د منهاتن پروژه

د منهاتن پروژه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه څېړنیزه او پراختیايي پروژه وه چې لومړنۍ هسته یي وسلې یې تولید کړې. نوموړې پروژه د بریتانیا او کاناډا په مرسته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په لاره اچول شوې وه. د نوموړې پروژې مشري له ۱۹۴۲ز کال څخه تر ۱۹۴۶ز کال پورې د متحده ایالاتو د اردو د انجنیرۍ څانګې د تورن جنرال لاسیلي ګروز په غاړه وه. هستوي فزیک پوه رابرټ اوپنهایمر د لاس الاموس لابراتوار رییس و کوم چې ریښتیني بمونه طراحي کړل. د یادې پروژې د اردو څانګه د منهاتن سیمه ونومول شوه ځکه چې لومړنی مقر یې په منهاتن کې و؛ د یادې سیمې نوم په تدریج سره د بشپړې پروژې د رمز نوم، د تعویضي توکو انکشاف، ځای ناستي شو. د وخت په تېرېدو سره، دغې پروژې خپل لومړنی برتانوي سیال د الیاژونو ټیوب راجذب کړ. د منهاتن پروژه په ۱۹۳۹ز کال کې په نرمۍ سره پیل شوه، اما وروسته داسې پولې ته ورسېده چې له ۱۳۰۰۰۰ کسانو څخه ډېر پکې وګمارل شول او لګښت یې نږدې ۲ میلیارده امریکایي ډالرو ته (چې د ۲۰۲۰ز کال له ۲۳ میلیارده امریکایي ډالرو سره معادل دي) ورسېد. د یاد لګښت له ۹۰سلنې څخه زیاته برخه د فابریکو په جوړونه او د هستوي انشقاقي موادو په تولید باندې او له ۱۰ سلنې څخه لږ یې د وسلو په پراخولو او تولید باندې ولګېده. څېړنې او تولید په متحده ایالاتو، برتانیا، او کاناډا کې له ۳۰ څخه په زیاتو ساحو کې تر سره شول.

یاده پروژه د اتومي بمونو دوو ډولونو ته په پراختیا ورکولو تمامه شوه: یو ډول یې نسبتاً ساده ټوپک ډوله هستوي ټوټه کېدونکې وسله وه او دویمه یې ډېره مغلقه له داخل څخه چاودېدونکې وسله وه. د ډنګر سړي ټوپک ډوله طرحه له پلاتینیوم سره د کارولو لپاره غیر عملي ثابته شوه، نو ځکه یوه ساده ټوپک ډوله وسله چې  کوچینی هلک نومېده، او د یورانیوم- ۲۳۵ ایزوتوپ یې وکاراوه کوم چې د طبیعي یورانیومو یوازې ۰.۷ سلنه جوړوي. له هغه ځایه چې دغه ایزوتوپ په کېمیاوي لحاظ له یورانیوم-۲۳۸ ایزوتوپ سره یو شان و، او له هغه سره یې تقریباً یو شان کتله لرله، نو د دغو دوو جلا کول ستونزمن کار ثابت شو. د یورانیومو د غني کولو لپاره درۍ مېتودونه وکارول شول: الکترومقناطیسي، ګازي او حرارتي. ساینس پوهانو د دغه کار زیاتره برخه د تېنتسي په آک رېج کې د کلېنټون د انجنیرۍ په کار ځای کې تر سره کړه.

په یورانیومو باندې د کار کولو سره موازي د پلوتونیمو د تولید هلې ځلې هم روانې وې، کوم چې څېړونکو په ۱۹۴۰ز کال کې د بېرکلي په کالېفورنیا پوهنتون کې کشف کړل. د نړۍ د لومړنۍ اتومي بټۍ، شیکاګو دلۍ-۱ له امکان سنجۍ وروسته، نوموړې په ۱۹۴۲ز کال کې د شیکاګو په پوهنتون کې د مېټالورژۍ په لابراتوار کې نندارې ته وړاندې شوه، یادې پروژې په آک رېج کې X-۱۰ ګرافیټي بټۍ طرح کړه او د واشنګټن ایالت په هانفورډ کې یې د بټیو تولید طرح کړ، په کوم کې چې یورانیوم د تشعشع له لارې په پلوتونیم بدل شول. پلوتونیم بیا په خپل وار سره د بېسموت فاسفېټ په کارولو سره په کېمیاوي بڼه له یورانیومو څخه جلا شول. د چاغ سړي (Fat Man) پلوتونیمي انفجاري وسله د طرحې او پراختیا د یوې لړۍ هماهنګو هلو ځلو په ترڅ کې د لاس الاموس په لابراتوار کې جوړه شوه.

