شکريه بارکزۍ (په انگرېزي: Shukria Barakzai) چې پخوا ېې نوم شکريه بارک (Shukria Barak) و د افغانستان د بارکزيو د ټبر لقب ېې ځانته غوره کړ . دا په کال 1350م هـ لمريز کې د کابل په ښار کې وزېږېده .

شکريه بارکزۍ

زده کړې

لومړنۍ او منځينۍ زده کړې ېې له 1356م لمريز کال څخه د ملالۍ لېسې کې پيل کړي او په کال ۱۳۶۸م لمريز کې د کابل پوهنتون د کرهڼې پوهنځۍ ته ورغله . شکريه بارکزۍ د زده کړو په لړ کې يوه فعاله د نجونو د سپورټ څانگې غړې او د وخت په جبري سياسي ټولنو کې ېې غړيتوب او فعاليت درلود . د ژورناليزم څو مياشتيني کورسونه ېې هم کړي دي .

دندې

د اينه زنان په نامه اوونيزې مسوله چلوونکې او په مختلفو ان جي اوُو گانو او موسسو کې ېې دندې ترسره کړي . برسېره پر دې په ۲۰۰۳م زېږدي کې د افغانستان د حکومت لخوا جوړې شوې لويې جرگې کې گډونواله وه همداسې ېې د پېژندگلوۍ له کبله ولسي جرگې ته لار پیدا کړه چې تر ننه پورې همغه ځای کې د کابل ولايت د ښځو په استازيتوب دنده لري .

مدني حالت

 
شکريه بارکزۍ

واده ېې کړی او درې لوڼې لري . اوسمهال په کابل کې مېشته ده .

سرچينې

http://en.wikipedia.org/wiki/Shukria_Barakzai http://www.shukriabarakzai.com/index-1.html Archived 2010-11-21 at the Wayback Machine.