شاه عبدالعزيز دهلوي

المحدث شاہ عبدالعزيز دهلوي بن شاه ولي الله دهلوي (١٧٤٦/١٠/١١_١٨٢٤/٦/٥) هندي محدث وو، چي د اتلسمي پېړۍ مجدد پېژندل شوى. هغه د تصوف په نقشبنديه طريقه کي پير وو.

مخينه سمول

شاه عبدالعزيز د ١١٥٩ ه ق کال د روژې په ٢٥ د جمعې په ورځ(١٧٤٦/١٠/١١ز) په ډېلي کي وزېږېد. شاه عبدالعزيز د شاه ولي الله مشر زوى وو. د شاه ولى الله د وفات پر مهال ١٧ کلن وو. د خپل پلار په ځاى يې د حديثو تدريس پيل کړ، وروسته د ډېلي په محدث مشهور شو. هغه په حنفي مذهب پوري تړاو درلود. هغه يو محدث، مفسر او مجتهد وو.

ميراث  سمول

کارونه سمول

شاه عبدالعزيز قران کريم اردو ژبي ته وژباړه، کله چي اردو ژبي د فارسي ژبي ځاى ونيو. هغه د خپل پلار تفسير مکمل کړ. هغه له ٥٠-٢٠٠) پوري کتابونه وليكل.

کتابونه سمول

  • فتوا عزيزي
  • تحفه اثنا عشريه د شيعيت په رد ليکل شوی.
  • سر شهادتين
  • تفسیر فتح العزيزي په تفسير عزيزي مشهور ده
  • بستان المحدثين.

شاگردان سمول

  • مولانا حيدر علي له فیض اباد نه.
  • غلام علي دهلوي.
  • مولانا سيد شاه علي رسول قادري برکتی مهروی.
  • مولانا فضل الحق خير ابادی.
  • مولانا محبوب علي دهلوي.
  • مفتي صدر الدین ازورده.
  • مولانا محمد علي.
  • مولانا احمد علي.
  • مولانا کرامت الله.
  • محدث علیپوری.

وفات.  سمول

شاه عبدالعزيز رحمة الله عليه د١٢٣٩ هجري قمري كال د شوال د مياشتي په ۷ (۱۸۲۴/۶/۵) د ٧٨ کالوپه  عمر په ډېلي كي له دې فاني نړۍ سترګي پټي کړې.

دا هم وگورئ سمول