سټیون سونډهایم

سټیون سونډهایم
(انګلیسي: Stephen Sondheim د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سټیون سونډهایم
سټیون سونډهایم

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Stephen Joshua Sondheim د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۲ مارچ ۱۹۳۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
منهټن[۹]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 26 نومبر 2021 (91 کاله)[۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای هاليووډ[۱۰]
نيويارک[۱۰]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سکرين ليکوال
شاعر
ميوزيشن[۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۲][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سټیون جاشوا سونډهایم (زوکړه: د ۱۹۳۰ زکال د مارچ ۲۲ مه – مړینه: د ۲۰۲۱ زکال د نومبر ۲۶ مه) امریکایي سندره جوړونکی (کمپوزر) او ترانه لیکونکی و. نوموړی د موزیکال تئاتر په برخه کې د شلمې پېړۍ یو له مخکښو څېرو څخه و چې «امریکايي موزیکال یې بیاځلي اختراع» او سربېره پر دې یې په خپلو یو شمېر نندارو کې «هغه غیر منتظره موضوعات چې له سنتي موضوعاتو [ژانرونو] وړاندې مخینه یې لرله» د «موسیقي او له کماله ډکو بې مخینې پیچلو اشعارو » پر بنسټ نندارې ته وړاندې کړل. د هغه نندارې «د انساني تجربې زړه بوږنونکو او تیاره عناصرو» ته اړوندې کېدلې چې تر ډېره یې په کې د «دوه اړخیزو احساسي او مفکوروي» سندرو پرمټ د ژوندانه بېلابېل اړخونه رانغاړل. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سونډهایم خپل کار د West Side Story (۱۹۵۷ زکال) او Gypsy (۱۹۵۹ زکال) په نومونو باندې د موزیکال تئاترونو لپاره د اشعارو په لیکلو پیل کړ. چې له امله یې نوموړي خپل ژوند د تئاتر لپاره د موسیقي او اشعارو لیکلو ته وقف کړ: د نوموړي په مهمو آثارو کې، د غونډې په لار کې رامنځته شوې خندونکې چاره ( A Funny Thing Happened on the Way to the Forum ؛ ۱۹۶۲ زکال)، شرکت (Company؛ ۱۹۷۰ زکال)، حماقت (Follies؛ ۱۹۷۱ زکال)، د لنډې شپې میوزیک (A Little Night Music؛ ۱۹۷۳ زکال)، سویني تاډ: د فلیټ واټ شیطان ارایشګر (Sweeney Todd: The Demon Barber of Fleet Street؛ ۱۹۷۹ زکال)، له جورج سره په پارک کې د یکشنبې ورځ (Sunday in the Park with George؛ ۱۹۸۴ زکال) او په ځنګل کې (Into the Woods؛ ۱۹۸۷ زکال)؛ شاملېږي.

سونډهایم ګڼ شمېر جایزې ګټلې چې په کې د ټوني اته جایزې (له دې ډلې په ۲۰۰۸ زکال کې د ټوني د یو عمر د لاسته راوړونو جایزه)، د اوسکار جایزه، د ګرامي اته جایزې، د لورنس اولیویر جایزه، د پولیتزر جایره، د کنډې د مرکز ویاړ او همدارنګه د ولسمشرۍ د آزادۍ نښان شاملېږي. په براډوې او د لندن په وېسټ انډ کې د هغه په ویاړ دوه تئاترونه نومول شوي. د نوموړي له آثارو څخه په سینمايي اقتباس کې د ویسټ سایډ کیسه (۱۹۶۱ زکال)، سویني تاډ: د فلیټ واټ شیطان آرایشګر (۲۰۰۷ زکال) او په ځنګل کې (۲۰۱۴ زکال) په نومونو، فلمونه شاملېږي. [۱۹]

