږي چې دا ولس له ګڼو ستونزو او کړاونو سره لاس او ګريوان دی، خو دوی خپل غوږونه کاڼه اچولي دي .

ښاغلي انصاري د حزب اسلامي مشر ته په خطاب کې وويل: هغه څه چې د افغانستان خلک يې له تاسو غواړي،هغه د شهیدانو د آرمانونو پوره کول دي او موږ چمتو يو چې د يو مدني سیاسي خوځښت له لارې د هېواد روان بحران ته د پای ټکی کېږدو.

صدیق منصور انصاري وويل: راځئ د خپل دين، هېواد او ولس د ژغورنې لپاره د نااهلو خلکو پر ځای اهل خلک وټاکو او که موږ خپل ديني او ملي مسؤليتونه په ښه توګه و پېژنو، نو کولی شو دغه ستر امانتونه وړ او اهل خلکو ته وسپارو.

نوموړي څرګنده کړه: د افغانستان خلک دېته ليواله دې چې په وضعیت کې ژور بدلون راشي، د سولې او امن تږي دي او په دې اړه ستاسو رول ته سترګې په لاره دي. زموږ هيله داده چې ستاسو په شتون کې افغانستان ته امن او سوله راشي او کار اهل کار ته وسپارل شي.

د ۱۳۹۳ لمریزو ولسمشرۍ ټاکنو جنجال حللارې وړاندیز سمول

کله چې په ۱۳۹۳ لمریز کال د افغانستان ولسمشیزه ټاکنې دویم پړاو ټاکنې جنجالي شوی، نو د مدني ټولنې فډرېشن مشر صدیق انصاري د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ته یوه حللاره وړاندې کړه په وسیله یې ټولټاکنو ته ورپېښ کړکېچ په اسانه حل کېدای شوای. ددې عملي کړنلارې په وسیله چې ۷۰ کسیزه ډله وه، ۱۰ کسه د افغانستان د مدني ټولنې له فېدراسیون څخه، ۱۰ کسه د نړیوالې ټولنې، ۱۰ کسه د ټالکنو خپلواک کمېسیون له خوا چې د ټاکنو ترسره کوونکي دي، ۱۰ کسه شکایاتو د اورېدو کېمسیون له خوا، ۱۰ کسه د قضایي او څارنوالۍ اورګانو له خوا، او ۱۰-۱۰ کسه د دواړو انتخاباتي ټیمونو څخه چې دا ۷۰ کسیزه ډله به پاکې رایې له ناپاکو د یوه قوي او ژور میکانیزم له مخې په ۳۴ ولایتونو کې سره جلا کوي او د دواړو ټیمونو مخ ته کېږدي چې په دې توګه به ټولو ته د منلو وړ وي.

لاسته راوړنې سمول

سرچینې سمول

  1. د ازادي راډیو سره مرکه
  2. ښاغلي صدیق منصور انصاري تود بحث کې/شمشاد ټلویزیون
  3. "وخت خبری اژانس". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)