شاپور ۲
دوهم شاپور | |
---|---|
زېږېدنه | ۳۰۹ |
مړينه | ۳۷۹ |
کوړنی | د ساسانیانو کورنی |
پلار | آذر نرسې |
پیرو | دوهم اردشیر |
شاپور ۲ یا دوهم شاپور (په پهلوي ژبې کې: - تلفظ:شَهپُهْر )د ساسانیانو د حکمرانانو څخه وو چې د ۳۰۹ کال څخه تر ۳۷۹ کال پوري یی حکومت کاوه. پلار یی دوهم هرمز وو. دوهم شاپور د روم د امپرطوری په خلاف ډېرې جگړې وکړې او په مسیحیانو یی هم ظلمونه کوله.
د شاپور حکومت
د شاپور پلار دوهم هرمز تر وفات وروسته یو قیام پېل شو او د شاپور ورور آذر نرسې چي د ساسانیانو پاچا شو د اشرفانو لخوا ووژل شو. د آذر نرسې تر وژلو وروسته بهرام کوشانی چی د قیام لارشود وو د دوهم هرمز د مملکې سره یی واده وکړه. شاپور تر قیام وروسته زېږېدلی وو او د ساسانانو حکمران شو او بهرام کوشانی د شاپور ساتونکی شو. کله چی شاپور ۱۶ کلو وو نو هغه د شاهی پر تخت کښیناست. د شاپور د حکومت په وخت کی زرتشتيت رسمی دین شو او د اوېستا د کتاب لیکنه بشپړه شوه. کله چی د روم په امپراطوری کی عیسویت رسمی دین شو نو شاپور په مسیحیانو باندی ظلم کول پېل کړل.
د شاپور جگړې
په ۳۰ کلنو کی شاپور په ځانگړی ډول د عربانو په خلاف کوم چی په بین النهرین د ساسانیانو سرحد په خطر کی اچاوه ډېرې جگړې وکړی. په دی وخت کی عربانو شاپور ته د ذو الاکتاف لقب ورکړ. په ۳۳۷ کال کې شاپور د روم د امپراطوری سره د سولې تړون مات کړ (لغو وکړ) او پر ارمنستان او بین النهرین یی یرغل وکړ. مگر په ۳۴۴ کال کې په امیدا کې د شاپور پوځ د روم پوځ سره ونښت او د ساسانیانو پوځ ماته وخورله. په ۳۵۰ کال کې د پوندو قبیلو د شرقی ساسانیانو سرحد په خطر کی اچاوه. شاپور مجبور شو چی د روم د امپراطوری په خلاف جگرې پری وکړی او د خپل پوځ سره مشرقی سرحد ته ولاړ.