لومړنی ژوند او زده کړې سمول

سونډهایم د ۱۹۳۰ زکال د مارچ په ۲۲ مه د نیویارک ښار په یوه یهودي کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی د ایتا جنت («فاکسي»؛ کورنی نوم یې فاکس و؛ ۱۸۹۷-۱۹۹۲ زکال) او هربرت سونډهایم (۱۸۹۵-۱۹۶۶ زکال) زوی و. د هغه پلرنی بابا ایساک او انۍ یې روزا جرمني یهودان و؛ مورنی بابا او انۍ یې، جوزف او بیسي، ویلنیوس ښار ته اړوند لیتوانیايي الاصله یهودان و. پلار یې د مور له خوا طراحي شوې جامې تولید کولې. دغه سندرې جوړونکی د منهتن په لویدیځ کې را لوی شو او د مور او پلار له جلا کېدو وروسته د پنسلوانیا دولسټاون ته څېرمه را لوی شو. د میرل سکرست له خوا په لیکل شوې بیوګرافي (سټیفن سونډهایم: یو ژوند) کې هغه د هوسا ژوند لرونکو والدینو یوازني ماشوم بلل شوی چې د ۱۴۵ لویدیځ سنټرال پارک په سان ریمو کې یې ژوند کړی او د یو منزوي او له عاطفي پلوه په غفلت کې د را لوی شوي ماشوم په توګه توصیف شوی. هغه مهال چې دوی په نیویارک ښار کې ژوند کاوه، سونډهایم یې د فیلډسټون د اخلاقي کلتور په ښوونځي کې شامل کړ. نوموړي څو اوړي په اندروسکوګین کمپ کې تېر کړل. مور یې هغه په ۱۹۴۰ زکال کې د نیوریاک پوځي اکاډمۍ ته ولېږه. له ۱۹۴۲ زکال څخه تر ۱۹۴۷ زکال پورې یې د پنسلوانیا د بکس ښارګوټي په خصوصي کواکر امادګي ښوونځي کې زده کړې وکړې چېرې چې هغه په ۱۹۴۶ زکال کې د By George  په نامه خپل لومړنی موزیکال تئاتر ولیکه. له ۱۹۴۶ زکال څخه تر ۱۹۵۰ زکال پورې سونډهایم د ویلیامز په کالج کې زده کړې وکړې. نوموړی له دغه کالج څخه په اعلی درجه فارغ شو او د موسیقۍ په برخه کې یې د زده کړو دوه کلن فیلوشپ ترلاسه کړ. [۲۰][۲۱][۲۲]

سونډهایم له تئاتر سره هغه مهال چې ۹ کلن و د بارډوې موزیکال تئاتر د Very Warm for May په نوم نندارې له لیدو وروسته لیوالتیا پیدا کړه. سونډهایم څرګنده کړه: «پرده پورته شوه او یوه پیانو را څرګنده شوه». «ناظر تخته پاک را واخیست او هغه یې پاک کړ، کلیانې یې وشرنګولې. ما فکر وکړ چې دا هیجان پارونکي دي». [۲۳]

سونډهایم له خپلې مور کرکه لرله، چې ویل کېدل هغه ته له رواني پلوه ځورونکې چاره وه او مور یې هم د خپل ناکام ګډ ژوند غصه پر خپل زوی سړوله: «هغه مهال چې زما پلار خوشې کړه، هغې زه د هغه ځای ناستی کړم او هغه ډول یې له ماسره چلن کاوه چې له هغه سره به یې چلن کاوه، وهلم به یې او سپک کولم به یې. هغه کار چې هغې د پنځو کلونو لپاره ترسره کړ دا و چې له ما سره یې د خاورې په توګه چلن کاوه او بېرته به ځینې مهال زما لوري ته راتله». نوموړې د ۱۹۹۲ زکال په پسرلي کې مړه شوه او هغه یې د جنازې په مراسمو کې ګډون ونکړ. سونډهایم لا له وړاندې د نږدې ۲۰ کلونو لپاره له هغې لرې و.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د اوسکار دویم هامرشټاین له خوا روزل کېدل سمول

