نجیب الله شفقیار د عبدالرحیم زوی ،د۱۳۲۹ه ش ددلوی په میاشت کی دکابل په شهرآراکی زیږیدلی ، په ۱۳۵۱ کال کی دافغانستان په رادیوکی دانونسراوبیادنطاق یاویاند په توگه اووروسته دټلویزیون اوراډیودویاند په توگه په کارگمارل شوی ( دزدکړودترسره کولوترڅنگ) په کال ۱۳۵۰ کی یی د«اصلاح »او«هیواد» له ورڅپاڼوسره دخبریال په توگه همکاری کوله ، په ۱۳۷۵ کال کی د«هیواد» دورځپاڼی دټولنیزوخپرونو مسوول ، بیا د«حقیقت انقلاب ثور»دورڅپاڼی کارکونکی ، بیاد«کار»جریدی مسوول مدیر اودصنفی اتحادیودخپرونو دریاست مرستیال ، بیاد « دوستی »دمجلی مسوول مدیراودسولی اوپیوستون دسازمان دخپرونودریاست مرستیال ، ورپسی د«جرگی »دمجلی مسوول مدیراودسرحدونودچارو دوزارت دخپرونړدریاست مرستیال، بیا ددغه وزارت دکادرونواوپرسونل ریس بیاد«سنا »دمجلی مرسیتال اوورپسی ددی مجلی مسوو ل مدیراودسنایا مشرانوجرگی دخپرونو مرستیال، او په پای کی د« نگاه » دجریدی مسوول مدیروو. له ۱۹۹۵ کال راهیسی په آلمان کی اوسی .واده یی کړی ، یوزوی اوڅلورلوڼی لری اواوس اوس دیوه آزاد ژورنالیست په توگه له آزادورسنیوسره همکاری لری .