زبستیان کورڅ

زبستیان کورڅ
(الماني: Sebastian Kurz)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
زبستیان کورڅ
زبستیان کورڅ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ اگسټ ۱۹۸۶[۲][۳][۱]
وين[۲][۴]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای وين  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اتريش  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د اتریش د خلک ګوند[۲]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 1   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱][۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۵]
انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياستوال
ډیپلوماټ
سياست[۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
زبستیان کورڅ
زبستیان کورڅ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (آلماني ژبه)[۲]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
زباستیان کورتس (زوکړه: د ۱۹۸۶ زکال د اګست ۲۷ مه) پخوانی اطریشي سیاستوال دی چې د ۲۰۱۷ زکال له ډسمبر میاشتې څخه یې د ۲۰۱۹ زکال تر مۍ میاشتې او بیا د ۲۰۲۰ زکال له جنوري میاشتې څخه د ۲۰۲۱ زکال تر اکتوبر میاشتې پورې دوه ځله د اتریش د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ.

کورتس د ویانا په میډلنګ کې وزېږېد او همالته را لوی شو. نوموړي په ۲۰۰۳ زکال کې د ځوانانو له ګوند (JVP) سره په یوځای کېدو سیاست ته مخه کړه او په راتلونکو کلونو کې د ګوند لوړو څوکیو ته ورسېد. په ۲۰۱۱ زکال کې یې د کابینې په تغیر سره د لومړي ځل لپاره په بهرنیو چارو وزارت کې دولتي دنده ترلاسه کړه او د کډوالو د ټولنیز ادغام مسئولیت ور تر غاړې شو. د ۲۰۱۳ زکال له پارلماني ټاکنو وروسته کورتس د هېواد د بهرنیو چارو وزیر شو او تر ۲۰۱۷ زکال پورې د دغه هېواد د تر ټولو لوړ پوړي دیپلمات په توګه پاتې شو.

د ۲۰۱۷ زکال په می میاشت کې کورتس د اطریش د خلکو د ګوند د مشر راینهولډ میترلنر ځای ناستی شو او د ۲۰۱۷ زکال په پارلماني ټاکنو کې یې د لومړي وزیر په توګه ځان نوماند کړ. نوموړي په خپل ټاکنیز کمپاین کې د اتریش د بوروکراتیک سیاسي سیسټم د نوي کولو او همدارنګه د کډوالۍ او ټولنیزو چارو هغو مسائلو ته د رسېدنې ژمنه وکړه چې دغه هېواد د اروپا د کډوالو له بحران وروسته ورسره مخ و. د هغه اصلاح غوښتونکې کړنلار، د وینا کولو وړتیا او ځواني د هغه د بریا له اصلي لاملونو څخه یادېږي. کورتس ډېر ژر خپله کابینه جوړه کړه. او د اتریش له آزادي غوښتونکي سخت دریځي ښي اړخي ګوند سره یې ائتلاف وکړ. نوموړي د خپل لومړي وزارت په لومړۍ دوره کې د خپلو ټاکنیزو ژمنو د پوره کولو هڅه وکړه، خو د هغه د رهبرۍ سبک د همکاریو د نشتوالي او عاجلانه پرېکړو کولو له امله له نیوکو سره مخ شو. څو سیاسي رسوايۍ چې په ۲۰۱۹ زکال په ایبیزا رسوايي اوج ته ورسېدې د آزادي غوښتونکي او خلکو د ګوند ترمنځ ائتلاف یې له منځه یووړ. له همدې امله نوموړي نور په پارلمان کې کافي ملاتړ نه درلود او کورتس او کابینه یې له واکه ولوېده.  

د ۲۰۱۹ زکال په له وخته وړاندې ټاکنو کې هغه بیاځلي واک ته ورسېد او دا ځل یې ګوند له شنه یا ګرین ګوند سره ائتلاف وکړ. کورتس او د هغه دویمې کابینې د ۲۰۲۰ زکال په جنوري کې په کار پیل وکړ. له دې سره د دوی کاري پروګرامونه د کویډ-۱۹ وبا د خپرېدو له امله ناڅرګند پاتې شول. د دغې وبا پر وړاندې د هغه غبرګون د قرنطین او د تلو راتلو د ممنوعیت اعلان و. د یوې فرعي پارلماني کمېټې له خوا د ایبیزا د رسوايي څېړنې د هغه په کابینه کې بې ثباتي رامنځته کړه، یو شمېر غړو یې استعفا ورکړه او بالاخره د فساد اړوند څېړنې لامل وګرځېده او کورتس اړ شو د ۲۰۲۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د لومړي وزارت له څوکۍ استعفا ورکړي. له همدې امله هغه د «شډو یا په سیوري کې لومړی وزیر» بلل کېږي. دوه میاشتې وروسته کورتس په بشپړه توګه سیاست ته شا کړه او د یو نړیوال ستراتیژي جوړونکي په توګه یې له پیټرټیل سره په کار پیل وکړ.