هغه مهال چې سونډهایم نږدې ۱۰ کلن و (د خپلو والدینو د جلا کېدو شاوخوا)؛ له جمیز هامرشټاین سره کلک ملګری شو چې د ترانه لیکونکي او ډارمې لیکونکي اوسکار دویم هامرشټاین زوی و. مشر هامرشټاین د سونډهایم پدر خوانده شو؛ هغه پر سونډهایم کلک اغېز وکړ او د هغه په زړه کې یې له موزیکال تیاتر سره لیوالتیا را وپاروله. سونډهایم له هارولډ پرینس سره ولیدل، هغه چې وروسته یې د سویلي پاسفیک په تیاتر کې  د نوموړي د ګڼ شمېر نندارو ډایرکټري وکړه او همدارنګه یې له ریچارډ رډوګرز سره د همرشټاین د موزیکال تیاترونو ډایرکټري هم کوله. د By George په نامه هغه کومیډي موزیکال چې نوموړي په جورج ښوونځي کې ولیکه د نورو سیالانو پر وړاندې یې بریالی و او د دغه ځوان ترانه لیکونکي پر ځان باور یې زیات کړ. هغه مهال چې سونډهایم له هامرشټاین څخه وغوښتل څو دغه موزیکال په داسې بڼه باندې و اروزي چې لیکونکی یې هېڅ نه پېژني، هغه وویل چې دا تر ټوله هغه بد څه دي چې ما لیدلي: «خو که غواړۍ وپوهېږۍ چې دا ولې بد دی، تاسو ته وایم». «هغوی د ورځې پاتې ټوله برخه د دغه تیاتر په لیدو تېره کړه او سونډهایم وروسته وویل «له هغې غرمې وروسته ماد ترانې لیکلو او موزیکال تیاتر اړوند هغه څه زده کړل چې ډیری یې په خپل ټول ژوند کې زده کوي». [۳۰]

همرشټاین د سونډهایم لپاره د موزیکال تیاتر د جوړولو اړوند یوه روزنیزه دوره طراحي کړه. هغه له دغه ځوان سندره جوړونکي څخه وغوښتل څو څلور موزیکال ولیکي چې هر یو باید یو شرط ولري: [۳۱]

  • د هغې ډرامې پر بنسټ چې پر هغه یې اغېز کړی؛ سونډهایم د جورج اس. کافمن او مارک کارنلي په اس باندې د سپاره ګدا (Beggar on Horseback) ډرامه غوره کړه (چې بیا په All That Glitters واوښته)
  • د هغې ډرامې پر بنسټ چې د هغه خوښېده خو فکر یې کاوه چې نیمګړې ده؛ سونډهایم د مکسول اندرسون High Tor غوره کړه
  • د داسې لنډې کیسې یا ناول پر بنسټ چې له وړاندې شتون لري خو لا د ډرامې په شکل نه وي راغلی چې هغه د (بدې سه شنبې) تر عنوان لاندې د مري پاپنز د ماشومانو د کیسو اثر غوره کړه، (چې موزیکال فلمونو او د سټیج پر سر نندارو ته اړوند نه و او وروسته بیا د شرمن وروڼو له خوا ثمر ته ورسېد)[۳۲]
  • یوه اصلي نسخه چې په Climb High واوښته.

یو له دغو موزیکالونو څخه په حرفوي بڼه تولید نه شو. High Tor  او Mary Poppins هېڅکله تولید نه شول؛ د High Tor د حقونو څښتن اجازه ورنکړه (په داسې حال کې چې د هغو یوه موزیکال نسخه د آرتور شوارتز له خوا په په ۱۹۵۶ زکال کې د تلویزیون لپاره تولید شوه) او مري پاپنز هم ناتمامه پاتې شو. [۳۳]

مړینه سمول

سونډهایم د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په ۲۶ مه د ۹۱ کلونو په عمر د زړه د رګونو د ناروغۍ له امله په راکسبري کې په خپل کور کې ومړ. د هغه همکار او ملګري جرمي سامز ویلي چې سونډهایم «د خپل مېړه (همجنسګرا و) جیف په غېږ کې ومړ». د ۲۰۲۱ زکال د ډسمبر په اتمه د براډوې تئاترونو هغه ته د درناوي په موخه د خپلو شپنیو خیمو څراغونه د یوې دقیقې لپاره مړه کړل.

