سټيف جوبز
سټېون پاول جابز (د ۱۹۵۵ د فبرورۍ ۲۴مه – د ۲۰۱۱ ز د اکتوبر ۵مه) یو امریکايی سوداګر، صنعتي طراح، پانګوال او د رسنۍ څښتن و. دی د اپل شرکت عمومي رئیس، اجرائیوي مشر او بنسټګر و. د پېکسار شرکت عمومي رئیس او لوی ونډهوال هم و او د پېکسار شرکت تر پېرلو وروسته، د والټ ډيزني شرکت د مدیره پلاوي غړی او د نېکزېټ شرکت بنسټګر، عمومي رئیس او اجرائيوي مشرهم تېر شوی دی. جابز د خپل لومړي کاروبار د همکار او د اپل له همکار بنسټګر سټیو وزنیاک سره یوځای، په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ ز کلونو کې د شخصي کمپیوټرونو د انقلاب سرلاری پېژندل کېږي.
سټيف جوبز | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | سان فرانسسکو |
مړینه | پالو التو |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [۳] |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
کار ورکوونکی | اپل شرکت |
ځانګړې کړنې | آيفون |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
جابز، د کلیفورنیا په سنفرانسیسکو کې زېږېدلی او په زوی ولۍ د نیولو لپاره وړاندې شو. د سنفرانسیسکو په خلیجي سیمه کې لوی شو. په ۱۹۷۲ ز کال کې ریډ کالج ته ولاړ او په همدغه کال یې کالج بېرته پرېښود. دوه کاله وروسته هند ته ولاړ او هلته د روڼاندۍ او د زین بوداییزم په اړه د زدهکړو په لټه کې شو.
جابز او وزنیاک په ۱۹۷۶ ز کال کې، د اپل بنسټ کېښود، تر څو وزنیاک (Apple I) شخصي کمپیوټر وپلوري. دوی دواړو یو کال وروسته، د (Apple II) کمپیوټرونو چې ډېر بریالي کوچني کمپیوټرونه وو، په ډېر تولید سره شهرت او ګټه ترلاسه کړه.
کله چې ده «نېکزېټ» شرکت وپېره، تر هغه وروسته په ۱۹۹۷ ز کال کې د اپل شرکت اجرائیوي مشر شو. دی تر ډېره د اپل له بېرته جوړولو سره د مرستې مسـؤل و، ځکه چې اپل له ماتې سره مخامخ و. ده له طراح «جوني لوی» سره نږدې کار وکړ، تر څو د محصولاتو تولید ته وده ورکړي، چې ډېرې فرهنګي اغېزې یې لرلې. دغه کار په ۱۹۹۷ ز کال کې، له «مختلف(متفاوت) فکر وکړه» تبلیغاتي کمپاین سره پیل شو، چې د ایمک، ایټونز، ای ټونز سټور، اپل سټور، ای پاډ، اې فون، اپ سټور او اپ ډور د جوړېدو لامل شو.
زېږېدنه
کله چې په ۱۹۵۴ ز کال کې شیبل او جندلي د سوریې په حمص کې له خپلې کورنۍ سره یوځای پسرلی تېر کړ، شیبل امېندواره شوه. د جندلي په وینا: شیبل قصداً دی پر دې امېندوارۍ نه و خبر کړی. دی وايي: «پرته له دې چې ما ته ووايي، دې زما په شمول هېڅوک پوه نهکړل او سنفرانسیسکو ته ولاړه، تر څو هلته زوی وزېږوي.»
جابز په سنفرانسیسکو کې وزېږېد او د زوی ولۍ د نیولو لپاره یې یوه ښځه او خاوند ورته انتخاب کړل، چې «کاتولیک، پوه او شتمن» وو، خو دې جوړې وروسته بیا خپل نظر بدل کړ. وروسته بیا جابز پاول او کلارا جابز ته وسپارل شو، چې یوه یې هم پوهنتون نه و لوستی او شیبل د دوی لهخوا د زوی ولۍ د نیولو لپاره د سند له لاسلیک نه ډډه وکړه. شیبل وروسته دا موضوع محکمې ته کش کړه، تر څو یې زوی بلې کورنۍ ته وسپاري. وروسته له دې چې دې جوړې ژمنه وکړه چې، د جابز د پوهنتون د زدهکړو لګښت ورکوي، پاول او کلارا ته یې د هغه ورکول ومنل. د سټیو د تره مشر زوی «بسما الجندلي» وايي چې: د جابز لومړی نوم عبدالطیف جندلي و.
