صديق الله مين د ښاغلي محمد نور زوى پر1357ل كال د کندهار ښار په شپږمه ناحيه (چوڼۍ) كې زوكړى دى،

زده کړې

تر څلورم ټولگي پورې يې زده كړه كړې

ادبي ژوند

هغه له 1375لمريز كاله را په دېخوا شعرونه ليكي، تر اوسه يې تر150 زيات قافيه وال، ازاد او نيمه ازاد شعرونه ليكلي، خپلې لومړنۍ شعري ټولگې ته يې "د ښكلا غبرگون"نوم وركړى چې د صحاف خپرندويه ټولني له خوا چاپ شوېده. په شعر كې يې د لرغونو شاعرانو اغېز جوت دى، خو دا اغېز ډېر هم نه دى چې دشاعر ځاني نوښت په ځان كې ورك كړي، بلكې شاعر د نوښت او د نوي بيان څرگندولو لپاره هڅه كوي داسې توري او تركيبونه وټاكي چې د موزونوالي تر څنگ نوي وي، غزليز او عشقي رنگ يې تر يوه حده پر اند زورور دى، چې پر شعري ځواك يې دلالت كوي، ځكه نوموړى دا توكي د هنر په اب رنگوي او نورو ته يې وړاندې كوي. (مين) مين شاعر دى چې خپله مينه يې په خپلو شعرونو كې انځور كړې ده، كه دشعر نورې هنري بېلگې يې په غور سره ولوستې او خپلې تجربې يې هم ورسره شريكې كړې، نو كېدى شي د ښكلا ډېر غبرگونونه يې له كلام څخه رااوچت شي او د ډېرو خلكو زړونه يې په شعرونو وتخنېږي. مين اوس په كوټې ښار كې استوگن دى، له خپلې كورنۍ سره د اقتصادي لاسنيوي په موخه خياطي كوي، خو شاعري يې پرې ايښې نه ده. د كندهار او كوټې ښار په ځينو خپرونو كې يې شعرونه راځي. شاعري يې په خوند روانه ده او خداى دې وكړي چې تر پايه همداسې تانده وي

باندنۍ تړنې