زرغونه کاکړه

زرغونه کا کـړه د کـند هار د پنجوایي او سیدونکې د ملا دین محمد کا کړ لور وه . د زیږید نې کال يي 784 هجری قمری ( 1469 م ) اټکل شویدی . دیني مروجه علوم او د نظم او اثر ادبی کتا بونه يي له خپل پلار څخه و لوستل او بیا یی له علم او ادب سره د زیاتی مینی له امله د لوړو دینی او ادبی کتا بونو مطالعی ته دوام ورکړ او د خطاطی هنر یی هم زده کړ ددین په احکا مو او د علم ؛ عرفان ؛ فصا حت او بلا غت په مسایلو هم پوره وپو هیده . وروسته یی پلار سعدالله خان نورزی ته پّه نکاح کړه او د هغه میرمن شوه . لویه عا لمه او فا ضله میرمن وه ډیر وخت به یی په ریا ضت او عبا دت ، د کتا بو نو په مطالعه او لیکلو تیراوه . پخپله سیمه کې د خپل علمیت او فضلیت له امله ډیره مشهوره وه . وایی چی نوموړی میرمنې په ۹۰۳ هجری قمری (۱۴۹۷ م ) کال د شیخ مصلح الدین سعدی مشهور کتاب یی ( بو ســـــــــــتان ) دی چی په پښتو تر جمه کړی او د پټی خزانې مؤ لف محمد هوتک وایی چی زما پلار د نوموړی پښتو بوستان یوه نسخه چی زرغونی کا کړې پخپل ښکلی خط لیکلې وه په ( ۱۱-۲ هجری قمری ( ۱۶۹۰ م ) کال لیدلی او لوستلی وه .

سرچینې سمول