زرنج - دلارام سړک

د زرنج - دلارام سړک ۲۱۸ کیلومتره اوږد دی چې افغانستان د ایران له چابهار بندر سره او له هغه ځایه د سمندر له لارې د هندوستان او نورې نړۍ سره نښلوي. د دې سړک په جوړېدو افغانستان اوس کولای شي له هند سره په نېغه توگه سوداگريزه راکړه ورکړه وکړي. افغان سوداگر په اسانه توگه هندي توکي د چابهار بندر ته او له هغه ځایه د زرنج - دلارام له لارې هېواد ته واردوي. همدا راز خپل توکي هند ته د همدې لارې صادرولای شي.

سرچینې سمول