شکودا ۹ ټې اړ

شکودا ۹ ټې اړ
Škoda 9 TR
هېواد چېکوسلواکيا
د موټر جوړونکي Škoda
د موټر ډول ترالي بس (برېښناگاډي)

شکودا ۹ ټې اړ (په چېکي: Trolejbus Škoda 9TR) یو برېښناگاډي یا ترالي بس دي چی د ۱۹۶۰ کال څخه تر ۱۹۸۰ کال پورې په چېکوسلولکیا کی جوړېده او د نړۍ تر ټولو گڼ شمیر لرونکي ترالي بس وو.

تاریخ سمول

شکودا ۹ ټې اړ په ۵۰ کلو کی طرح شو او لمړني موډل یی په ۱۹۵۸ کال کی جوړ شو. دغه ترالي بس په ۷۰ کلو کی شوروي اتحاد، پولنډ، بلغاریا، هندوستان او افغانستان ته صادر شو.

شکودا ۹ ټې اړ په افغانستان کی سمول

 
چېکي برېښناگاډی په کابل کی

د کابل د ترالي بس ترانسپورت په ۷۰ کلو کی د چېکوسلواکيا په مرسته جوړ شو. په دی وخت کی ترالي بس د کابل ترانسپورټ تر ټولو ارزانه وسیله وه.تر ۱۹۷۹ کال پورې لمړنی خط جوړ شو دغه برېښناگاډي لاره د پامير سینما څخه سیلو ته غزیدلی وه. په دی کال کی ۲۵ ترالي بسونه د کابل د خلکو په ورک کی ورکړل شول. تر څو کلو وروسته دوې نوی لارې جوړې شوې او ۵۱ ترالي بسونه د چېکوسلواکیا څخه کابل ته صادر شول .کله چی په ۱۹۷۹ کال کی جگړه پېل شوه نو څو ترالي بسونه د بمونو پواسطه ویچاړ شول. په دی وخت کی په کابل کی هېڅ مستریان نه ول نو افغانانو خراب شوي ترالي بسونه نه ترمیمولی خو لازمې برخې یی د ترمیمولو لپاره د نورو ترالي بسونو څخه لاس ته راوړل.په ۱۹۹۲ کال کی وروستی ترالي بس له منځه ولاړي.

سرچينې سمول