مخینه
اصلي او منونکې کورنۍ
سټېون پاول جابز، د ۱۹۵۵ز کال د فبروري په ۲۴مه نېټه، د عبدالفتاح جندلي او جوان شیبل( Joanne Schieble )په کورنۍ کې وزېږېد او «پاول» او «کلارا جابز» په زوی ولۍ ومانه. [۴]
د جابز بیولوژیکي (اصلي) پلار «عبدالفتاح الجندلي» د سوریې د حمص ښار په یوه عربه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلی او لوی شوی دی. کله یې چې د لبنان په بیروت امریکايي پوهنتون کې زدهکړې کولې، یو فعال محصل و او څه موده د سیاسي فعالیتونو له امله بندي شوی هم دی. په ویسکونسین پوهنتون کې یې دوکتورا ته دوام ورکړ او هلته له «کارول شیبل» سره چې یوه سویسۍ او المانۍ کاتولیکه وه، ملګری شو. جندلي د دوکتورا د نوماند په توګه په هغې دورې کې مرستیال ښوونکی و، چې شیبل په کې محصله وه. د جابز بیولوژيکي خور «مونا سیمپسون» وايي چې: د شیبل مورنی نیکه او انا پر دې نه وو خوښ ،چې لور یې له یوه مسلمان سره اړیکه ولري. د سټیو جابز د ژوندلیک(بیوګرافي) لیکوال والټر ایزاکسون په دې اړه وايي چې: پلار یې شیبل ته وګواښېده، چې«له هغه سره اړیکې پرې کړي». [۵][۶][۷][۸]
«پاول رینهولډ جابز» چې سټیو جابز یې په زوی ولۍ منلی و، په ساحلي ګارد کې یې دنده لرله. د ساحلي ګارد له پرېښودو وروسته یې ، په ۱۹۴۶ ز کال کې، له «کلارا هاګوپیان» سره واده وکړ. کله چې کلارا له رحم د باندې امېندواره شوه [د حمل اخیستو یو ډول دی چې له رحم د باندې د رحم په تیوب کې تخمې سره القاح کېږي او له څه مودې وروسته د جنین د سقط سبب کېږي] د بچیانو زیږولو لپاره یې بیا هڅه ونهکړه او له دې امله یې، په ۱۹۵۵ ز کال کې ښه وبلله، چې بچیان په زوی ولۍ ونیسي. د کلارا هاګوپیان مور او پلار هغه کسان وو، چې د ارمانیا له نسل وژنې نه ژوندي پاتې شوي وو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
واده
جابز په لومړي ځل، په ۱۹۸۹ز کال کې خپله راتلونکې مېرمن لورن پاول، هغه مهال ولیدله چې، نوموړي د سټنفورډ د کاروبار په عالي ښوونځي کې وینا وکړه او لورن پاول هلته محصله وه. تر دې پېښې وروسته، ده وویل چې: لورن «د وینا د سالون په لومړۍ لیکه کې ناسته وه او ما سترګې نهشوای ترې اړولای، فکري تمرکز مې ګډوډېده او سرسام کېدم.» جابز تر وینا وروسته، له هغې سره په پارکېنګ کې وکتل او د شپې د ډوډۍ لپاره یې د باندې تګ بلنه ورکړه. تر هغه وخت وروسته، دوی له کمو مواردو پرته ،د ژوند تر پایه سره یوځای وو. [۱۳]
د جابز او پاول لومړی بچی ریډ و، چې د ۱۹۹۱ ز کال په سپتمبر کې وزېږېد. د جابز پلار «پاول» یو نیم کال وروسته، د ۱۹۹۳ ز کال د مارچ په پنځمه مړ شو. د جابز د ماشومتوب کور، د منظرې او نندارې لپاره هم یو ښه ځای دی، چې اوس مهال د هغه د میرې [ناسکه مور] مارلین جابز اړوند دی. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
جابز او پاول دوه نور بچیان هم لرل. «ارین» چې د ۱۹۹۵ ز کال په اګست میاشت کې او «ایو» چې د ۱۹۹۸ ز کال په مې کې زېږېدلې ده.
که څه هم جابز میلیاردر و، خو ویل یې چې، د بېل ګېټس په څېر به خپله ډېره شتمني بچیانو ته ورنهکړي. د تکنالوژۍ دغه مخکښان، په نورو کورنیو برخو کې هم سره ورته وو: دواړو د خپلو بچیانو له عمر سره وړ او مناسبو ټولنیزو رسنیو، کمپیوټري لوبو او انټرنېټ ته د هغوی لاسرسی محدوداوه.
