نیله کوني کبر یا نیله چنګاښ Blue crab د کالینکتېس نسل (genus Callinectes) ده، د چنګاښ د کورنۍ ټول هغه غړو ته وېل کیږي چې د دیکاپودا په ډله (order Decapoda) کې شامل دي او همدا ډله د فیلوم ارتروپوډا (phylum Arthropoda) په نامه هم یادیږي. دا نوم په ځانګړې توګه د کالینکتېس ساپیدوس (Callinectes sapidus) او کالینکتېس هستاتوس (Callinectes hastatus) لپاره کاریږي. د غربي اتلانتیک سمندر غاړې دخوړو وړ (edible) عام چنګاښ ګڼل کیږي. په هغو سمندر غاړو کې ژوند کول خوښوي چې لاندې خوا ته پېچومی لري، خټه لري د سیندونو یو ځای کېدو ځایونو کې هم پیدا کیږي.

پاسه برخه یې نیله رنګ، لاندې خوا یې سپین رنګ لري، د بدن اوږدوالی یې تر ۷.۵ سانتي متره (۳ انچه) پورې او سور یا بر یې له ۱۵ تر ۱۸ سانتي مترهپورې رسیږي. د بدن د غړو هره خوا یې بهر ته وتلي ازغي ډوله شکل لري، په یو اړخ بل اړخ له سترګو تر پای پورې د ازغیو شمېر ۸ ده. پنځه جوړه ډبلې شوې پښې لري چې د لامبو وهلو وړتیا ورکوي. په مردار شوو ژو ځان تغذیه کوي. لاروای بچیان یې د زویېل (zoeal) په نامه له څو لاروای مرحلو تېریږي. له لاروال دورې وروسته د شکل تغیر (metamorphosis) کوي تر څو د چنګاښ شکل ته بدل شي.

تړلې لیکنې سمول

برنکل صدف