ريچارډ فاينمن

ريچارډ فيلپس فاينمن (۱۱ مۍ ۱۹۱۸ ز– ۱۵ فبروري ۱۹۸۸ ز) يو امریکايي نظري فزيک پوه و، چې د بې کسره کوانتم ميکانيک د مسير په جوړولو، الیکټرو ډاناميک کوانتمي نظريې، د زيات يخ مايع هيليوم د زياتو بهېدو فزيک او په تطبيقي فيزيک - چې د دې لپاره هغه د پارټن نمونه وړاندې کړه- کې د هغه د کار له کبله شهرت لري. په ۱۹۶۵ زېږديز کال کې فاينمن له جوليان شوينګر او «Shin'ichirō Tomonaga» سره يو ځای، د اليکتروډاينامک کوانتم د پرمختګ لپاره د فيزيک د نوبل جايزه تر لاسه کړه.

ريچارډ فاينمن
(انګلیسي: Richard Phillips Feynman د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ريچارډ فاينمن
ريچارډ فاينمن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ مې ۱۹۱۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 15 فبروري 1988 (70 کاله)[۱][۲][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاس انجلس [۱۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اتيزم [۱۶][۱۷]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فزيک پوه [۱۸]
ليکوال
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۹][۲۰]
پرتګالي ژبه [۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د ذراتو فزیک
پنځپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د منهاتن پروژه (۱۹۴۱–۱۹۴۵)[۲۲]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر پاول ادرین ماورایس دیراک   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ريچارډ فاينمن
ريچارډ فاينمن

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۲۳]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فاينمن د رياضياتي څرګندونو لپاره په پراخه کچه، د کارېدونکې انځوريزې اډاڼې طرحه جوړه کړه چې، له اتوم څخه د کوچنيو ذراتو د بڅرکو چلند يې تشرېح کاوه، کوم چې وروسته د فاينمن د هندسي شکل په نوم وپېژندل شوه. هغه د ژوند په اوږدو کې، د نړۍ په کچه تر ټولو غوره ساينسپوه په توګه ومنل شو. د بریتانيايي مجلې «د فيزيک نړۍ» لخوا په ۱۹۹۹ زېږديز کال کې د نړۍ د مخکښو ساينسپوهانو په اړه د يوې ټولپوښتنې په پايله کې فاينمن په مطلق ډول د ساينسپوهانو په منځ کې اوومه درجه تر لاسه کړه.[۲۴]

د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال، هغه د اتومي بم په جوړولو کې مرسته وکړه او په ۱۹۸۰ يمو کلونو کې د راجرز د کميسيون د غړي په توګه ټولو خلکو وپېژنداه، کوم کميسيون چې د چيلنجر هوايي شټل ناورين څېړلی و. په نظري فزيک کې د کار تر څنګ، فاينمن د کوانتمي محاسبو او ننوټيکنالوژۍ د تصور په وړاندې کولو کې هم مخکښ و. هغه د کلفورنيا د تيکنالوژۍ له انستيتيتوت څخه په نظري فيزيک کې د «ريچارډ سي. تولمن» د استادۍ درجه تر لاسه کړې وه.

فاينمن د کتاب او ويناوو له لارې، د فزيک پياوړوی خپروونکی و، چې دا دوه هم په کې شامل دي: په ۱۹۵۹ ز کال کې له پورته څخه د ښکته په لور د ننوټيکنالوژي په اړه چې ،«په تل کې زيات ځای شته» د فاينمن وينا او « د فزيک په اړه د فاينمن ويناوې» په نوم په درې جلدونو کې د هغه خپره شوې د محصلۍ ويناوې. فاينمن د هغه د خپل ژوند ليک د کتابونو له امله هم شهرت موندلی دی چې هغه دا دي: په یقیني توکه، تاسې ټوکې کوئ ښاغلی فاينمن! او دې ته څه اهميت ورکوې چې نور څه فکر کوي؟ همدا راز د هغه په اړه لیکل شوي کتابونه، لکه: « Tuva or Bust » چې رالف لايتون ليکلی، او د جيمز ګليک تصنيف: د نابغه ژوند ليک: د ريچارډ فاينمن ژوند او پوهه.

د ژوند لومړي کلونه سمول

فاينمن د مۍ مياشتې په يوولسمه نېته ۱۹۱۸ ز کال کې د نيويارک  ښار په کوينز سيمه کې زېږېدلی و، د پلار نوم يې لوسيل ني فيليپس و چې کورونه يې جوړول، د مور نوم يې ميلويل ارتور فاينمن و چې د پلور مديره وه، دا کورنۍ په اصل کې د بيلاروس له مينسيک څخه وه (د روسي سترواکۍ برخه). فاينمن ډېر وروسته خبرې پيل کړې او آن تر خپلې درې کلنۍ يې خبرې نه شوې کولای. د ځوانۍ په کلونو کې يې په دومره ځواکمنه نيويارکۍ لهجه خبرې کولې چې فکر کېده، يا په خبرو کې مبالغه کوي او يا له څه اغېزمن شوی، دومره زيات چې د هغه ملګرو ولفګنګ پاولی او هينس بيت يو ځل په هغه تبصره کړې وه او ويلي و چې:  فاينمن داسې خبرې کوي، لکه يو بې کاره سړی.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

