سیال په سیال (شبکه)
سیال په سیال (په انګلیسي: peer-to-peer) د کمپیوټری شبکې د جوړښت یو نوم دی. په دې ډول شبکو کې د کمپیوټرونو تر منځ سرور نشته او ټول کمپیوټرونه په ګډه او معادله توګه یو د بل سره عمل کوی. دا کمپیوټرونه هم د اخستونکې او هم د ورکونکې سرور په توګه کار کوي، پدې معنی چې هر کمپیوټر کولی شي د بل کمپیوټر معلومات وکاروي یا بل کمپیوټر ته معلومات واستوي. د شبکې هیڅ کوم کمپیوټر د شبکې د کنټرول او تنظیم په غاړه نلري.
دا ډول شبکې ترټولو ساده او چټکې جوړیږي.
د سیال په سیال شبکې جوړولو لپاره لاندې وسایلو ته اړتیا ده:
- د شبکې کارت
- کیبلونه.
- یو معیاري RJ45 ساکټ چې د کیبلونو پر سرونو نښلي.
- حب کچیرې غواړئ له دوو څخه ډیر کمپیوټرونه سره ونښلوئ.
- مناسب سافټویر : د مثال په توګه یوازې د وینډوز عملیاتي سیسټم کافي نشې کیدلای.
- د کلاینټ او سرور حالت برعکس، پدې طریقه کې شخصي کمپیوټر کولی شي پرته له سرور سره وصل شي او معلومات تبادله کړي.
د هارډویر تر نصبولو وروسته یو ښه عامل سیسټم لکه وینډوز، لینکس او یا داسې نور.. کافي دی تر څو شبکه جوړه او ګټه ترې واخستل شی.