شمس خوستى

صفت

ښاغلی شمس الله خوستى په کال ۱۳۵۴ لمريز کال کي د خوست ولايت په مركز متون ورغۀ كلي كې زېږيدلی دی . دغوايي كودتا په دريمه مياشت يې له خپلې كورنۍ سره له ډيورند ها خوا د سيدگيو سيمې ته هجرت وكړ، څو مياشتې يې دلته تېرې كړې ، له دې ځايه بيا له خپلې كورنۍ سره ميرانشاه ته وليږديد . لومړنۍ زده کړي يې د ميرانشاه سيمې د ډنډو په منځيني ښوونځي كې ترسره كړې او په همدې موده كې يې گلستان ، پنجكتاب ، خلاصه او ځينې نور ديني او د فارسي ادب كتابونه هم وويېل . د ثانوي زده كړو لپاره الفتح ليسې ته لاړ چې د ميرانشاۀ په ډنډو كلي كې وه . دغه ليسه دوه كاله په ميرانشاه كې وه ، خوستي ددې دوو كالونو په اوږدو كې د ليسې د لوستونو تر څنگ يو شمېر ديني فقي كتابونه ، د قران كريم ژباړه او ځينې نورې زده كړې په ځانگړې (شخصي ) توگه ترسره كړې ، خو كله مجاهدين افغانستان ته ننوتل ، نو ياده شوې ليسه هم خوست ولايت ته وليږدول شوه . شمس خوستي ترهغه مهال چې ددوى كډې خوست ته راتلې د خوست په ښار كې د خپلو لوستونو د ترسره كولو لپاره كرايي كوټه ونيوه او ۱۳۷۲ كې د همدې ليسې له دوولسم ټولگي څخه په خپل ولايت خوست كې فارغ شو . له دې وروسته يې د يو كال لپاره د خوست ولايت د غرغښت په عالي مركزي ليسه كې د ښوونكي په حيث دنده ترسره كړه ، له يو كال وروسته پېښور ته لاړ او د دعوت جهاد پوهنتون د ادبياتو پوهنځي ته بريالۍ شو. څه موده وروسته نوموړى پوهنتون له پېښور څخه د افغانستان پلازمېنې كابل ته وليږدول شو ، له دې امله چې په كابل كې دواك په سر خپلمنځي جنگونه وو ، نو شمس ونه شواى كولاى چې خپلو لوړوزده كړوته دوام وركړي ، نويې زده كړې پرېښودې او بيايې د خوست په ښاري ليسه كې چې اوس د(پوهاندعبدالحۍ حبيبي ) لېسې په نامه ياديږي د ښوونې د سپېڅلې دندې ترسره كول په غاړه كول واخيستل . شمس دطالبانوپه وخت كې د لومړي ځل لپاره د خپلو په گوتو شمار ليكوالانوا شاعرانوملگرو سره چې نېږدې اووه اتۀ تنه به وو د استقلال ادبي ټولنې بنسټ كېښود ، او بيا يې ( د دردونوتاړاك ) په نوم شعري ټولگه خپره كړه . خوستى په دې وخت كې د سمون مجلې مرستيال ، له خوست څخه په كابل كې د هېواد ورځپاڼې استازى ، د زده كوونكيو د ملي يوالي د جريدې مرستيال او د يو شمېر نورو جريدو كتنپلاوى په توگه كار كړى دى . پدې برسېره خوستي په كابل ، گردېز او خوست كې د چاپيدونكيو مجلو ، ورځپاڼو او اونيزو له لارې بې شمېره مطالب ،دابي ټوټې ، شعرونه او مقالې خپرې كړې او خپريږي . ښاغلى شمس الله خوستى څه دپاسه پنځه كاله وړاندې دخوست محلي راډيودنشراتومديرپه توگه په دنده وگمارل شو،خوڅه وخت وروسته يې په راډيوكې كارونه ډېرشول پخپله خوښه اوشوق يې دندې ته تغيروركړاودځان لپاره يې په همدې راډيوكې دوياندويۍ دنده غوره كړه او اوس دخوست په محلي راډيوكې دوياندويۍ ترڅنگ دخوست په محلي تلويزيون كې هم كاركوي اوهمدارازدخوست راډيوتلويزيون وېبپاڼې چلوونكي اوددې ولايت دخپلواكې فرهنگي ټولنې درهبري شورادغړي په توگه كاركوي . دراډيواوتلويزون كارونوترڅنگ يوشمېروېبپاڼولكه پېنوا ، اوټول افغان سره درېپوټونووركولو،اوله خوست وېب لپاره له سندرغاړوسره دمركواوځينونوروكارونوچوپړترسره كوي ،پدې برسېره د www.khostai.blogfa.com په نامۀ وېبلاگ هم لري چې خپل شعرونه ،ادبي ټوټې اومقالې پكې خپروي . بايد يادونه وكړو چې شمس الله خوستي خپلې زده كړې پدې ځاى پاى ته ونه رسولې ،په۲۰۱۳ كال كې دميونددلوړوزده كړوموسسې داقتصادله پوهنځي څڅه خوشى شو .

د شمس خوستي اثار سمول

۱ : ددردنوتاړاك  : شعري ټولگه چاپ ۲: دستاريكوف په نوم ناول : چاپ ۳ : دشمس اومدارونوپه نوم: شعري ټولگه چاپ ۴ : دښوونيزبنسټونو : كتاب چاپ ۵ : دكورني ژوند: كتاب چاپ ۶ : خوست به څنگه جوړوو،ترسرليك لاندې رساله ( خوست به څنگه جوړوو) نومي كتاب كې ددې ولايت دنوروليكوالوله نظرونوسره يوځاى چاپ ده ۵ : دادبي ټوټو، ټولگه ناچاپ ۶  : د دُرمودامان  : شعري ټولگه ناچاپ ۷ : اداره اوتجارت : ناچاپ ۸ : مالي محاسبه ناچاپ

اخځونه سمول

بياسمون يې : پخپله شمس خوستى : shams_khostai@yahoo.com or p8shams@gmail.com and +93 777279776

  1. http://samsoor.com/sheruna.php Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.