زرغون خان فراھی نورزی
زرغون خان فراھی نورزی چی ده پشتو او فارسی لوی شعائر ؤ
١٥١٥ء کی ده زرغون خان فراھی نورزی همسره شعائر په افغانستان کی نه ؤ زرغون خان نورزى د پښتو ژبې لومړنی ساقي نامه لیکونکی دی، نورزي د پښتنو يوه لويه طايفه ده چې په فراه،نوزاد او دهراوت کې اوسېدل او زرغون خان په دوى کې يو لوى جنګيالى او اديب سړى تېر شوى دى ، د پټې خزانې مؤلف د دوست محمد کاکړ د غرغښت نامې په حواله ليکلي: زرغون خان د نوزاد (زمينداور) و او د قوم مشرتوب يې کاوه.
کله چې ماوراء النهر شيباني خان پر هرات او سيستان هجوم ورکړ، نو زرغون خان د وطن له مدافعينو څخه ګڼل کېده او له متهاجمينو سره يې سختې جګړې کړي دي، زرغون خان په ٨٩١هـ د هرات ، خراسان او عراق سفرونه وکړه او چې شيباني خان په سيستان راغى نو زرغون خان د خپله قومه سره له وطنه دفاع کوله او خپله ازادي يې ساتله.
په پښتو تاريخي بهير کې زرغون خان لومړنى شخص دى چې ساقي نامه يې پښتو ژبې کې ليکلې ده.
زرغون خان يو ملي قايد او د وطن ازاديخوا، مدافع او جنګيالى سړى و، علاوه پر دغه د قلم اوعلم خاوند هم و، لکه د ازادۍ د جګړو پر ډګر چې په مېړانه درېده، دغسې د علم او ادب په ميدان کې هم ځلېدونکى ستورى و.
زرغون خان خورا ډېر عمر ژوندى و او د نهايت ضعيف او سپين ږېرتوب پر وخت په ٩٢١هـ د قندهار په دهراوت کې وفات شوى دى.
زرغون خان د پښتو ژبې ښه شاعر او دېوان خاوند دى، چې دده دېوان په کجران کې په ٩١٢هـ له ملا ايوب تيمني سره و او په دغه کال چې دوست محمد کاکړ هرات ته تلو هلته يې دا دېوان کتلى و چې ٣٠٠ پاڼې يې درلودې او دغه سړى په خپل کتاب غرغښت نامه کې له هغه دېوانه دا دوه يزه (مثنوي) نقل کړې دي چې د پټې خزانې مؤلف هم له هغه کتابه را اخيستي دي.
د زرغون خان دغه د ساقي نامې مثنوي د نهمې هجري پېړۍ له هغو اثارو څخه ده چې د فارسي ژبې تاثيرات پکې ډېر زيات دي، په دغه پېړۍ کې هغه پښتانه چې په سمو او ښارونو کې يې ژوند کاوه په پوره ډول د فارسي ادب تر اثر لاندې راغلي دي لکه د زرغون خان د مثنوي کلمات چې اکثر فارسي او عربي دي دغسې هم تخيل او د شاعر اداء، طرز او د کلام نوعيت هم پوره فارسي ته ورته دى، د فارسي ژبې په پخوانيو شاعرانو کې مخصوصا د غزني د دربار څخه يعنې د ٤٠٠هـ له حدودو نه چې اشعار او خمريات ډېر شوي دي، اکثره شعراء د فارسي ژبې د خپلو قصايدو د تشبيت برخه په نرمې او خمرياتو مضامينو سره کوي وروسته د فارسي ژبې نورو شعراؤ د قصيدو د تشبيب برخه په تصوف او عرفاني مسايلو ښکلې کړې.
په ساقي نامه کې د شعراؤ لار داوه چې اول به له ساقي څخه د سرو مېوارزو کوله د ساقي ،جام او ميو صفات به يې بيانول، د دنيا بې وفايي او يو څو ورځې ژوندون په خوښۍ سره تېرول او بزم په مېو تودول ، د ساقي نامو عمومي مضمون و.
لنډه دا چې د عربو د خمريه اشعارو تقليد عجمو شعراؤ وکړو او ورو ورو د ساقي نامې وېلو سبک په فارسي ادب کې پيدا شو، نورو د فارسي ژبو شاعرانو يې هم تقليد وکړ مګر په ساقي نامو کې د شاعر مهارت او استادي داوه چې د مستۍ احوال تصوير کړي او د مستانو په شان خبرې وکړي د استادانو ساقي نامې ټولې له مستۍ او ذوقه ډکې دي او هغه شعراء چې په ساقي نامه کې مستي نه کوي او د عقلاؤ په څېر خبرې کوي، د دوى ساقي نامې د ادب له پلوه ښې نه ګڼل کېږي.
دا وه د فارسي ساقي نامو په اړه لږ معلومات چې پورته ذکر شو زرغون خان هم په دې پښتو ساقي نامه کې د استادانو پر لار تللى او مستانه وينايې کړي ده دد ه شعر روان او خبرې يې هم د مستانو په څېر دي ځکه نو ده ته يو کامياب او پوخ ساقي نامه ويونکى وايو او دا ساقي نامه هم له پښتو اشعارو څخه ګڼو:
ساقي نامه ساقي پاڅه پياله راکړه مرور يار مې پخلا کړه اوبه تويې په لنبو کړه اور مې مړ په دې اوبو کړه پسرلى سو غنچه ګل کا زلفې تاوې د سنبل کا بلبلان شور وفغان کا کړيدن په ګلستان کا زاهد وزې صومعې څخه شراب پېري ميخانې څخه