کورتس د اطریش په تاریخ کې تر ټولو ځوان لومړی وزیر او همدارنګه د څلورو کلونو لپاره په ټوله نړۍ کې ځوان دولت مشر و. د هغه ځواني او سیاسي فعالیت په اتریش او تر ډېره په اروپا کې د سنتي محافظه کار خوځښت د بېرته را منځته کېدو لامل وګرځېد. نوموړی د ۲۱ مې پېړۍ تر ټولو زیات محبوبیت لرونکی سیاستوال و.

د بهرنیو چارو وزیر سمول

د ۲۰۱۳ زکال له پارلماني ټاکنو وروسته کورتس د مایکل سپینډلګر پر ځای د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو. د ۲۰۱۴ زکال په مارچ میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت ته د ادغام اړوند مسائل وروسپارل شول. کورتس له لویدیځ بالکان سره د اطریش د اړیکو بېرته رغول د خپلو سیاستونو لومړیتوب وباله. «له تاریخي پلوه» له اسرائیلو او یهودي ټولنې سره له ژمنتیا ډکه اړیکه هم د کورتس لپاره «اړینه» وه. [۷][۸]

نوموړي د ۲۰۱۴ زکال په فبروري میاشت کې بلګراد ته د سفر پر مهال تر یوه بریده د ملي اقتصادي او سیاسي ګټو په موخه له اروپايي اتحادیې سره د صربستان له یوځای کېدو څخه د اطریش ملاتړ تائید کړ. [۹]

د ۲۰۱۴ زکال په نومبر میاشت کې کورتس د «#stolzdrauf» کمپاین پیل کړ چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د خلکو د وطن دوستۍ څرګندويي کوله. د فرانکفورتر الګماینه سایتونګ ورځپاڼې د راپور له مخې یو شمېر مشهورې څېرې لکه د اطریش پخوانۍ ښکلې مېرمن آمینا داګی او مخکښ موسیقار اندریاس ګابالیر په څېر کسان د دغه کمپاین له ملاتړو څخه وو. په دغه کمپاین کې د اطریش د هوايي چلن مشر هاینز فیشر، د یهودانو ټولنه او همدارنګه اسلامي مذهبي ټولنه هم ښکېل وه. دغه کمپاین په رسمي توګه د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال پیل شو او وروسته د هویت پلوه الټ- رایټ خوځښت له خوا له ننګونو سره مخ شو. هغه بودیجه چې د بهرنیو چارو وزارت د دغه کمپاین د ترسره کولو لپاره ځانګړې کړې وه، په کلکه توګه له نیوکو سره مخ شوه. د دغه کمپاین لګښت په پنځو یا شپږو اونیو کې په ټولیزه توګه ۳۲۶۰۲۹ یورو وه چې ۵۵ سلنه یې یوازې په ګڼه ګوڼو لرونکو ځایونو کې د بېلبورډونو او په ورځپاڼو کې په وړیا اعلاناتو لګول شوې وه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

پارلمان د ۲۰۱۵ زکال د فبروري په ۲۵ مه د اسلامي بنسټونو اړوند یو تعدیل تصویب کړ. د دغه تعدیل له مخې د اسلامي بنسټونو سره بهرنۍ مالي مرسته منع اعلان شوه او دغه چاره په کلکه توګه د دغه هېواد د مسلمانو وګړو تر نیوکې لاندې راغله. د دغه تعدیل له مخې مسلماناتو ته دا اجازه ورکړل شوه په پوځ، بند، روغتون او د پالنې په مرکزونو کې پیره وکړای شي. کورتس هڅه کوله چې په دغه تعدیل کې د قران کریم جرمني ترجمه هم شامله کړي خو ځای ورنکړل شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۱۵ زکال په جون میاشت کې کورتس وړاندیز وکړ چې د اروپایي اتحادیې د هغو وګړو د ماشومانو لپاره ورکول کېدونې مرستې بېرته تنظیم شي چې والدین یې په اطریش کې کار کوي خو ماشومان یې په خپل اصلي هېواد کې پاتې دي او باید د هماغو هېوادونو د بیو له کچې سره مطابقت ولري. له دې سربېره بهرني اروپايي وګړي وړاندې له دې چې د اطریش د بیمې په پروګرامونو کې د نوم ثبتونې په شرایطو برابر وګڼل شي باید «د څو کلونو لپاره خپله منصفانه ونډه ورکړي». سوسیال دیموکرات ګوند له دغه وړاندیز سره مخالفت وکړ خو هوکړه یې وکړه چې د ماشومانو سره د مرستې له پروګرام څخه ناوړه ګټنه باید ودرول شي. د آزادۍ ګوند له دغه وړاندیز څخه ملاتړ وکړ، خو شنه ګوند بیا کورتس تورن کړ چې د آزادۍ ګوند له کرکې ډک ذهنیت یې اخیستی. [۱۹][۲۰]

