صديق الله بدر
صديق الله بدر د ارواښاد بهادر شاه ځوى ، په ۱۳۴۸ لمريز كال د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د بر سلطانپور په يوه روحاني كورنۍ كې زوكړى دى.
زده کړې
لومړنۍ زده كړې يې تر درېيم ټولگي پورې پخپل كلي كې او پاتې نورې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې تر لسم ټولگي پورې د كابل د سيد جمال الدين په لومړني ښوونځي ، د پنځه سوه فاميليو ښوونځي ، د خيرخانې او عمر شهيد په ليسو كې بشپړې كړې دي . تر هغه وروسته يې د مخابراتو په تربيوي مركز كې مسلكي زده كړوته مخه كړې او په ۱۳۷۰ لمريز كې دغه زده كړې يې د اقتصادي ستونزو له كبله ، د وروستۍ ازموينې په درشل كې نيمگړې پاتې شوې او په نظامي برخو كې يې رسمي دندې ته مخه كړه . د ۱۳۸۱ لمريز په لومړيو كې يې تر ازموينې وروسته له نوموړي مركز څخه د راډيو او تلوېزيون له څانگې د څوارلسم ټولگي د فراغت سند تر لاسه كړ.
ادبي ژوند
بدر له وړوكوالي له شعر او شاعرۍ سره مينه درلوده ، خو لومړنى شعريې په اتلس كلنۍ په ۱۳۶۶ كال كې ليكلى دى، چې يو بيت يې دا دى :
د لومړي شعر تر ليكلو وروسته مطبوعاتو ته يې مخه كړه او له هغه وخت نه تر اوسه گڼ شعرونه ، لنډې كيسې ، په پښتو او دري ليكنې ( ادبي ، څېړنېزې او سياسي) چاپ شوې دي . بدر له ۱۳۸۱ نه تر اوسه پورې په كليد گروپ كې په ژورناليستكي هڅو بوخت دى او د ۱۳۸۴ لمريز كال له نيمايي تر دې دمه پورې د كليد اوونيزې مسوول مدير دى . كليد اوونيزه يوه ټولنيزه ، سياسي او خپلواكه اوونيزه ده ، چې له كابل نه خپرېږي . سربېره پر دې نوموړى په افغانستان كې د نړيوال ژورناليزم د مركز ، د جنوبي اسيا يا سارك ټولنې د غړو هيوادونو د ژورنالستانو د ټولنې ، د شاد كره كتنې د ټولنې د رئيسه هئيت او د خوشال فرهنگي ټولنې او د افغان ادبي بهير غړيتوب هم لري . د بدر چاپي اثار
ناچاپ اثار
اخځونه
|