سپينه کلی سپينه د یو کلي نوم دی، کوم چې د پکتيکا ولایت د چهاربران ولسوالي اړوند یو کلی دی. سپينه یو غرنی کلی دی، چې د غرونه یې د جلغوزو ونې لري او د خلکو اقتصاد یې هم تر ډيره د جلغوزيو له کاروبار سره تړلی دی. د یاد کلي د کورونو شمير تر ۱۲۰۰ پوري رسيږي. د سپينه د کلي خلک د خروټو له قبيلي څخه دي او په کلي کې بيا کوچني ډير قومونه شتون لري. لکه: طاوسخيل، هلکخيل، الله دادخيل، بخانخيل او نور..... له دي کلي سره اړوند ښاوخوا نور کلي هم شته چې عبارت دی له: نیامۍ، منصورکلا، سیدخیل او داسي نور... د سپینۀ کلی یو بازار لري چې د دوکانونو شمير یې تر ۲۰۰ پوري رسیږي. په Google Map کې د پیدا کولو لپاره دا کوډ ولټوئ. WV68+7RF Spinah