رڼا ترين (په انگرېزي: Rana Tarin) يوه افغانه سياستواله او ټولنيزه کارکوونکې ده. نوموړې د حاجي فدا محمد لور او پر ۱۳۵۰ لمريز (۱۹۷۱ ز.) کال د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې زېږېدلې ده .

رڼا ترين

زده کړې سمول

اغلې رڼا ترين خپلې لومړنۍ زده کړې د ملالۍ په لومړني ښوونځي کې تر اتم ټولگي پورې سرته رسولې دي . بیايې نورو زده کړو ته په نسوان لېسه کې ادامه ورکړه او دغه لېسه يې پر ۱۳۶۷ ز کال پای ته ورسوله . اوسمهال په کابل کې د دري ژبې ادبیاتو په پوهنځي کې زده کړې ترسره کوي .

دندې سمول

 
رڼا ترين

رڼا ترين د لېسې تر پای ته رسولو وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو په موسسو کې د عمومي سکرترۍ دندې ترسره کړي . نوموړې پر ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ ز کلونو دوه ځلې د افغانستان د پارلمان نوماندې شوې . رڼا ترين په ۲۰۰۷ - ۲۰۱۰ ز کلونو د کندهار ولایت د ښځو چارو د ريسې په توگه هم دنده ترسره کړې ده . رڼا ترين د ۱۳۸۹ لمريز کال د کب مياشتې په لومړۍ نېټه ( د ۲۰۱۰ ز کال ) د افغانستان د پارلمان د مشرانو جرگې ته د انتصابي سناتورې په توگه هم غوره شوې . اوسمهال هم د اوسيني حکومت په مشرانو جرگه کې د کندهار ولایت د سناتورې په توگه دنده لري .

رڼا ترين او سياسي هلې ځلې سمول

 
رڼا ترين د وينا په حال کې

په کندهار ولایت او د هېواد په سويلي سیمو کې ښځو ته د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې د کار زمينه برابروي ، د هغوی پر وړاندې د زورزیاتي او تاوتريخوالي د له منځه وړلو ، د هغوی لپاره د ښوونې او روزنې او د زده کړې په ډگر کې د اسانتياو د برابرولو په لاره کې هلې ځلې کوي . په اوسينۍ مشرانو جرگه كې د كندهار د خلکو استازې ده ، په ۲۰۱۱ زېږدي کال د هېواد په سویل كې د ښځو د بشري حقوقو په برخه کې د كال د غوره مېرمنې په توگه د حکومت له خوا ونمانځل شوه. نوموړې د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما او د يوه نړيوال ښوونيز مركز له لورې په گډه د ښځينه استعدادونو د پیاوړتیا په برخه کې هم وستايل شوه. همدا رنگه د افغان كاناډا په ټولنېز او مركز كې په همدې اړه په کال ۲۰۱۱ ز جوړه شوې غونډه کې د ښځينه حقونو د تحقق په لاره كې يوه مبارزه ښځه وبلل شوه.

اخځونه سمول

  1. http://mj.parliament.af/pmp/showdoc.aspx?Id=1033[مړه لينکونه]
  2. http://www.roznews.com/archive/1-news/2751-2011-11-02-10-12-59 Archived 2016-05-27 at the Wayback Machine.
  3. http://www.pajhwok.com/en/node/70344[مړه لينکونه]
  4. http://www.theafghanschool.org/2011/11/15/accc-un-cooperation-featured-on-un-website/
  5. http://www.afghan-bios.info/index.php?option=com_afghanbios&id=1784&task=view&total=2362&start=2100&Itemid=2