روت بيدر ګينزبرګ

روت بيدر ګينزبرګ
(انګلیسي: Ruth Bader Ginsburg د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روت بيدر ګينزبرګ
روت بيدر ګينزبرګ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Joan Ruth Bader د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ مارچ ۱۹۳۳[۱][۲][۳]
مړینه 18 سپټمبر 2020 (87 کاله)[۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي[۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 2 [۶]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده قاضي  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) امریکايي انګرېزي
عبراني
سویډني ژبه
انگليسي[۷][۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د ښځو حقونه[۹]
د جنسيت مساوات[۹]
جندر[۹]
نياوتون[۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دندې د متحده ایالاتو فدرالي حکومت  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 4000000 امريکايي ډالر  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه (۱۹۹۵)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
روت بيدر ګينزبرګ
روت بيدر ګينزبرګ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۱۰]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جاون روت بيدر ګينزبرګ (۱۹۳۳، مارچ ۱۵ – ۲۰۲۰ز کال، سپتمبر ۱۸) يوه امريکايۍ وکيله او قانون پوه وه، چا چې له ۱۹۹۳ز کال راهيسې په ۲۰۲۰ز کال کې تر مرګه د متحده ايالاتو د سترې محکمې غړې قاضي په توګه دنده تر سره کړې وه. هغه ولسمشر بل کلينټن د دې لپاره نومولې وه چې د تقاعد کېدونکي قاضي «بيرون وايټ» ځای ونيسي او هغه مهال ورته د يوې معتدلې اجتماع جوړونکې په سترګه کتل کېدل. کله چې د وخت په تېرېدو سره محکمه ښي اړخي لور ته بدله شوه، نو هغه د روښانفکره کیڼ اړخ برخه وګرځېده. ګينزبرګ لومړۍ يهودۍ ښځه او دويمه ښځه وه چې په محکمه کې يې کار وکړ، له هغې مخکې «سنډرا ډی» او «کونر» په محکمه کې کار کړی و. د هغې د کار پر مهال، ګينزبرګ د پام وړ اکثريت رايې وليکلې، د ويرجینيا په وړاندې متحده ايالت (۱۹۹۶)، د ايل. سي. په وړاندې «اولماسټيډ (۱۹۹۹)»، فرينډ اف د ايرت شرکت، د ليډلا چاپيرياليزو خدماتو د شرکت په وړاندې (۲۰۰۰) او «اونيډا انډين نيشن اف نيويارک» په وړاندې د «شيريل سيټي (۲۰۰۵)» په ګډون.[۱۱][۱۲][۱۳]

ګينزبرګ د نيويارک په بروکلين کې زېږېدلې او ستره شوې وه. په ماشومتوب کې يې مشره خور مړه شوه او له ليسې څخه د ګينزبرګ له فراغت نه لږ مخکې يې مور له نړۍ وکوچېده. هغې له «کورنل» پوهنتون څخه د لېسانس سند تر لاسه کړ او له «مارټين ډي. ګينزبرګ» سره يې واده وکړ، په هارورډ کې د حقوقو پوهنځي له پيلولو مخکې مور شوه، په دې پوهنتون کې په خپل ټولګي کې د څو ښځو له ډلې يوه وه. ګينزبرګ وروسته د کولمبيا د قانون پوهنځي ته تبديله شوه او په خپل ټولګي کې په شريکه لومړۍ درجه فارغه شوه. د ۱۹۶۰ز لسيزې په لومړيو کې، هغې د نړيوالې کړنلارې په اړوند د کولمبيا د قانون پوهنځي له پروژې سره کار وکړ، سويډني ژبه يې زده کړه او له يو سويډني «انډرس بروزيلوس» سره په ګډه يې يو کتاب وليکه، په سويډن کې کار د جنسي برابرۍ په اړه د هغې په فکر ژور اغېز پرېښود. وروسته په «روټجر قانون پوهنځي» او د کولمبيا د قانون په پوهنځي کې پروفيسره شوه او په خپل ډګر کې يوه له هغو څو مېرمنو وه چې د مدني کړنلارې تدريس يې کاوه.

