محمد شاهد خان آفریدی ( په اوردو ژبه صاحبزادہ محمد شاہد خان آفریدی ) (په انگرېزي ژبه Shahid Afridi) د کريکټ لوبې يو وتلی لوبغاړی دی.دی د کوهاټ په نوم د خيبر پښتونخوا سيمه کې يوې پښتني کورنۍ کې زېږېدلی ، خو ځان پاکستانی گڼي. شاهد آفریدی د پاکستان کريکټ لوبډلې ته ډېرې لاسته راوړنې راوړي .

شاهد آفریدی

مخينه

شاهد خان آفریدی چې په اوردو ژبه په افريدي نوم باندې يادېږي په کرېکټ کې يو د ولوليزې ځانتيا لرونکی لوبغاړی دی ، په لوبه کې تل په ولولې سره لوبېږي او د توپ ډنډه په ډېره تېزه سره کاروي .

زده کړې

شاهد خان آفریدی خپلې لومړنۍ زده کړې تر ۹م پورې ترسره کړي نورې لوړې زده کړې نه لري او بيا يې کريکټ لوبې ته مخه کړې .

لاسته راوړنې

کله چې دی په لومړي ځل د کريکټ په يوې ورځينۍ نړېوالې لوبې کې ورگډ شو نو يې د سريلانکا سره په لوبه کې په ۳۷ گېندونو د سلو شمېرې يا منډې جوړې کړي ، چې دا د تر ټولو تېزو منډو ريکارډ دی .