نوموړې پروژه همدارنګه د جرمني د اتومي وسلو له پروژې څخه د اطلاعاتو په راټولولو تورنه شوه. د منهاتن پروژې پرسونل، د السوس د عملیاتو له لارې په اروپا کې، کله کله ان تر دې چې د دښمن د لیکو په شا کې خدمت کاوه، چېرته چې هغوی اتومي مواد او اسناد او همداراز جرمني ساینسپوهان راټول کړل. د منهاتن د پروژې له ټینګ امنیت سره سره، شوروي اتومي جاسوسانو په بریالیتوب سره دغه پروګرام ته نفوذ وموند.

لومړنۍ اتومي وسیله یو چاودېدونکی بمب و چې د نوې مکسیکو د بمونو او توپخانې په میدان کې د درۍ ګوني ټسټ پر مهال د ۱۹۴۵ز کال د جولای په ۱۶مه نېټه وچاودېده. د کوچیني هلک او چاغ سړي بمونه یوه میاشت وروسته په ترتیب سره د هېروشیما او ناګاساکي په اتومي بمبارۍ کې وکارول شول، چې د منهاتن د پروژې پرسونل په حمله کوونکې الوتکه کې د بمب د نصب د تکنېشنانو او د یادې وسلې د متخصصینو په توګه خدمت وکړ. د منهاتن پروژې له جګړې څخه راوروسته په لومړنيو کلونو کې، په بیکیني الاټ کې د خپلو څلور لارې نوم لرونکو عملیاتو د یوې برخې په توګه د وسلو ټسټونه تر سره کړل، نوې وسلې یې جوړې کړې، د ملي لابراتوارونو د شبکې پراختیا ته یې وده ورکړه، د رادیولوژۍ په څانګه کې یې له طبي تحقیقاتو څخه ملاتړ وکړ، او د سمندري اتومي ځواکونو بنسټ یې کېښود. یادې پروژې په ۱۹۴۷ز کال کې د متحده ایالاتو د اتومي انرژۍ د کمېسیو تر رامنځته کېدو پورې د امریکا د اتومي وسلو په څېړنو او تولېد باندې خپل کنترول حفظ کړ.  

رېښې سمول

په ۱۹۳۸ز کال کې د جرمن کېمیا پوهانو اوتوهاهن او فریتز ستراسمن په واسطه د هستې د ټوټه کېدو کشف او د لیز میتنر او اوټو فرېش له خوا د هغو تیورویکې شرحې د اتومي بم جوړونه له تیوریکي لحاظه یو ممکن کار ثابت کړ. داسې وېرو شتون در لود چې ښایي لومړی د جرمنیانو له لوري د اتومي بمب پروژه یو اتومي بمب جوړ کړي، دا وېره په ځانګړې توګه د هغو ساینس پوهانو تر منځ زیاته وه چې د نازي جرمني او نورو ملتپالو هېوادونو څخه مهاجر شوي وو. د ۱۹۳۹ز کال په اګسټ کې په مجارستان (هنګري) کې زیږېدلیو فزیک پوهانو لیو سزیلارډ او ایوګین ویګنر د انشتاین-سزیلارډ د لیک مسوده جوړه کړه، په کوم کې چې د یو نوي ډول د فوق العاده ځواکمنو بمونو د احتمالي جوړېدو خبرداری ورکړل شو. په یاد لیک کې متحده ایالاتو ته مشوره ورکړل شوې وه چې د یورانیومو زېرمو ته د لاسرسي لپاره ګامونه واخلي او د انریکو فېرمي او نورو له خوا د هستوي ځنځیري تعاملاتو څېړنې ګړندۍ کړي. هغوی یاد لیک په البرټ انشتاین امضاء او ولسمشر فرانکلین ډي. روزولټ ته یې ورساوه. روزولټ د ملي ستندرد له ادارې څخه لیمان برېګز ته امر وکړ تر څو د یورانیومو د مشورتي کمېټې مشري په غاړه واخلي تر څو په لیک کې د یادو شوو موضوع ګانو په اړه څېړنه وکړي. برېګز د ۱۹۳۹ز کال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه یوه غونډه ونیوه چې زیلارډ، ویګنر، او اډوارډ ټېلر پکې ګډون وکړ. یادې کمېټې په نومبر کې روزولټ ته راپور ورکړ چې "یورانیوم ښایي د داسې بمونو یوه احتمالي منبع تهیه کړي چې تخریب یې له تر اوسه پېژندل شوو هر څه څخه بې اندازې زیات وي."[۱][۲][۳]