ګينزبرګ د ژوند ډېره برخه د جنسيت برابرۍ او ښځو د حقوقو څخه د دفاع لپاره تېره کړه او له سترې محکمې څخه مخکې يې ډېرې مناظرې وګټلې. هغې د امريکايي مدني آزادۍ د اتحاديې لپاره د رضاکارې څارنوالې په توګه وکالت وکړ او په ۱۹۷۰ز لسيزه کې د دې اتحاديې د مديره پلاوي غړې او عمومي سلاکاره وه. په ۱۹۸۰ز لسيزه کې، ولسمشر جيمي کارټر نوموړې د کولمبيا سيمې په ولسوالۍ کې د متحده ايالاتو د استئناف په محکمه کې وټاکله او دلته يې په ۱۹۹۳ کال کې په ستره محکمه کې تر ټاکنې پورې خدمت وکړ. په ۲۰۰۶ز کال کې د «اوکينر» تر تقاعد او په ۲۰۰۹ز کال کې د «سونيا سوټوماير» تر ګومارنې پورې، هغه په ستره محکمه کې یواځینۍ ښځينه قاضۍ وه. په دې موده کې، ګينزبرګ د مخالفتونو پر بنسټ لا پياوړې شوه، په ځانګړي ډول د « Ledbetter» په وړاندې د « Goodyear Tire & Rubber Co» (۲۰۰۷) په قضيه کې. د ګينزبرګ مخالف اند د «ليلي لدبيټر منصفانه قانون» د جوړېدو لامل وګرځېد، په کوم چې په ۲۰۰۹ز کال کې ولسمشر بارک اوباما لاسليک کړی و او په دې سره د کارکوونکو لپاره د حقوقي توپيري چلند دعوو ګټل اسانه شول. ګينزبرګ ته په امريکايي مشهور کلتور کې په ګڼو قضيو کې د احساساتي مخالفت له امله پام واوښت چې په پراخه کچه ورته له قانون څخه د ازاد خياله بيلګه ييز اند د منعکسوونکې په سترګه کتل کېدل. هغې ته د « Notorious R.B.G» لقب ورکړل شو او هغې وروسته دا لقب ومانه.[۱۴]

د نري رنځ(سرطان) له ناروغۍ او د روښانفکره قانون پوهانو له عامو غوښتنو سره د دوه ځلې مبارزې سره سره، هغې پرېکړه وکړه چې په ۲۰۱۳ يا ۲۰۱۴ز کال کې تقاعد نه شي، کله چې ديموکراتانو کولای شول د هغې ځای ناستی وټاکي. ګینزبرګ د ۲۰۲۰ز کال د سپتمبر په اتلسمه نېټه په واشګنټن ډي.سي کې په خپل کور کې د تريخي د سرطان ناروغۍ له امله د اوه اتيا کلنۍ په عمر مړه شوه. په ۱۱۶م کانګريس کې د سنا مجلس جمهوري غوښتونکو د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر په اوه ويشتمه نېټه په اکثريت سره د هغې تشې د ډکولو لپاره «امي کوني باريټ» وټاکله، کومه تشه چې د ګينزبرګ د مرګ له امله منځ ته راغلې وه. له ۱۹۵۳ز کال راهيسې د «بيريټ» ټاکنه په محکمه کې د ښي اړخو له سترو بدلونونو څخه يوه وه، دوه نورې يې په ۱۹۹۱ز کال کې د «ترګډ مارشال» پر ځای د «کليرنس تامس» ټاکل او په ۱۹۹۶ز کال کې د «ارل وارن» پر ځای د «وارن برګر» ټاکنه وه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه سمول