ځوان فاينمن، په لوړه کچه د پلار تر اغېز لاندې و، چا به چې هغه هڅاوه چې پوښتنې وکړي، تر څو ارتودوکس فکر له ګواښونو سره مخامخ کړي، پلار به يې د تل چمتو و، تر څو فاينمن ته يو څه نوي ورزده کړي. له مور څخه يې د ظرافت خوی تر لاسه کړ، چې په ټول ژوند کې يې درلود. د ماشوم په توګه، هغه د انجينيرۍ وړتياوې درلودې، په خپل کور کې يې د تجربو يو لابراتوار درلود او د راډيوګانو له ترميم يې خوند اخيست. د راډيوګانو دا ترميم، ممکن لومړی کار و چې فاينمن درلود، او د نظري فزيک په برخه کې د هغه د راتلونکې مسلک لپاره يې، د استعداد لومړۍ نښې وښودې، په دې ډول چې مسایل به يې په نظري ډول تجزيه کول او يو حل ته به رسېده. په لومړي ښوونځي کې او کله به يې چې موراو پلار، د خپلو ورځنيو کارونو لپاره بهر وتل، فاينمن د غلا د خبرداري د زنګ يو نظام جوړ کړ. [۳۲][۳۳][۳۴]

کله چې ريچارډ پنځه کلن و، د هينري فيليپس په نوم يې يو ورور وزېږېد چې بيا په څلور کلنۍ کې مړ شو. څلور کاله وروسته، د ريچارډ خور جوان وزېږېده او دا کورنۍ د کوينز فاراکوای سيمې ته وکوچېده. که څه هم د دواړو ترمنځ د عمر نهه کاله واټن و، بيا هم جوان او ريچارډ سره ډېر نژدې وو او په دواړو کې د نړۍ په اړه تجسس موجود و. که څه هم،  د دوی مور انګېرله چې ښځې د داسې شيانو د درک کولو وړتيا نه لري، ريچار په ستورپېژندنه کې د جوان د لېوالتيا ملاتړ وکړ او په پايله کې جوان ستورپېژندونکې شوه.[۳۵]

مذهب سمول

د هغه موراو پلار دواړه له يهودي کورنۍ څخه و، خو زيات مذهبيان نه وو او په ځوانۍ کې فاينمن خپل ځان د خدای نه مننونکي په توګه اعلان کړ. ډېر کلونه وروسته، «تينا لويتان» ته په يوه ليک کې په داسې حال کې چې د يهودي نوبل جايزه ګټونکو په اړه د کتاب لپاره يې د معلوماتو غوښتنه رد کړه، فاينمن وليکل: «د ځينو هغو عناصرو د تاييد لپاره چې په څرګند ډول له يهودي وراثت څخه سرچينه اخلي، غوره کول، د هر ډول بې ځايه توکميزې نظريې په مخ کې دروازه پرانيستل دي.» هغه زياتوي: «په ديارلس کلنۍ کې نه يوازې دا چې نورو مذهبي افکارو ته ستون نه شوم، بلکې په دې مې هم باور پرېښود چې يهوديان که په هر ډول وي، غوره خلک دي». د ژوند په وروستيو کلونو کې، کله چې هغه د يوې يهودي علمي مدرسې څخه لیدنه کوله، په لومړي ځل له تلمود سره مخامخ شو. هغه ولیدل چې د کتاب په پاڼه، په يوه کوچنۍ مربع کې د تلمود اصلي متن لیکل شوی او شا او خوا ترې هغه تبصرې وې چې د وخت په تېرېدو سره بېلا بېلو خلکو لیکلې وې. په دې ډول تلمود بشپړ شوی و او هر هغه څه چې تر بحث لاندې نيول کېدل، په پوره پاملرنې ثبت شوی و. سره له دې چې په فاينمن يې اغېز کړی و، د يهودي مذهبي مشرانو له خوا د طبيعيت او بهرنۍ نړۍ په اړه له څرګندونو ناهيلی شوی و، کومو مذهبي مشرانو چې يوازې د هغو پوښتنو په اړه فکر کاوه چې له تلمود څخه راپورته کېږي.[۳۶][۳۷][۳۸]