مړینه
جابز د ۲۰۱۱ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه، د کلیفورنیا په «پالو التو» کې د ماسپیښين پر مهال شاوخوا ۳ بجې په خپل کور کې د پانقرانس غدې د نري رنځ(سرطان) له امله مړ شو او هغه یې، د ساه بندېدو سبب شوه. تر مړینې یوه ورځ مخکې بېهوښه شوی و او د ښځې، بچیانو او خویندو په مخ کې یې ساه وخته. خور یې «مونا سیمپسون» د هغه د مړینې په اړه داسې وایي: "د سټیو وروستي کلیمات یوازې یو غږ و، چې درې ځله یې تکرار کړ. تر مړینې وړاندې یې خپلې خور پتي، بیا ډېر وخت خپلو بچیانو، خپلې مېرمنې، لورانو او ټولو ته وکتل. وروستي کلمات یې «اه وای، اه وای، اه وای» وو." وروسته بېهوښه شو او څو ساعته وروسته مړ شو. د ۲۰۱۱ زکال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه، د تدفین تر کوچنیو او خصوصي مراسمو وروسته خاورو ته وسپارل شو.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
مخينه
جابز په سنفرانسسکو کې زېږېدلی و . دی د پال او کلېرا جابز لخوا د گڼل شوي زوي په توگه اخيستل شوی و . د جابز اصلي پلار يو د سوري هېواد مسلمان و چې نوم ېې ابو الفتح جان جاندالي و.
اپل (Apple) پيل
ډسني او پکزار کمپنۍ سره تړاؤ
شخصي ژوند
پنځونې لاسته راوړنې
د آی فون راوېستل
پاتې ژوند او مړينه
سر چينې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118868284 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://apnews.excite.com/article/20111011/D9Q9T1D00.html
- ↑ http://www.bbc.co.uk/news/business-15194716
- ↑ "Steve Jobs: adopted child who never met his biological father". Daily Telegraph. October 6, 2011. ISSN 0307-1235. بياځلي په September 18, 2018.
- ↑ "The 'father of invention'". Saudi Gazette. January 18, 2011. خوندي شوی له the original on July 1, 2015. بياځلي په June 27, 2015.
- ↑ Graff, Amy (November 18, 2015). "Social media reminds us Steve Jobs was the son of a Syrian migrant". SFGate. Hearst Communications. بياځلي په May 19, 2016.
- ↑ Baig, Edward C. "Steve Jobs' biological father was Syrian migrant, some note". USA Today. بياځلي په February 14, 2020.
- ↑ Meer, Ameena (Summer 1987). "Artists in Conversation: Mona Simpson". Bomb (20). خوندي شوی له the original on July 9, 2015. بياځلي په July 7, 2015.
- ↑ Shankland, Stephen. "'Steve Jobs' biography: A wealth of detail". CNET.
- ↑ Strochlic, Nina (April 23, 2015). "Steve Jobs Took the Armenian Genocide Personally". The Daily Beast – via www.thedailybeast.com.
- ↑ Isaacson, Walter (2015). Steve Jobs. Simon and Schuster. ISBN 9781501127625. p. 2
- ↑ Pappas, Gregory (April 23, 2015). "Steve Jobs' Almost Greek Connection and the Late Apple Founder's Connection to the Armenian Genocide and the Smyrna Catastrophe".
- ↑ "Steve Jobs: The Exotic And Tragic Family History of Apple's Late Visionary". HuffPost UK. 28 August 2012. بياځلي په 2021-06-07.
- ↑ Brennan, Chrisann (2013). The Bite in the Apple: A Memoir of My Life with Steve Jobs. New York: St. Martin's Press. p. 15. ISBN 9781250038760.
- ↑ Markoff, John (October 5, 2011). "Steven P. Jobs, 1955–2011: Apple's Visionary Redefined Digital Age". The New York Times.
- ↑ Isaacson, Walter (2011). Steve Jobs. Simon and Schuster. ISBN 9781451648546. pp. 3–4
- ↑ "Even family life was full of drama - Latest News | Gadgets Now". Gadget Now. بياځلي په February 14, 2020.
- ↑ "Steve Jobs: A tribute to the cousin I never met". gulfnews.com.
- ↑ Markoff, John (October 5, 2011). "Steven P. Jobs, 1955–2011: Apple's Visionary Redefined Digital Age". The New York Times.
- ↑ "Rare Pancreatic Cancer Caused Steve Jobs' Death" (Press release). Voice of America. October 7, 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په January 24, 2012. بياځلي په October 7, 2011.
- ↑ Rushe, Dominic (October 6, 2011). "Steve Jobs, Apple co-founder, dies at 56". The Guardian. UK. خوندي شوی له اصلي څخه په June 19, 2013.
- ↑ Gullo, Karen (October 10, 2011). "Steve Jobs Died at Home of Respiratory Arrest Related to Pancreatic Cancer". Bloomberg L.P. خوندي شوی له the original on February 10, 2012. بياځلي په February 10, 2012.
- ↑ Simpson, Mona (October 30, 2011). "A Sister's Eulogy for Steve Jobs". The New York Times. بياځلي په October 30, 2011.
- ↑ Simpson, Mona (October 30, 2011). "A Sister's Eulogy for Steve Jobs". The New York Times. بياځلي په October 30, 2011.
- ↑ Ian Sherr; Geoffrey A. Fowler (October 7, 2011). "Steve Jobs Funeral Is Friday". The Wall Street Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په August 13, 2013.