د ۲۰۱۵ زکال د جون په پای کې کورتس په مالتا، لتوانیا او استونیا کې د خپلو سفارتخونو د تړلو یوه اوږد مهاله پالیسي وړاندې کړه او ۲۰۱۸ زکال په مني کې یې هم مهاله په بلاروس، مولداوی، جورجیا، قطر او سنګاپور کې سفارتونه پرانیستل. نوموړي همدارنګه په چین کې د خپلې دویمې جنرال قونسلۍ د جوړولو پلان هم وړاندې کړ. [۲۱]

د ۲۰۱۶ زکال په جنوري کې کورتس له ډای وېلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې څرګنده کړه چې «دا د درک وړ ده چې یو شمېر سیاستوال له هغه ناوړه انځور څخه ویرېږي چې د پولو امنیت ته اړوندېږي. له دې سره موږ نه شو کولای په سادګۍ سره هغه مسئولیت چې زموږ پولو ته اړوندېږي ترکیې ته وسپارو، ځکه نه غواړو خپل لاسونه په کې کثیف کړو. له دغه ناوړه انځورونو څخه خلاصون نه شته». شنه ګوند ته اړوند د پارلمان غړي میشل ریمون د هغه د څرګندونې د وروستۍ برخې اړوند د مهاجر ماشوم ایلان کردي انځور خپور کړ چې په فیسبوک کې ډېر زیات خپور شو. ریمون، کورتس «د انسانیت ضد بدبینه» په توګه یاد کړ. د اطریش د خلکو د ګوند یو ویاند څرګنده کړه: «چې دا ناسمه چاره ده چې شین ګوند د دغه ماشوم له مړینې څخه د خپل ایډیالوژیک دریځ د ترویج په موخه ګټنه کوي». [۲۲][۲۳]

د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د لمانځنې په مراسمو او پوځي مارش کې د ګډون پر مهال کورتس د ۲۰۱۵ زکال د مۍ په ۵ مه له بلاروس څخه لیدنه وکړه او له هغو وروسته مسکو ته لاړ او هلته یې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره وکتل. نوموړي د روسیې له خوا د کریمه الحاق او د اوکراین د ختیځ له جلا غوښتونکو څخه د روسیې ملاتړ د «نړیوالو قوانینو سره مخالفت» وباله. [۲۴]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ سرليک: Wer ist Wer
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Sebastian Kurz — د نشر نېټه: ۲۸ مې ۲۰۱۶ — آرشيف اصل — خپرونکی: Austrian Parliament — د خپرولو نیټه: ۱۹ نومبر ۲۰۱۴
  3. سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20201066673 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20201066673 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  7. "Außenminister Kurz absolviert erste Auslandreise". diepresse.com (په الماني ژبه کي). 20 December 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Außenminister Kurz auf Kurzbesuch in Kroatien". derstandard.at (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Kurz will Serbien auf dem Weg in die EU helfen". news.at (په الماني ژبه کي). 26 February 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Integration: #stolzdrauf-Kampagne kostete 326.000 Euro". diepresse.com (په الماني ژبه کي). 28 January 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Kampagne "#stolzdrauf": Mindestens 450.300 Euro für Werbung". derstandard.at (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Sebastian Kurz präsentiert gemeinsam mit Integrationsbotschafter/innen ZUSAMMEN:ÖSTERREICH #stolzdrauf". www.ots.at (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Kurz startet Kampagne mit Gabalier für "Österreichbewusstsein"". derstandard.at (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. . Österreichische Zumutungen.
  15. "Österreich bekommt ein neues Islamgesetz". www.wienerzeitung.at (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Elahe Izadi (February 26, 2015), "Austria is taking controversial steps to tighten a 100-year-old 'Law on Islam'", The Washington Post الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Das neue Islamgesetz im Überblick". religion.orf.at (په الماني ژبه کي). 26 February 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Zur Vermeidung von "Fehlinterpretationen"". orf.at (په الماني ژبه کي). 20 September 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "FPÖ sieht Kurz auf ihren Kurs umschwenken". kurier.at (په الماني ژبه کي). 14 June 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Kurz will Sozialgeld für Zuwanderer nicht mehr sofort zahlen". kurier.at (په الماني ژبه کي). 10 June 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Kurz: Botschaften schließen und eröffnen". kurier.at (په الماني ژبه کي). 26 June 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 13 January 2016 باندې). Es wird nicht ohne hässliche Bilder gehen.
  23. "Reimon: Kurz ist "menschenverachtender Zyniker"". derstandard.at (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Ab sofort in Kraft: Anerkennungsgesetz für im Ausland erworbene Qualifikationen". www.bmeia.gv.at (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)