زده کړه سمول

فايمن د Far Rockaway په عالي لېسه کې زده کړې کړې وې، کوم ښوونځي ته چې د نوبل په جايزه لمانځل شوي نور ملګري برتون ريشتر او باروخ سامويل بلومبرګ هم تللي وو. د لېسې په پیلولو سره، فاينمن په ډېرې تیزۍ سره د رياضي لوړ ټولګي ته لوړکړای شوی و. په ښوونځي کې د پوهې يوه ازموینه کې د هغه د پوهې اندازه، ۱۲۵ اټکل شوې وه، ژوند ليک ليکونکی جيمز ګليک وايي: د ځيرکتيا دا کچه لوړه وه، خو يوازې د درناوي وړ وه. د هغه خور جوان چې له خپل ورور يې يوه نمره زياته اخستې وه، ورسته يې  په يوه مرکه کې په ټوکو وويل چې: هغه زياته ځيرکه وه. کلونه وروسته هغه له مينسا انټرنيشنل سره په دې دليل يو ځای کېدل رد کړل، چې د هغه د ځيرکتيا اندازه ډېره ټيټه وه. فزيک پوه ستيو هسو د هغې ازموينې په اړه وايي:  [۳۹]

زه ګومان کوم چې ازموينې د رياضياتي وړتيا په خلاف د خبرو په وړتيا ټينګار کاوه. د پاتنم د رياضي ازموينې په خلاف چې ډېر ستونزمن کار دی، فاينمن د متحده ايالاتو په کچه تر ټولو لوړې نمرې تر لاسه کړې... هغه په پرينسټن کې په فارغ شوو محصلينو د داخلې د ازموينې پر مهال، په رياضي- فزيک کې هم تر ټولو زياتې نمرې تر لاسه کړې...شونې ده چې د فاينمن د پوهې وړتياوې تر يو بريده غېر متوازنې شوې وي...زه د فاينمن له کتابچې څخه ځينې اقتباسات ياد لرم، چې هغه د لينسان په پړاو کې له ځانه سره ساتلې وو...په هغې کتابچه کې ځينې املايي تېروتنې او ګرامري تېروتنې وې. زه شک لرم، چې فاينمن به داسې مواردو ته ډېره پاملرنه نه وي کړې. 

فاينمن په پنځلس کلنۍ کې مثلثات، پرمختللی الجبر، نامحدوده لړۍ، تحليلي هندسه، تفاضلي او بې کسره حسابونه، په خپله زده کړل. پوهنځي ته له داخلېدو مخکې، هغه د خپلو یادونو په کارولو سره، په رياضياتي موضوعاتو باندې تجربې کولې او له هغو يې پایلې تر لاسه کولې، لکه نيم اشتقاق. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118827545  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119027159 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119027159 — د نشر نېټه: ۲۶ فبروري ۲۰۱۷ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Фейнман Ричард Филлипс — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119027159 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6v69kzn — subject named as: Richard Feynman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/92116 — subject named as: Richard Feynman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2562 — subject named as: Richard Phillips Feynman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?123462 — subject named as: Richard P. Feynman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/feynman-richard-phillips — subject named as: Richard Phillips Feynman
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0026949.xml — subject named as: Richard Phillips Feynman — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/190275 — subject named as: Richard Phillips Feynman
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/3087 — subject named as: Richard Phillips Feynman — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=19415 — subject named as: Richard Phillips Feynman — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000011797 — subject named as: Richard P. Feynman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. پیوستون : 118827545  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. دوتنه: ريچارډ فاينمن — سرليک: “What Do You Care What Other People Think?” — پاڼه: 2
  17. https://www.zhihu.com/question/302812529/answer/572349335 — د نشر نېټه: ۱۶ اپرېل ۲۰۱۹
  18. https://cs.isabart.org/person/92418 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  19. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119027159 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/14081379
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/14081379 — دوتنه: ريچارډ فاينمن او Ralph Leighton — سرليک: “Surely You're Joking, Mr. Feynman!” — خپرونکی: W. W. Norton & Company
  22. پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  23. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/5338b697-7647-4bd8-a288-c0fef9bba9f4 — د نشر نېټه: ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  24. Tindol, Robert (December 2, 1999). "Physics World poll names Richard Feynman one of 10 greatest physicists of all time" (Press release). California Institute of Technology. د اصلي آرشيف څخه پر March 21, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 1, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Richard P. Feynman – Biographical". The Nobel Foundation. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. J. J. O'Connor; E. F. Robertson (August 2002). "Richard Phillips Feynman". University of St. Andrews. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Friedman 2004، ص. 231.
  28. Sykes 1994، ص. 54.
  29. Close 2011، ص. 58.
  30. Chown 1985، ص. 34.
  31. Oakes 2007، ص. 231.
  32. Henderson 2011، ص. 8.
  33. Feynman 1985، ص. 20.
  34. Feynman 1985، ص. 18.
  35. Gleick 1992، صص. 25–26.
  36. Feynman 1985، صص. 284–287.
  37. Brian 2001، ص. 49: "Interviewer: Do you call yourself an agnostic or an atheist? Feynman: An atheist. Agnostic for me would be trying to weasel out and sound a little nicer than I am about this."
  38. Feynman 1988a، ص. 25.
  39. Schwach, Howard (April 15, 2005). "Museum Tracks Down FRHS Nobel Laureates". The Wave. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Gleick 1992، ص. 15.
  41. Feynman 1985، ص. 24.
  42. Mehra 1994، ص. 41.
  43. Feynman 1985، ص. 72.
  44. Schweber 1994، ص. 374.