جاون روت بيډر د ۱۹۳۳ز کال د مارچ په پنځلسمه نېټه د نيويارک ښار د بروکلين په «بيت موسيس روغتون» کې زېږېدلې وه، هغه د «سيليا» (née Amster) او «نتن بيډر» دويمه لور وه، څوک چې د «فلاټبوش» په سيمه کې اوسېدل. د هغې پلار د اوکراين د «اوډيسا» يهودي کډوال و چې هغه مهال د روسي سترواکۍ برخه وه، مور يې په نيويارک کې د يهودي مور او پلار څخه زېږېدلې وه چې اصلاً د پولنډ د «کراکاو» سيمې اوسېدونکې وه چې هغه مهال دا سيمه د اطريش-هنګري برخه وه. د بيډر مشره لور «ماريلين» د مغزو د پړسوب ناروغۍ له امله په شپږ کلنۍ کې مړه شوې وه چې دا مهال «روتر» يواځې څوارلس مياشتينۍ وه. دې کورنۍ «جاون روت» ته د «کيکي» نوم اخيست، دا نوم هغې ته «ماريلين»  ورکړی و، ځکه چې هغه په ماشومتوب کې لغتې وهونکی ماشوم و. کله چې کيکي ښوونځی پيل کړ، «سيليا»، د هغې مور ومونده چې د هغې په ښوونځي کې نورې داسې ډېرې انجونې شته چې «جاون» نوميږی، له همدې امله «سيليا» ښوونکي ته وړانديز وکړ چې د هغې لور ته د «روت» په نوم غږ وکړي، تر څو له نورو سره يې نوم ګډوډ نه شي. که څه هم ډېر دين دوسته نه وو، بيا هم د «بيډر» کورنۍ د ختيځ «ميډوډ» یهودي مرکز سره اړيکه درلوده، کومه چې یوه محافظه کاره کليسا وه، په دې ځای کې «روت» د يهودي عقیدې اصول زده کړل او له عبري ژبې سره بلده شوه. پر ښځو د تورات نه لوستلو د ارتودوکس د محدوديتونو له امله «بيډر» ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې «باټ ميتزوا» لمانځغونډه تر سره کړي او دې چارې هغه خفه کړه (باټ ميتزوا د يهوديانو يو ديني رسم دی چې د بلوغ پر مهال يې تر سره کوي). له څلور کلنۍ څخه يې په بهر کې د ډله ييزو رخصتيو په تېرولو پيل کړ (Camp)، روت د « Che-Na-Wah » په غونډه کې ګډون وکړ، کومه چې د نيويارک د «مينيروا» سره نژدې د «بالفور» په جهيل کې د يهوديانو د دوبي د موسم يو پروګرام و، وروسته په همدې ځای کې تر اتلس کلنۍ پورې د غونډې سلاکاره وټاکل شوه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

«سيليا» د خپلې لور په زده کړه کې فعاله ونډه درلوده، ډېر ځله به يې کتابتون ته بوتله. «سيليا» هم په خپلې ځوانۍ کې ښه زده کوونکې وه، په پنځلس کلنۍ کې له ليسې فارغه شوې وه، خو له دې امله يې د زده کړو بهير ودرېد چې د هغې کورنۍ کالج ته د هغې د ورور د استولو پرېکړه وکړه. «سيليا» غوښتل چې لور يې زياتې زده کړې وکړي او هغې فکر کړی و چې زياتې زده کړې به له «روت» سره مرسته وکړي چې په ليسه کې د تاریخ استاده شي. «روت» د «جيمز ميډيسن عالي ليسه» کې داخله وکړه چې د همدې ښوونځي د قانون پروګرام وروسته د محکمې يوه کوټه د هغې په وياړ ځانګړې کړه. د «روت» د ليسې د کلونو پر مهال «سيليا» د سرطان له ناروغۍ ځورېده او له ليسې څخه د «روت» له فارغېدو يوه ورځ مخکې مړه شوه.[۲۳]

«بيډر» د نيويارک په «اتيکا» کې د کورنل پوهنتون ته ولاړه او د «الفا-ايفسيلون-فای» غړې وه. په کورنل کې د اولس کلنۍ پر مهال هغې له «مارټين ډي. ګينزبرګ» سره وليدل. هغه د ۱۹۵۴ز کال د جون په دروېشتمه نېټه د کورنل پوهنتون د فنونو د لېسانس له دورې څخه فارغه شوه. په کورنل کې، هغې د روسي الاصله امريکايي ناول ليکونکي «ويلادمير نوبوکوف» څخه زده کړې وکړې، هغې وروسته وويل چې: «نوبوکوف» د ليکوالۍ په برخه کې د هغې په پرمختګونو ژور اغېز درلود.  هغه د «فای-بيټا-کاپا» غړې او د فراغت په ټولګي کې د لوړې درجې ښځينه محصله وه. له کورنل څخه تر فراغت يوه مياشت وروسته «بيډر» له «ګينزبرګ» سره واده وکړ. هغه او «مارټين« د اوکلاهوما «فورټ سيل» ته وکوچېدل، چېرته چې مارټين د متحده ايالاتو په منتظره ځواکونو کې د منتظره ځواک د افسرانو د روزنې د قول اردو افسر و او هلته د فعالې دندې لپاره غوښتل شوی و. په يو وېشت کلنۍ کې هغې د اوکلاهاما د ټولنيز امنيت ادارې په دفتر کې کار وکړ. په لومړي بچې د حامله کېدو له امله د هغې رتبه ښکته کړای شوه. هغې په ۱۹۵۵ز کال کې لور وزېږوله.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچینې سمول

