شنشوبی عام نوم یې (lavender) ده، لویندر د بوټو د نسل نوم ده کوم کې چې ۴۷ ډوله بوټي دي او ټول د لمیاسیای کورنۍ (Lamiaceae) غړي دي. د زړې نړۍ ګل کوونکي بوټي دي او له کېپ وېرډ تر کنري ټاپو، له اروپا تر شمال ختیځې افریقا، د مدیترانې سیمې کې، له سوېل لوېدیځې اسیا تر د هند سوېل ختیځ پورې سیمو کې پیدا کیږي. د دې نسل ډېر غړي په معتدله اقلیم لرونکو سیمو کې د ښکلا د بوټو په توګه او پخلنځي کې د کارېدونکي بوټي په توګه کرل کیږي، له بوټو یې عطرو او بوي کې کارېدونکي تیل یا غوړ هم وېستل کیږي. تر ټولو زیات کرل کیدونکی غړی یې (Lavandula angustifolia) ده.

دواړه د لنډ وخت او تر دوه کالو پورې ژوند کوونکي بوټي لري. په نسل کې یې د پاڼو شکل له یو بل سره توپیر لري په ځینو کرل کېدونکو بوټو کې یې د پاڼو شکل ساده ده. په ځینو ډولونو کې یې پاڼې د ارې غاښ ته ورته شکل لري. په ډېرو ډولونو کې یې پاڼې په ډېرو نازکو نریو وېښتو پوښل شوې وي، یادو وېښتو ته د (indumentum) نوم اخیستل کیږي کوم چې نري نازک ازغي ته ورته شکل لري.

ګلان یې په یو میخ ډوله نری ساقه کې شنه کیږي په ځینو ډولونو کې نرۍ وړې سنبلچې ته ورته څانګې کوي او په ځینو ډولونو کې د ګل چار چاپېره وړې پاڼې کوي. د ګل رنګ یې نیله، بنفش یا بانجاني رنګ او یا هم ګلابي رنګه بنفش وي خو ډېر وخت تور ته ورته ارغواني رنګ لري.

څېړنې په تیلو کې یې ۲۶ % انالول (linalool)، همداسې ۸% کرایو فیلین (caryophyllene) موجود وي. د شنشوبي تیل په لمړۍ نړیواله جګړه کې په روغتونونو کې هم کارېدلي. د تشویش کمولو او په خوب کې د نارامۍ ختمولو لپاره یې څېړنې روانې دي خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

د شنشوبي تیل یا غوړ کرنه یې د تیلو وېستلو لپاره کیږي. تېل یې عفوني ضد ( antiseptic) او د پړسوب ضد (anti-inflammatory) ځانګړنې لري همداسې د میاشو ضد توکو په توګه په پوستکي کارېدای شي په دې مانا چې که په پوستکي وکارول شي میاشي مو نه چیچي. په شامپو، صابون او د بدن مینزلو جیلو کې یې تیل د معطره کېدو لپاره کاریږي. د انګلستان د ډول (Lavandula angustifolia) تیل یا غوړ یې په عطرو، ارایشي موادو کې، واسیلینو او په پوستکي کارېدونکو کریمو کې کاریږي. د المان شنشوبی هم انګلستان ته ورته ځانګړنې لري خو په تیلو کې یې د هایدرو کاربن کچه (terpenes) زیات کافور یا کامفور (camphor) موجود دي.

د (Lavandula × intermedia) ډول یې د دوېمې کچې تیل لري او د (L. angustifolia and L. latifolia) دورګه بوټي ګڼل کیږي خو د انګلستان له شنشوبي یې ګلان غټ او بوټي یې په اسانۍ رېبل کیږي مګر تیل یې کم خوږ بوي لري.

پخلنځي کې کارونه د انګلستان (L. angustifolia ‘Munstead) ډول یې په پخلنځي کې تر ټولو زیات کاریږي، د کارونې موخه یې خواړه معطره کول دي، خوند یې لیمو ته ورته ده، د مسالې په توګه کاریږي او یا لکه مالګه یا د وچ مرچ په څېر په پاستا، سلات او نورو خوړو دوړول کیږي. غوټۍ یې په چای کې کاریږي.

ګلان ګلان یې د لوړې کچې شیره لري له کومو چې شات جوړیږي. د مدیترانې په سیمه کې ترې (Monofloral honey) شات تولیدیږي. ګلان یې د خوږو په توګ په کیک کې هم کاریږي، بوره هم ترې جوړیږي.

