شيطاني کانټار

Beelzebufo
شيطاني کانټار
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه دوه ژوندوي
طایفه چونگښې
کورنۍ Leptodactylidae
څېرمه کورنۍ Ceratophryinae
جنس Beelzebufo

شيطاني کانټار (علمی نوم: Beelzebufo) د کانټارانو څخه تر ټولو ستر کانټار وو چې ۷۰ میلیونه کاله مخکې په مادغاسکر کې یې ژوند کاوه. که څه هم فُسیلونه یې په ۱۹۹۳ کال کې د لرغوني ژوند پوه David W. Krause لخوا کشف شو خو د فسیلونو توصيف په ۲۰۰۸ کال کې د طبیعت پوهانو Susan E. Evans, Marc E. H. Jones Krause لخوا تر سره شو.

توصيف سمول

شيطاني کانټار د غوښه خورونکو ژويو څخه وو چې د Leptodactylidae په کورنۍ او د Beelzebufo په جنس اړه لري. اوږدوالی یې ۴۱ سانتیمتره او وزن یې ۴،۵ کیلوگرامه وو.