مېرمن ريحانه د حسين يا حسن خوارزمي لور ده، چې په غزني كي او سېدله او ابوريحان محمد بن احمد بېروني د خپل كتاب چې (التفهيم _ لاوائل صناعآ التنجيم) نومېږي د دې مېرمني په خواهش ليكلى او دې ته يې اهدا كړى دى.

څنگه چې دا كتاب په 420 هجري قمري = 398 يزد گردى او 1341 اسكندرى او 1029 مېلادي كي ليكلى سوى دى ، نو د دې مېرمني د ژوند تاريخ هم دغه پورته وخت ټاكلاى سو.

او د دې كتاب له اهدا څخه څرگندېږي چې مېرمن ريحانې له علم نجوم سره مينه درلوده، او معلومېږي چې په دې علم كي د مطالعې مېرمن هم وه. ابو ريحان خپل دا كتاب هم په عربي او هم په پارسي ليكلى دى مگر دا پوره نه ده معلومه چې عربي ليكل يې د مخه دي او كه فارسي، خو په دواړو نسخو كي يې خپل كتاب د دې مېرمني په خواهش ليكلى دى. د عربي نسخې په مقدمه كي ليكي:

". . . وكذ لك عملت هذه التذكره لطالبها "ريحانه" بنت الحسن على طريق السوال والجواب على وجه هو احسن و التصور اسهل. . . " په پارسي نسخه يې داسي د دې مېرمني نوم اخيستى دى:

". . . و اين ياد گار همچنين كردم مر ريحانه بنت الحسين الخوارزمى را كه خوا هندهْ او بود، بر طريق پرسيدن و جواب دادن بر روى كه خوبتر بود و صورت بستن آن آسانتر. . . "

او دا چې موږ وويل دا مېرمن په غزني كي اوسېدله دليل يې دا دى چې دا كتاب ابوريحان په غزني كي ليكلى دى، ځكه چې د دې كتاب د تاليف په وخت كي (420 هـ ق) كال كي ابو ريحان په غزني كي و، د يمن الدوله سلطان محمود غزنوي له خاصانو څخه باله كېده (387 _ 421) او يو كال وروسته يعني په 421 هجري چې د محمود د ژوند وروستنى كال و دې ښاغلي د قانون مسعودي كتاب هم په دې ښار كي د محمود دپاره شروع او تر څو كلو وروسته يې د امير مسعود د محمود د زوى په نامه ختم كړ. نو څرگنده شوه چې دا مېرمن په غزني كي اوسېدله د دې نور حال موږ ته معلوم نه سو.