روغتیا د متحده ایالتونو کې (National Institutes of Health NIH) ادارې په خوړو او درملو کې د شنشوبي کارونه بې زیانه ګڼلې. په ورته وخت کې یاده اداره اومیندواره او تی ورکونکو ښځو ته د شنشوبي کارونې سپارښتنه نه کوي ځکه چې تراوسه یې اغیز په تی ورکوونکو او اومیندواره ښځو نده مطالعه شوی. د کم عمره کوچنیانو لپاره د احتیاط سپارښتنه کوي، که چېرې د شنشوبي تیل کم عمره کوچنیان وکاروي تیان یې ناڅاپه بې کچې وده کوي او یو ډول ذهني بې نظمي پیدا کولای شي یادې ناروغۍ ته په انګرېزۍ کې (gynecomastia) نوم اخلي کومه چې هورمون کې د توازن د نشتوالي له امله رامنځته کیږي. یاده اداره وایي چې د شنشوبي تیل د پوستکي سوزی پیدا کولای شي او که چېرې د خولې له لارې وخوړل شي نو زهري کیدای شي.

په ۲۰۰۵ کال کې بیانیه خپره شوه چې د شنشوبي غوړ یا تیل د پوستکي لپاره بې زیانه دي خو په وروستیو کې یوې بلې څېړنې موندلې چې د شنشوبي تیلو کې لینا لیل اسیټېټ (linalyl acetate) د پوستکي د حجرو لپاره زهري دي. کمه اندازه د پوستکي پړسوب هم پیدا کولای شي.

کرنه په وچه خاوره، شګه یا وچې شګې لرونکې خاوره کې ښه شنه کیږي او لمر ته اړتیا لري. ټول ډولونه یې لږسرې ته اړتیا لري او یا بې سرې شنه کیږي مګر د هوا دوران ورته اړین ده کوم ځای چې بند وي او د باد لږېدنه نه وي ممکن سمه وده ونکړي. په لنده خاوره کې یې کرنه په ریښو کې د فنګسي ناروغیو لامل ګرځي. په هغه خاوره کې چې تېزابیت یا القلي کېدنه (pH) یې د ۶ او ۸ ترمنځ وي تر ټولو ښه وده کوي. ډېر بوټي یې په لاس رېبل کیږي او رېبلو وخت یې له کارونې سره تړاو لري.

د انګلستان شنشوبی چې د ډول علمي نوم یې (Lavandula angustifolia) ده په لمړۍ کچه او په دوېمه کچه د مصر شنشوبی علمي نومونه یې (L. stoechas, L. dentata, and L. multifida) تر ټولو زیات کرل کیږي. طبیعي شنه کېدونکي ډولونه یې بې زیانه دي خو کله کله په کرنې یرغل کوونکي دي د بېلګې په توګه د استرالیا شنشوبی علمي نوم یې (Lavandula stoechas) ده په استرالیا کې له ۱۹۲۰ لسیزې زیان رسونکی بوټی ګڼل کیږي او په پرېمانه کچه په استرالیا کې په طبیعي توګه شنه کیږي. د هسپانیا په ځینو برخو کې هم زیان رسونکی بوټی ګڼل شوی.

د نوم ریښه د انګرېزۍ (lavender) نوم یې ګمان کیږي چې له پخواني فرانسوي (lavandre) لفظ څخه اخیستل شوی وي او د فرانسوۍ ژبې لفظ د لاتین له (lavare) لفظ څخه کوم چې مینزلو ته رجوع کوي، د یاد بوټي پاڼې په څښاک کې کارېدو ده ته رجوع کوي. په بوټپوهنه کې یې نوم (Lavandula) ده.

کېنګډم پلانټای (Plantae)، کلېډ انجیو سپرم، اسټیریډ، اوډیکوډ (Angiosperms, Asterids, Eudicots)، ډله لامیالز (Lamiales)، کورنۍ لمیاسیای (Lamiaceae)، فرعي کورنۍ نېپې تو ایدیای (Nepetoideae)، قوم یا قبیله اوسیمیای (Ocimeae)، نسل لاوېندولا (Lavandula).

په تاریخ او کلتور کې پخوانیو یونانیانو ورته نردوس (nardus) نوم اخیسته او نوم یې د سویې له ناردا (Naarda) ښار اخیستی وو، د نارد (nard) په نامه هم پېژندل کېده. پخوا عیسویانو په خپله کلیسا کې د مقدس ګل په توګه کاروه. پخواني روم کې یو پونډ ګلان (pound) په ۱۰۰ دیناره پلورل کېدل – پونډ (pound) پخواني روم کې د کچې واحد وو. په دې وخت کې ۱۰۰ دینار د یوه کس د یوې میاشتې معاش وو او یا هم د یوه ډم د ۵۰ کسانو د وېښتو خرولو پیسې وې. وروسته پرې لاتیني نوم (lavandārius) کېښودل شو او یاد لفظ له (lavanda) څخه اخیستل شوی مانا یې ” مینزونکی ” ده فعل یې (lavāre) ده مانا یې مینزل دي.