ستژېکوف کلا


ستژېکوف کلا
Hrad Skřekov
هېواد دچېک جمهوریت
ښار Ústí nad Labem
معمار یان لوگزامبورگ
سپک گوتی سپک
د کلا بنسټ یان لوگزامبورگ
وب

ستژېکوف کلا (په چېکي: Hrad Střekov)د گوتي سپک یوه کلا ده چې د چېک په جمهوريت کې د Ústí nad Labem په ښار کې لابې سیند ته نژدې پرته ده.

تاريخ سمول

ستژېکوف کلا په ۱۳ مه پېړۍ کې د چېکي پاچا یان لوگزامبورگ په امر د تجارتي لارو د ساتلو لپاره جوړه شوه. په ۱۶ مه پېړۍ کې نوموړي کلا د Lobkowicz د اشرافانو په لاس کې وه. د دې کلا د ستراتيژيکي اهمیت په سبب ددېرش کلن جنگ په اوږدو کې د ساکسوناني ځواکونو او وروسته د سويډني پوځ لخوا ونیول شوه. نوموړې کلا په ۱۸ مه پېړۍ کې د نورو جنگونو په سبب ویجاړه شوه خو تر ۱۸۰۰ میلادي کال پورې د اتریش وسله والو ځواکونو مهم مرکز وه. په ۱۹ مه پېړۍ کې دغه ویجاړه شوې کلا د مشهورو هنرمندانو (لکه Goethe، Karel Hynek Mácha او Richard Wagner) پام ځان ته را واړاوه چې وروسته د دغو هنرمندانو پر اثرونو باندي یې ژورې آغېزه پریښودې. په ۱۹۳۹ کال کې دغه کلا د نازي (آلماني) ځواکونو لخوا ونیول شوه او تر جگړې وروسته د چکوسلواکيا د حکومت په لاس کې پریوته. اوسمحال نوموړی کلا بيا د Lobkowicz د اشرافانو په لاس کې دی.

معماري سمول

ستژېکوف کلا په ۱۳ پېړۍ کې تاسیس شوی. او دوه مهمې برخې لري چې د پل په مرسته تړل شوي دي. د دي کلا معماري د ۱۴ مې پېړۍ د فرانسوي معماري لخوا اثر شوي دی.