شيبه راډيو

شېبه راډیو یوه خپلواکه، ناپېلې، راډیو ده چې د افغانستان په لر و بر کې اورېدل کېږي. دا رادیو کابل ولایت کې په 99.9، کندهار کې په 104.3، هرات کې په 104.3، بلخ کې په 104.3، او ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې په 101.7 اېف اېم څپو اورېدل کېږي. شیبه راډیو په داسې حال کې فعالیت پیل کړ چې افغانستان یوې داسې ناپېیلې رسنۍ ته اړتیا لرله چې د هېواد د ملي اجنډا په چوکاټ کې بې تعصبه، ګټورې او خوندورې خپرونې وړاندې کړي. یعنې د معلوماتو د وړاندې کولو انداز، معیار او کیفیت یې بې‌ساری او لوړ وي. شیبه راډیو د هېواد په ۳۴ ولایتو کې نشرات لري چې ۳۵ ميلیونو ته يې اورېدونکي رسېږي. شیبه راډیو په پښتو او دري ژبو بېلابېلې خبري، ښوونیزې، کلتوري، اسلامي، معلوماتي او تفریحي خپرونې وړاندې کوي.

لرلید سمول

شیبه راډیو تر ټولو باوري غږ دی.

موخه سمول

شیبه راډیو خپلو اورېدونکو ته سم معلومات، دقیق او پر وخت خبرونه، د خبرو اترو متوازن چوکاټ او سالمې تفریحي خپرونې په نوښتګر انداز کې وړاندې کوي.

ارزښتونه او لومړیتوبونه سمول

باور

موږ د خپلې رښتینولۍ، بې‌پریوالي او خپلواکۍ له لارې د خلکو باور ګټو.

مسلکي‌توب

زموږ کره‌والی، نوښت او خلاقیت زموږ د مسلکي‌توب ښکارندويي کوي.

معیار

اورېدونکی‌توب، بې‌تعصبي او د جنسونو ترمنځ برابري زموږ بنسټیز معیارونه دي.

تګلاره سمول

  • موږ پر افغاني دود، کلتور، تاریخ او نورو ملي ارزښتونو ټینګار کوو.
  • د اړتیاوو د بدلېدا په حال کې، موږ هم د خپلو اصولو پر بدلولو باور لرو.
  • موږ په افغاني ټولنه کې د سولې، عدالت، برابرۍ، ولسواکۍ او وروګلوۍ پلوي یو.
  • موږ د کره او بې‌پرې معلوماتو په وړاندې کولو سره خلکو ته د حکومت پر چارو د قضاوت زمینه برابروو.
  • موږ د بیان د ازادۍ او د معلوماتو شریکولو ته وده ورکوو.
  • موږ غواړو چې په سیمه‌ییزه کچه د یوې فعالې رسنیزې سرچینې په توګه له خلکو سره اړیکې ولرو.
  • موږ د خلکو د پوهاوي له پاره کار کوو او هغوی د افغانستان او نړۍ په هکله له تازه خبرونو او معلوماتو خبروو.

بهرنۍ تړنې سمول