سوزاني لينګر

سوزاني کترینا لينګر (۲۰ ديسمبر ۱۸۹۵ – ۱۷ جولای ۱۹۸۵ز کال ) یوه امريکايۍ فيلسوفه، لیکواله او روزونکې وه او پر ذهن د هنر د اغېز په اړوند د خپلو اندونو له امله یې زيات شهرت موندلی. نوموړې د امريکا په تاريخ کې لومړۍ ښځه وه چې په فلسفه کې يې اکاډميک تخصص تر لاسه کړ او لومړۍ ښځه وه چې په عام ډول او له مسلکي اړخه د يوې امريکايۍ فيلسوفې په توګه پېژندل شوې وه. لينګر د «Philosophy in a New Key» (فلسفه په يوه نوې کيلي کې) په نوم د خپل کتاب له امله شهرت لري چې په ۱۹۴۲ز کال کې يې لیکلی و، د دې کتاب د لړۍ په څېر د نوموړې دویم کتاب په ۱۹۵۳ز کال کې د «احساس او بڼه: د هنر يوه نظريه» خپور شو. په ۱۹۶۰ز کال کې، لينګر د هنر او علومو د امریکايي اکاډمۍ همکاره وټاکل شوه.[۳][۴]

سوزاني لينګر
سوزاني لينګر
سوزاني لينګر

د شخص مالومات
پيدايښت
منهټن   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
رکنیت د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي [۱]  ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون (–۱۹۲۶)[۲]  ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تخصص تعلیم فلسفه   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه د ذهن فلسفه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ

ژوند

سمول

مورنی نوم يې «سوزانی کاترينا ناوت، لينګر» و، نوموړې د نيويارک، د منهاتن لوېديځه څنډه کې ستره شوې وه. پلار يې «انتوني ناوت» يو څارنوال و، د مور نوم يې «ايلسي اولچي» و چې دواړه د المان کډوال وو. که څه هم هغه په امريکا کې زېږېدلې وه، د لينګر مورنۍ ژبه الماني وه، ځکه چې د هغې د ځوانۍ پر مهال د هغې په کور کې خامخا په الماني ژبه خبرې کېدې او له همدې امله په ټول ژوند کې د هغې په خبرو کې د الماني ژبې لهجه څرګنده پاتې شوه. هغه په بشپړ ډول د ابتکار او هنر تر اغېز لاندې وه، په ځانګړي ډول د موسيقۍ له لارې. هغې پيانو او سيلو (د موسيقۍ الې دي) غږول زده کړل او د ژوند تر وروستيو پورې يې «سيلو» غږوله. د نجلۍ توب پرمهال به لينګر د سترو شاعرانو د آثارو او کوچنيانو د دوديزو تالونو او نکلونو له لوستلو خوند اخيست. په همدې ډول له لوستلو او ليکلو سره د هغې مینه په جوش راغله او ډېر ځله به يې په خپله شعرونه او کيسې ليکلې، څو خپلو خوېندو او وروڼو سره ساعت تيري وکړي. له طبيعیت سره د هغې مینه هغه مهال پيل شوه، کله چې د هغې کورنۍ د دوبي موسم په «ليک جورج» کې په خپله جونګړه کې تېراوه. هغې له «وليام ليونارډ لينګر» سره واده وکړ چې په ۱۹۲۱ز کال کې په هارورډ کې د زده کړې پر مهال د هغې ملګری محصل و، همدا کال دوی د اطريش ويانا ته د زده کړو لپاره ولاړل. دوی دوه زامن درلودل او په ۱۹۴۲ز کال کې له طلاق مخکې بېرته د ماساچوسټ کامبريج ته ولېږدېدل. نوموړې د ۱۹۸۵ز کال د جولای مياشتې په اولسمه نېټه مړه شوه.[۵][۶]

زده کړه

سمول

د هغې په لومړيو زده کړو کې د نجونو «ويلټاين» ښوونځي ته تګ، يو خصوصي ښوونځي ته تګ او تر څنګ کې په کور کې زده کړې شاملې دي. په ۱۹۱۶ز کال کې لینګر په «راډکليف» کالج کې داخله شوه. په ۱۹۲۰ز کال کې يې د لسانس سند تر لاس کړ او په فلسفه کې يې په هارورډ کې لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. له دې ځایه يې په ۱۹۲۴ز کال کې د ماسترۍ ديپلوم تر لاس کړ او په ۱۹۲۶ز کال کې يې دوکتورا بشپړه کړه. هغه له ۱۹۲۷ څخه تر ۱۹۴۲ز کال پورې په راډکليف کې د فلسفې ښونکې وه. د یو کال لپاره يې د «ډالوير» په پوهنتون کې د فلسفې استادي وکړه او په کولمبيا پوهنتون کې يې دا دنده د پنځو کلونو لپاره تر سره کړه (۱۹۴۵-۱۹۵۰). له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۶۲ز کال پورې يې د کانيکټيکټ په کالج کې تدريس وکړ. د «مشيګان» پوهنتون، نيويارک پوهنتون، نارتويسټرن پوهنتون، اوهايو پوهنتون، سميت کالج، واسر کالج، واشنګټن پوهنتون او ويلسلي په کالج کې يې هم د فلسفې درسونه ورکړل.[۵]

