سلطان سلیم (دویم)

دوهم سلطان ( سلیم دویم ; 28 می 1524 - 15 دسمبر 1574) د عثماني امپراتورۍ یوولسم سلطان وو چي له 1566 څخه تر 1574 کال پوري یې واک په لاس کي درلود. سلطان سلیم د سلطان سلیمان قانونی او د حرم سلطان زوی وو. سلیم د خپل پلار تر مرګ وروسته د عثماني واکمنۍ لپاره یوازینی کاندید وو چي تخت یې ترلاسه کړ ځکه د نوموړي ورور محمد د ټوخي په ناروغۍ مړ سو، او دوه نور وروڼه مصطفی او بایزید يې د پلار په امر باندي وژل سوي وه.

د سلیم سنتي 1530

حکومت

سمول

د سلیم د واکمنۍ پرمهال، د هغه لمړي وزیر سوکوللو محمود پاشا په دولتي حکومتولۍ کي د پام وړ کنټرول او اختیارات درلودل. د سلطان سلیم د واکمنۍ لپاره د قبرس او تونس فتحي په عثماني خلافت کي د پام وړ لاسته راوړنې بلل کیږي خو د لیپانټو جګړه او د روسیې سره د عثمانیانو نښته د نوموړي د واکمنۍ لپاره منفي اغیزي درلودې. د عثماني تاریخونو پر اساس دوهم سلیم د خپل پلار سلطان سلیمان غوندي یو ځواکمن سلطان نه وو، بلکي د نوموړي د ځواک سرچینه د عثماني ټولولواکمنۍ قوي لښکر او هغه نفوذ وو، چي دده له پلرونو څخه ورپاته وو.

د سلطان سلیم د حکومت پر مهال عثماني ټولواکمنۍ د روم له پاپ او اسپانیا سره د سمندري جګړو پر مهال ډېر درانه تلفات ورکړه او په لسګونو هغه بېړۍ یې له منځه ولاړې چي عثمانيانو یې په مټ باندي مدیترانه سمندر اداره کاوه، خو په 1570 کال کي ددې جګړې غچ هغه مهال واخیستل سو کله چي عثماني ځواکونو د څو خونړي نښتو په پایله کي دقبرس لویه جزیره فتحه او د وینس لوټمار ځواکونه یې له هغه ځایه وشړل.

سلطان سلیم ددې لپاره چي د اروپایانو د مخته تګ ونیسي، د یو بل پلان له مخي یې د فرانسې او اطریش سره د سولي خبري پیل او هغوی یې په رسمي توګه د اسپانیا او روم له صليبي تړون څخه پر شا کړه. د روم پاپ د سلطان سلیم د واک چپه کولو لپاره یوازي د اروپایانو یووالي ته کار نه کاوه، بلکي په ختیځ کي یې د پارس له صفوي سلطنت او په یمن او عرب خلیج هیوادونو کي یې له سیمه ییزو واکمنانو سره هم اړیکي ټینګي کړې، ترڅو د هغوی په مرسته عثمانيان له دننه څخه ووهي، خو صفوي سلطنت او عرب واکمنانو د عثمانيانو له ځواکمن لښکر څخه د ویري له کبله دا چاره هیڅکله ترسره نکړه او کوم چا چي په یمن یا نورو سیمو کي بغاوت ته لاس واچاوه، هغوی سخت وځپل سوه.