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6db86dw — subject named as: Ruth Bader Ginsburg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. subject named as: Ruth Bader Ginsburg — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=11171 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020758 — subject named as: Ruth Bader Ginsburg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Justice Ruth Bader Ginsburg, Champion Of Gender Equality, Dies At 87 — خپرونکی: NPR — د خپرولو نیټه: ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۰
  5. 金斯柏格87歲病逝 美自由派大法官畢生維權成女中豪傑[影] — د نشر نېټه: ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۰ — نشرونه لخوا د: Central News Agency — د خپرولو نیټه: ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۰
  6. https://www.newsweek.com/ruth-bader-ginsburgs-husband-children-are-part-her-historic-legacy-1533035
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2017965662 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  8. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/299782499
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2017965662 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  10. https://www.imdb.com/title/tt4669788/reference — د نشر نېټه: ۲۴ مارچ ۲۰۱۹
  11. "Ruth Bader Ginsburg". National Women's History Museum (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في August 11, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Ruth Bader Ginsburg". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في March 29, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Byron R. White". Encyclopædia Britannica, Inc. مؤرشف من الأصل في October 22, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kelley, Lauren (October 27, 2015). "How Ruth Bader Ginsburg Became the 'Notorious RBG'". Rolling Stone. مؤرشف من الأصل في January 25, 2019. د لاسرسي‌نېټه January 24, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په August 2014 باندې). U.S. Justice Ginsburg hits back at liberals who want her to retire.
  16. (په 25 September 2020 باندې). The Quiet 2013 Lunch That Could Have Altered Supreme Court History. The New York Times.
  17. Prokop, Andrew (September 24, 2014). "Some liberals want Ruth Bader Ginsburg to retire. Here's her response". Vox. VoxMedia. مؤرشف من الأصل في July 11, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په September 22, 2020 باندې). What The Supreme Court's Unusually Big Jump To The Right Might Look Like.
  19. "Women of Interest—Ruth Bader Ginsburg". The Voice. October 21, 2020. مؤرشف من الأصل في October 29, 2020. د لاسرسي‌نېټه October 26, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bader Ginsburg, Ruth; Harnett, Mary; Williams, Wendy W. (2016). My Own Words. New York, NY: Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1501145247. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kaplan Sommer, Allison (September 19, 2020). "Why Ruth Bader Ginsburg Had an Intimate, Yet Ambivalent, Relationship With Judaism and Israel". Haaretz. مؤرشف من الأصل في December 15, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. De Hart 2020، ص. 13.
  23. "Ruth Bader Ginsburg". The Oyez Project. Chicago-Kent College of Law. Archived from the original on March 19, 2007. د لاسرسي‌نېټه August 24, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  24. (په November 14, 2015 باندې). Ruth Bader Ginsburg and Gloria Steinem on the Unending Fight for Women's Rights. The New York Times.
  25. Scanlon, Jennifer (1999). Significant contemporary American feminists: a biographical sourcebook. Greenwood Press. د کتاب پاڼې 118. OCLC 237329773. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0313301254. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "When Vladimir Nabokov Taught Ruth Bader Ginsburg, His Most Famous Student, To Care Deeply About Writing | Open Culture" (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 22, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "How Lolita Author Vladimir Nabokov Helped Ruth Bader Ginsburg Find Her Voice". www.mentalfloss.com (په انګلیسي ژبه کي). 2020-10-26. مؤرشف من الأصل في March 5, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Hensley, Thomas R.; Hale, Kathleen; Snook, Carl (2006). The Rehnquist Court: Justices, Rulings, and Legacy. (الطبعة hardcover). Santa Barbara, California: ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 92. LCCN 2006011011. د کتاب نړيواله کره شمېره 1576072002. مؤرشف من الأصل في August 19, 2020. د لاسرسي‌نېټه October 1, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "A Conversation with Ruth Bader Ginsburg at Harvard Law School". Harvard Law School. مؤرشف من الأصل في January 21, 2014. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په June 25, 1993 باندې). Trial by Adversity Shapes Jurist's Outlook.