فلسفه

سمول

د سوزاني لينګر هغه مبهمه رساله چې د پوهې او ښکلا پېژندنې په شا او خوا راڅرخېده، تر څنګ يې د هغې په ليکنو کې غیر عادي ژبې کارول د دې لامل وګرځېدل چې د هغې ملګري پوهان يې کره کتنه وکړي، خو همدې چارې هغه اړ کړه چې د بشري پوهې (شعور) د طبيعيت نوره سپړنه هم وکړي.[۷]

د لينګر فلسفې يو شي ته د بل شي په توګه «کتلو» د ځواک په مټ انساني ذهن کې د معنا جوړولو پرله پسې بهير څېړنه وکړه. د لينګر د لومړي ستر اثر نوم «فلسفه په يوې نيوې کيلي کې» دی. هغې يو داسې نظر وړاندې کړ چې نن سبا عام شوی دی: انسان ته د نښې جوړولو، معنا منځ ته راوړلو او په خپله نړۍ کې د خپلو معناوو ځای پر ځای کولو بنسټيزه او هر اړخيزه اړتيا شته.[۸]

د مثبتيت له نيوکې سره پيل شوی دا اثر د انساني فکر مطالعه ده، کومه چې د موسيقۍ د فلسفې له لارې له معنايي اند څخه وده کوي، د ټولو هنرونو لپاره يوه خاکه جوړوي. د لينګر په اند «انساني ذهن دې ته د رسېدونکو تجربوي معلوماتو د علامتي بدلون چاره په پرله پسې ډول روانه ساتلې ده»، د کوم له امله چې دا «کم او زيات په خپل سر د منځ ته راغليو افکارو يوه ريښتينې او اصلي چينه» ده. [۹]

د استدلالي په مقابله کې د ښودونکو نښو تر منځ د سوزاني لينګر توپير، د نوموړې له پېژندل شويو تصوراتو څخه دی. استدلالي علامت جوړول عناصر (اړينه نه ده چې ويي وي) د باثباته او د سياق او سباق د نه بدلونکې معنا سره په يوه نوې معنا کې ترتيبوي. د ښودونکو علامت جوړول د عناصرو څخه په خپلواک ډول له ټاکلې او ثابتې معنا سره عمل کوي. ښودونکي په تدريجي ډول په جلا جلا توګه د هغې په برخو د پوهېدو په جوړولو سره د درک وړ نه دی. د بېلګې په ډول، يو عنصر چې په یو انځور کې کارول شوی وي، شونې ده چې په بل کې په ټوله معنا د جلا معنا لپاره وکارول شي. همدا اصل د موسيقۍ په یو ترتيب کې په ليکنه هم پلی کېږي – دا عناصر په خپلواک ډول ټاکلې معنا نه لري، مګر هغه مهال، کله چې د ټولې ښودنې په سياق او سباق کې راشي. د هنر په يو کار کې د دې داخلي محتوا څخه د لينګر تحليل هغه دې ته اړ کړه چې ادعا وکړي دا فکر کول «بې معنا» دي چې له اجزاوو څخه «بڼه په منطقي ډول بېله کړای شي». [۱۰][۱۱][۱۲]

لينګر باور درلود چې د نښو په مټ ښوونه د فلسفې مرکزي موضوع ده، ځکه چې دا د ټولې انساني پوهې او معلوماتو لپاره بنسټ دی. د «ارنسټ کاسيرير» په څېر، لينګر هم باور درلود، هغه څه چې انسانانو ته له څاروي توپير ورکوي، د نښو د کارولو وړتيا ده. په داسې حال کې چې د ټولو څارويو ژوند احساساتو نيولی دی، انساني احساس کې مفکورې، نښې او ژبې هم شته. څاروي نښو ته غبرګون ښيي، خو له يوې نښې څخه پارېدل د انسانانو لپاره په زیاته کچه پېچلي دي. دا ليد همدا راز د نښه ييزو اړيکو سره تړلی دی، په داسې حال کې چې د څارويو د ټولنو مطالعه شوې، تر څو په دې پوهه کې مرسته وکړي چې نښه ييزه اړيکه څه ډول د يو همکاري کوونکې ډلې د غړيو پر کار اغېز کوی.[۱۳]                      

