سولگر

د ریاضیکي او منطقي عملیو تر سره کولو یو آله

سولگر یا کمپیوتر (په انګلیسي: Computer) د چارو دښوولو يو ټوليز ماشين دی چې اومتوكې (data) په خپلچاري توگه سمبالوي. كه څه هم د سولگر ميكانيكي بيلگې د انسانانو په ژوند كي د ډير پخوا څخه په تاريخ كي ثبت شوي دي خو د لومړي ځل لپاره بريښنايي سولگر ته د شلمي پيړۍ په نيمايي ۱۹۴۰-۱۴۵ كالونو كي پراختيا وركړل شوه. دغخه لومړني سولگر د يوې سترې خونې په كچه لوی وو او د اوسنيو سولگرونو په پرتله ېې د سلگونو سولگرونو برېښنا لگښت درلود.

د ناسااميس په څيړنيز مركزكي د كولمبيا بر سولگر

که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسولو لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی. مگر له شک پرته د نن ورځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د گټې اخيستو وړ گرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو: کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلومات

( (Data تر کار ((Process لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروگرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې. پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرگندوي:

  1. کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی.
  2. کمپيوټر هر ډول لومړني معلومات چې رقمي ((Digital اطلاعاتو ته د بدلون وړتيا ولري هغه پراسس او مني.
  3. کمپيوټر هغه ماشين دی کوم چې د پروگرام کولو وړتيا لري.
  4. کمپيوټر هغه ماشين دی چې د پروگرام کولو وړتيا لري.
  5. کمپيوټر هغه منطقي ماشين دی کوم چې د لومړنيو معلوماتو دتحليل او تجزيې وړتيا لري.
  6. کمپيوټر په ډير دقت او چټکتيا سره مسايل حلوي.
  7. کمپيوټر د ساتنځي(حافظې)لرونکی دی.
  8. كه چېري په ورکړل شوي پروگرام او يا لمړنيو ورکړل شوو معلومات


( (Data کې کومه غلطي يا اشتباه نه وي نو کمپيوټر حسابي او منطقي مسايل پرته له کومې غلطۍ او اشتباه حلوي.يا په بل ډول ،کمپيوټر مسايل د پروگرام او لمړنيو ورکړل شوو معلوماتو ((Data پر بنسټ حلوي.

کله ناکله به مو کمپیوتر ورو کیږی او سرعت یی ډیر کم وی.‌ نن ورځ اکثرا دا ستونزی د کمپيوټري ويروس له امله منځ ته راځی.

د کمپیوتر برخی

حافظه

د کنترول برخه

ننی او باندنی غړی

ماخذونه