رنکل صدف Barnacle د سریپېد (cirripede) په نامه هم پېژندل کیږي. عمدتا له ۱۰۰۰ څخه زېات ډولونه لري، سمندري چنګاښونه دي، د سیریپېدیا فرعي ډله (subclass Cirripedia) کې ډلبندي شوي. برنکل بې حرکته ژوند لري، تقریبا ۲۶۰ ډوله یې د نورو چنګاښونو او سخت پوستو داخلي پرازیت دي. کله چې برنکل غټ شي د کلسیم په قاب (calcareous plates) پوښل شوي وي. په سمندري بیړیو، په سمندر کې پرېښودل شو لرګیو، ډبرو او یا غټو سمندري ژو لکه نهنګ پسې ځان نښلوي. په خپلې پېچکې چې د سیري (cirri) په نامه یادیږي واړه خواړه رانیسي.

سیریپېد یا برنکل هېرما فرودیت (hermaphrodites) دي په دې مانا چې په یو وخت کې دواړه نر او ښځه د نر او ښځې د مثل د تولید غړي لري. ځینې ډولونه یې خپله کې د جنسي نزدیکت لپاره سره نښلي چې په دې ډولونو کې نر او ښځه جلا وي خو په یوازې ځان هم کله کله د مثل تولید کوي. هغو لاروای بچیانو ته چې ازاد لامبو وهونکی ژوند لري نوپ لي (nauplii) نوم اخلي. مخکې تر دې په سایپریس (cypris) شکل بدل شي شپږ نوپ لیري (naupliar stages) پړاونه یا مرحلې ترسره کوي. سایپریس (cypris) یې هم لاروال دوره ده خو په دې دوره کې خپل ځان نه تغذیه کوي او په دې دوره کې د پروتین له مادې جوړ سره نښتی صدف ډوله پوښ لري. په لمړي انتن یا ښکر (antennules) باندې سمنټ شوی مرغړی لري، په خېټه پورې نښتې پښې (cirii) لري چې د لامبو وهلو لپاره یې کاروي. په سایپریس دوره کې ممکن خپل ځان په یو څه پورې ونښلوي او یا خپل ځان په یوه مېزبان (host) کې ځای کړي. معمولي برنکل چې د توراسیا ډله (order Thoracica) ده تقریبا ۸۰۰ ډولونه لري شپږ جوړه پښې لري، پوره یا نیم بشپړ شوی صدفي پوښ لري.

تړلې لیکنې سمول

امفای پوډ