لينګر يوه له لومړيو فيلسوفانو څخه ده، چا چې د معنوياتو ليد ته زياته پاملرنه وکړه، د «معنوي تجربې» اصطلاح هم لومړی هغې کارولې. نوموړې د مادې او يادښت په اړه د «هينري برګسن» له فکر څخه اغېزمنه شوې وه او هنر يې له معنوياتو سره تړلی و. د هغې په اند، د يو هنري کار ځای د هغې د پنځونکي له لارې معلومول د يوې ريښتونې نړۍ له جوړولو کم نه و. هغه حقيقي کېدل د ټولو هغو شيانو د معيار په توګه بولي، کوم چې د دې لپاره پنځول شوي دي چې بايد پرې وپوهېدل شي. د هغې په باور: حقيقت يواځې د شعور موضوع نه ده، بلکې يو بهرني څه دي، کوم چې په قصدي ډول جوړ شوی او په مادي ډول موجود دی، لکه د انسان له ذهن څخه دباندې د فکر او چرت ځای.  لينګر حقيقت ته د هنرمند له خوا پنځول شوي يو جسماني ځای په توګه ګوري، لکه يو انځور يا يوه ودانۍ، کومه چې «په خپله اهميت لري، نه د شا او خوا چاپېريال د برخې په توګه». هغه په ځانګړي ډول د معمارۍ فن د يو موجود شي لپاره د ځای د احساس په توګه نه مني، بلکې د هغې تصوراتي بدلون په حقيقت کې د پوهېدو لپاره کوي: «معمار، په سم ډول، د يو پنځول شوي ځای، له يوې حقيقي هستې سره تعامل کوي». د برګسن په خلاف، د لينګر حقيقت رېښتينی دی او شونې ده چې د انسانانو او ماشينونو ترمنځ د فکري تعامل لامل وګرځي.[۱۴][۱۵]

سرچينې

سمول
  1. https://www.amacad.org/person/susanne-knauth-langer
  2. https://www.cwhf.org/inductees/susanne-langer
  3. Langer, Susanne K. (1953). Feeling and Form: A Theory of Art. New York: Charles Scribner's Sons.
  4. "Book of Members, 1780–2010: Chapter A" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. بياځلي په March 11, 2017.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ "American National Biography Online: Langer, Susanne K." www.anb.org. بياځلي په 2016-03-23.
  6. Liukkonen, Petri. "Susanne Langer". Books and Writers (kirjasto.sci.fi). Finland: Kuusankoski Public Library. خوندي شوی له the original on 21 February 2015.
  7. Shelley, C 1998, 'Consciousness, Symbols and Aesthetics: A Just-So Story and its Implications in Susanne Langer's 'Mind: An Essay on Human Feeling', Philosophical Psychology, 11, 1, pp. 45-66, Philosopher's Index, EBSCOHost, viewed 4 April 2016.
  8. Howard Gardner, "Philosophy in a New Key Revisited: An Appreciation of Susanne Langer" Art, Mind, and Brain: A Cognitive Approach to Creativity, New York: Basic Books, pp. 48–54
  9. "Dryden, "Whitehead's Influence on Susanne Langer's Conception of Living Form"". www.anthonyflood.com. بياځلي په 2016-03-23.
  10. Hoffmann, Michael H. G., Geist und Welt – durch die Symbolisierungen der Kunst betrachtet, a review of Susanne K. Langer, Die lebendige Form menschlichen Fühlens und Verstehens (The living form of human feeling and understanding). Munich: Fink, 2000. ISBN 3-7705-3462-X, IASL Online, retrieved 2010-03-19.
  11. Lachmann, Rolf (January 1998), From Metaphysics to Art and Back: The Relevance of Susan K. Langer's Philosophy for Process Metaphysics 26, Process Studies, pp. 107–125
  12. Langer, Susanne K. (1950). "The Principles of Creation in Art". Hudson Review. 2: 520–521.
  13. Littlejohn, Stephen W.; Foss, Karen A. (2008), Theories of Human Communication (9th ed.), Belmont, California: The Thomson Wadsworth Corporation, p. 105
  14. Walsh, Dorothy (1969). Literature and Knowing. Middleton, Connecticut: Weslyan University.
  15. Susanne K. Langer, Feeling and Form (Charles Scribner's Sons, 1953), 65 and 114–115.