د ۱۹۴۰ز کال په فبروري میاشت کې، د متحده ایالاتو سمندري اردو د کلمبیا پوهنتون ته ۶۰۰۰ امریکایي ډالره بودیجه اعطا کړه، چې زیاته برخه یې انریکو فېرمي او زیلارډ د ګرافیتو په پېرنه باندې ولګوله. د فېرمي، سزیلارډ، ایګن ټي. بوث او جان ډونینګ په ګډون د کلمبیا د پروفیسورانو یو ټیم د لومړي ځل لپاره د امریکا په قاره کې د هستوي ټوټه کېدنې تعامل رامنځته کړ، چې د هاهن او ستراسمن کار یې تایید کړ. همدغه ټیم بلافاصله په کلمبیا کې په پپین تالار کې د اتومي بټیو (یا د "مشالونو" لکه څرنګه چې فېرمي نومولې وې)د لومړنیو نمونو یوه لړۍ رامنځته کړه ، اما تر دې دمه د ځنځیري تعامل په تر سره کولو نه وو توانېدلي.[۴][۵]

د یورانیومو مشورتي کمېټه د ۱۹۴۰ز کال د جون په ۲۷مه  د یورانیومو د ملي دفاعي څېړنو په کمېټې دهغې له رامنځته کېدو سره سمه بدله شوه. برېګز د یورانیومو په څېړنه، په ځانګړې توګه په یورانیوم-۲۳۵ ایزوتوپ، او پلوتونیَم باندې، کوم چې د کالیفورنیا په پوهنتون کې په ۱۹۴۰ز کال کې کشف شو د ۱۶۷۰۰۰ امریکایي ډالرو بودیجې د لګولو وړاندیز وکړ. د ۱۹۴۱ز کال د جون په ۲۸مه نېټه روزولټ خپل ۸۸۰۷ نمبر اجرایي فرمان لاسلیک کړ، کوم چې د وانېوار بوش په مشرۍ د ساینسي څېړنو او پراختیا دفتر (OSRD) رامنځته کړ. یاد دفتر ته دا صلاحیت ورکړل شوی و تر څو د څېړنو تر څنګ د انجنیرۍ په لویو پروژو کې دخیل واوسي. د یورانیومو ملي دفاعي څېړنیزه کمېټه د ساینسي څېړنو او پراختیا د دفتر اس-۱ برخه وګرځېده، او د "یورانیوم" کلیمه د امنیتي دلایلو په خاطر حذف شوه. [۶][۷][۸]

سرچينې سمول

  1. Hewlett او Anderson 1962، ص. 20.
  2. Hewlett او Anderson 1962، صص. 16–20.
  3. Jones 1985، ص. 12.
  4. Hewlett & Anderson 1962, pp. 40–41.
  5. Hewlett او Anderson 1962، ص. 21.
  6. Rhodes 1986, pp. 322–325.
  7. Jones 1985, p. 33.
  8. Hewlett & Anderson 1962, p. 42.