سردار عبدالرحمان خان او روسان

سردار عبدالرحمان خان او روسان د ليکوال محمد طاهر کاڼي له خوا راټول شوی او له روسي ژبې څخه پښتو ته راژباړل شوی نښير دی . په دې نښير کې له بېلابېلو روسي سرچينو څخه په روسي تورکيستان کې د سردار عبدالرحمان خان د مهاجرت د لس کلن پېر په اړه لاسوندونه راټول شوي دي . کتاب پر ۱۳۹۱ ل (۲۰۱۲) ز کال د کوټې د پښتو ادبي غورځنگ له خوا په لاهور کې د ۱۱۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شوی، چې ټول ۷۲ مخه دی . د پښتۍ خطاطي يې راز محمد راز کاتب، اوډون او سمون يې دلاور خان کاسي کړی دی . کتاب په پای کې ۶ انځورونه هم لري .