شجاع رباني

شجاع رباني د افغانستان د مجاهدینو د نامتو مجاهد رهبر برهان الدین رباني چې د جمعیت اسلامي افغانستان رهبر گڼل کېږي؛ دویم زوی دی چې په پاکستان کې زوکړی دی. نوموړی د ډانس موزیک ماهر دی او په شارجه کې اوسي، هیله لري چې په خپل هیواد کې به د ډانس موسیقۍ ته وده ورکړای شي. دی وايي چې نوی البم یې، چې د جنورۍ په شپاړسمه بازار ته راووت، په فېسبوک کې تر ۷ لکو زیاتو خلکو خوښ کړی دی. ۳۵ کلن شجاع رباني وايي:«د افغانستان په شان هیواد کې چا په خپل عمر کې له جگړې پرته بل څه نه دي لیدلي . موږ ډېر کلونه سوله نه ده لیدلې. د موسیقۍ په وسیله خلک سره یوکېدای شي او د سولې لپاره کار کولی شي. موسیقي کومه ژبه نه لري. که ښه وي او پر غوږونو ښه ولگېږي خلک رایوځای کولی شي.» شجاع رباني په عین حال کې په دې راضي نه دی چې افغانان لا هم دودیزه موسیقي خوښوي او هغه موسیقي یې ډېره نه خوښېږي چې د موسیقۍ پرمختللي وسایل پکې کارول شوي وي. د متحده عربی اماراتو (دي نشنل) ورځپاڼه وايي چې شجاع الدین رباني په پاکستان کې زېږېدلی، په سعودي عربستان او افغانستان کې لوی شوی او له دوو لسیزو را په دې خوا په متحده عربي اماراتو کې اوسي. د ورځپاڼې د راپور پر اساس شجاع ۵ کاله په استرالیا کې درس ویلی خو د موسیقي رسمي زده کړې یې نه دي کړي. ده په متحده عربي اماراتو کې د «رباني ریکارډز» په نوم د موسیقۍ مرکز پرانستی چې په دغه هیواد کې لومړنی ثبت شوی رسمي شرکت دی.

دا هم وگورئ سمول

سرچینې سمول