امفای پوډ Amphipod ټول هغه بې شمزي یا غېرې فقاریه (invertebrate) چې د امفیوپودا ډله (order Amphipoda) او کروستاسیا په کلاس (class Crustacea) کې شامل دي، د سمندرونو په ټولو برخو کې، سیندونو، بندونو او د ځمکې لاندې برخه اوبو کې ژوند کوي. سمندري امفای پوډ چنګاښ د سمندر په ۹۱۰۰ متره (۳۰۰۰۰ فټه) ژوروالي کې پیدا کیږي. کوم چې په تازه اوبو او سمندر کې ژوند کوي په انګرېزۍ کې د سکډ (scuds) نوم هم ورته اخلي، او کوم چې د شګې لرونکو ساحلونو کې پیدا کیږي د شګې حشره یا د شګې ګونګټه (sand hoppers, or sand fleas) نومونه ورته اخلي. تر اوسه د امفای پوډ چنګاښ ۶۰۰۰ ډوله مطالعه شوي. تر ټولو سیمو د ډبریزو سمندر غاړو سره پرېمانه پیدا کیږي (په یو متر مربع ځای کې ۱۰۰۰۰ چنګاښ یا په یو فټ مربع کې ۱۰۰۰ چنګاښه شته وي). ډېر وخت یې ځینې خلک له اوبلن یا د اوبو ملخ (shrimp) سره توپیر نکوي ځکه چې یو بل ته ورته دي. امفای پوډ چنګاښ د کبانو، بې شمزیو (invertebrates)، د پنګوین مرغانو (penguins)، د سمندر غاړو د مرغانو یا د سیتاسیېن کبانو لکه ډولفین، نهنګ او داسې نور (cetaceans) لپاره اړین خواړه دي.

د امفای پوډ چنګاښ د بدن کچه له ۱ تر ۱۴۰ ملي متره (۰.۰۴ تر ۵.۵ انچه) پورې رسیږي. رونښانه رنګونه لري لکه ګلابي، سور، زېړ، شین او نیله. په خیټه کې درې جوړه ضمیمې لري چې امفای پوډ ته د چټکې لامبو وهلو وړتیا ورکوي. تر ټولو ښه ټوپ وهونکي یې د شګې ګونګټې (sand fleas) دي.

انتنونه یا ښکرونه (antennae) اوږده او وېښته لرونکي دي. سر او پای یې ډېر وخت لاندې خوا ته پای ته رسېدلي وي یا لاندې خوا ته تاو شوي وي. په انګرېزۍ کې یې د بدن جوړښت ته سیسیل (sessile) وایي (سیسیل بې خوځښته چنګاښ ته وایي چې ځای پر ځای ناست وي). د ځینو ډولونو خوله یې پنسونه او د خولې لګونې برخې لري, د هغو سمندري ژو پر سطحه پیدا کیږي چې بې شمزي دي او حرکت نکوي لکه سینیداریان (cnidarians). د سمندري ډول د یوې کورنۍ چېلوریدای (Cheluridae) غړي یې لرګي زدویي او تل له ایزوپود سره نښتي پیدا کیږي. د امفای پوډ چنګاښ برانشونه (gills) په یو ډول کاسې پوښل شوي وي چې د (coxae) په نامه یادیږي کوکسي (coxae) د حشرو د ورانه یا پتون پوښ یا هډوکي ته وایي.

د نر او ښځې د بدن جوړښت یې له یو بل سره توپیر لري: د نر د خېټې په دویمه برخه کې یې پښې اوږدې دي، د پښو دې جوړې ته په انګرېزۍ کې (gnathopods) وایي. نر یې خپل سپرم یا د سپرم توپونه (spermatophores) بهر ته پرېدي تر څو هغه هګۍ القاح کړي چې ښځې اچولې وي ( دښځې اچول شوې هګۍ او سپرم د دواړو له بدن څخه بهر القاح کیږي).

د هګیو شمېر یې له ۱ تر ۲۵۰ پورې وي، هګۍ یې له ۲ تر ۵۲ ورځو پورې په بچیانو بدلیږي او پیدا شوي بچیان یې له ۲ تر ۳۵ ورځو پورې د هګیو په کیسه کې پاتې کیږي. بچیان یې له یوې تر څلورو میاشتو مودې کې جنسي بلوغ ته رسېدای شي. د ځینې سړو اوبو ډولونه یې تر یوکال پورې ژوند کوي. د امفای پوډ چنګاښ جنیتیکي توپیر د ګرمو اوبو په پرتله په سړو اوبو کې زېات ده، له ۲۹۰ ډولونو څخه زېات یوازې د سایبریا په بایکال جهیل کې شته دي. فوسیلي امفای پوډ ډېر کم پیدا شوي تر اوسه یې ۶ فوسیلي نسلونه پېژندل شوي چې د ایوسېن وخت امفاپوډ دي (له ۴۸.۶ میلیونه تر ۵۵.۸ میلیونه کاله وړاندې تر منځ) فوسیلي نسلونه یې د اوسني کرنګونېکس (genus Crangonyx) نسل ته ورته والی لري.

تړلې لیکنې سمول

ښاپېرۍ ملخه

دا هم وگورئ سمول

شنشوبی