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 119279207  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6n8785p — subject named as: Stephen Sondheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/12430 — subject named as: Stephen Sondheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/73276 — subject named as: Stephen Joshua Sondheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Stephen-Sondheim — subject named as: Stephen Sondheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/566541 — subject named as: Stephen Sondheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?7488 — subject named as: Stephen Sondheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/sondheim-stephen-joshua — subject named as: Stephen Joshua Sondheim — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Stephen Sondheim, Titan of the American Musical, Is Dead at 91 — د نشر نېټه: ۲۶ نومبر ۲۰۲۱ — سمونګر: Joseph Kahn — خپرونکی: The New York Times Company او A. G. Sulzberger — د خپرولو نیټه: ۲۶ نومبر ۲۰۲۱
  10. https://everythingsondheim.org/about/about-stephen-sondheim/
  11. BRAHMS artist ID: http://brahms.ircam.fr/stephen-sondheim — د نشر نېټه: ۵ اپرېل ۲۰۲۲
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb138999203 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2002159332 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  14. "Remarks by the President at Medal of Freedom Ceremony". whitehouse.gov (په انګلیسي ژبه کي). November 24, 2015. د اصلي آرشيف څخه پر August 28, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 23, 2019 – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "About Stephen Sondheim". Everything Sondheim (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في August 12, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 23, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Stephen Sondheim Biography and Interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement. مؤرشف من الأصل في December 19, 2016. د لاسرسي‌نېټه April 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په July 31, 2019 باندې). Hal Prince, Giant of Broadway and Reaper of Tonys, Dies at 91. The New York Times.
  18. "The Bard of Ambivalence". Jewish Currents (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 30, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Winners". www.tonyawards.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في October 3, 2021. د لاسرسي‌نېټه October 3, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Secrest book Archived August 28, 2017, at the Wayback Machine.The New York Times
  21. "A Stephen Sondheim Timeline". John F. Kennedy Center for the Performing Arts. مؤرشف من الأصل في May 26, 2021. د لاسرسي‌نېټه May 26, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په September 27, 2010 باندې). Still cutting it at 80: Stephen Sondheim interview.
  23. Henry, William A, III (December 7, 1987). "Master of the Musical; Stephen Sondheim Applies a Relentless". Time. د اصلي آرشيف څخه پر September 30, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 19, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په March 12, 2000 باندې). Conversations With Sondheim. The New York Times.
  25. King, Robert A., The Psychoanalytic Study of the Child (1972), Yale University Press, کينډۍ:ISBN, p. 310
  26. Secrest, p. 30
  27. Schiff, Stephen (2010). "Deconstructing Sondheim". The Sondheim Review. Sondheim Review, Inc. XVII (2): 17. ISSN 1076-450X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په March 20, 1994 باندې). Sondheim's Passionate "Passion". The New York Times.
  29. Secrest, p. 272, "Sondheim was in London when his mother died and did not return for her funeral."
  30. Zadan, Craig, Sondheim & Co., New York: Harper & Row, 1974 & 1986 p. 4 کينډۍ:ISBN
  31. (په October 5, 1998 باندې). Book review: Stephen Sondheim: A Life. The Nation.
  32. "Sondheim's Saturday Night at the Jermyn Street Theatre – MusicalCriticism.com (Musical Theatre review)". MusicalCriticism.com. د اصلي آرشيف څخه پر October 28, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 18, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Secrest, pp. 78–79