روت بارکن مارکس
روت بارکن مارکس (پيدايښتي نوم يې روت شارلټ بارکن دی؛ ۲ اګست ۱۹۲۱،د ۱۹ فبروري ۲۰۱۲) يوه امريکايۍ اکاډميکه فيلسوفه او منطق پوهه وه چې په شرطي او فلسفي منطق کې د خپلو آثارو له امله يې زیات شهرت موندلی. هغې د کميتي کيفيتي منطق لومړۍ رسمي قاعدې جوړې کړې او په دې ډول يې هغه طرحه يا اصل وړاندې کړ چې د بارکن فارمولې په نوم بېژندل کېږي. (هغې همدا راز په دې بهير کې د اړتيا لپاره اوسنی معياري عامل «بکس» هم وړاندې کړی). مارکوس چې په اصل کې د «روت سي. بارکن» په نوم پېژندل شوې وه، د «ډان ګيريټ» په وينا «د شلمې پېړۍ يوه له زیاتو اغېزناکو او مهمو فلسفي منطق پوهانو» څخه يوه وه. د مارکوس د اوږدې مودې کار د لمانځلو پر مهال په ۲۰۰۸ز کال کې «تيموتي وليامسن» وويل «نه يواځې دا چې د هغې ډېری اندونه اصلي او ځيرک او ښايسته او په زړه پورې او اغېزناک او د خپل وخت مخکښ دي، بلکې په حقيقت کې زه باور لرم چې ريښتيني هم دي».[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
روت بارکن مارکس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | برانکس |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
رکنیت | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیم | د نيويارک پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
سمول |
اکاډميک مسلک او خدمت
سمولروت بارکن (نوموړې په ۱۹۴۲ز کال کې له ډاکټر «جولس الکسانډر مارکوس» سره تر واده مخکې په همدې نوم پېژندل کېده) په ۱۹۴۱ز کال کې د نيويارک پوهنتون څخه په لوړه درجه فارغه شوې وه چې په رياضياتو او فلسفه کې يې تخصص کړی و. وروسته په «يالي» کې له ښوونځي فارغه شوه، ماستري يې په ۱۹۴۲ز کال او د دوکتورا سند يې په ۱۹۴۶ز کال کې تر لاسه کړ.[۷]
مارکوس له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۵۳ز کال پورې په «نارت ويسټ» پوهنتون کې مېلمنه پروفيسره وه او په ۱۹۵۹ز کال کې يې يو ځل بيا هلته تدريس وکړ. نوموړې د ۱۹۵۶ او ۱۹۶۳ز کلونو په منځ کې په شيکاګو کې د نوي جوړ شوي «روزويلټ پوهنتون» کې د مرستيالې او همکارې پروفيسرې په توګه کار وکړ. له ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۰ز کال پورې، هغه د شيکاګو په «الینوايز» پوهنتون کې د فلسفې پروفيسره وه (دلته یې بنسټيزه دنده د ډپارټمنټ مديريت و). هغه له ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۷۳ز کال پورې په نارت ويسټ پوهنتون کې د فلسفې پروفيسره وه، په ۱۹۹۲ز کال کې د لقب لرونکې پروفيسرې په توګه تر تقاعد پورې د «يال» په پوهنتون کې د فلسفې د « Reuben Post Hallec» پروفيسرې په توګه وټاکل شوه. تر ۱۹۹۷ز کال پورې يې د «اروین» په کلفورنيا پوهنتون کې د ژمي د سمسترونو پر مهال تدريس ته دوام ورکړ.[۸]
د خپل مسلک د دندې پر مهال د نورو کارونو تر څنګ، مارکوس د امريکايي فلسفي ټولنې (۱۹۷۶-۸۳) د مشرانو د پلاوي د رئيسې په توګه هم کار وکړ، همدا راز د «سمبوليک لاجيک» ټولنې (۱۹۸۳-۸۶) او له هغې وروسته د « Institut International de Philosophie » (۱۹۸۹-۹۲) ټولنې د مشرې په توګه يې هم دنده تر سره کړه.
فلسفه
سمولکميتي شرطي منطق
سمولد «بارکن قاعده» چې ډېر بحثونه پرې شوي په QML کې د يوې منل شوې فارمولې په توګه معرفي شوې ده. په خپل لومړي خپاره شوي اثر، له څومره والي ټاکلو سره د شرطي منطق د لومړۍ واقعي مطالعې خپرولو کې، مارکوس دا اثر د خپل پېغلتوب په نوم يعنې «روت سي. بارکن» خپور کړ. په دې کې دا درې مضامين راټول دي: «د دقيق دلالت پر بنسټ د لومړي ترتيب عملي محاسبه»، د سيمول لاجک جريده (JSL، ۱۹۴۶)، «د دقيق دلالت پر بنسټ د لومړي ترتيب په يوې عملي محاسبې کې د تفريق قاعده» (JSL، ۱۹۴۶) او «د دويم ترتيب په يوې دقيقې عملي محاسبې کې د افرادو پېژندګلو»، (JSL، ۱۹۴۷).[۹]
د اندازه شوي شرطي منطق لومړۍ تګلارې، کومو چې د «کليرنس ايروينګ ليويس» ځينې وړانديز شوي مشروط نظامونه لومړي او دويم ترتيب ته پراخه کړي؛ د ۱۹۴۶ او ۱۹۴۷ز کلونو مقالې د شلمې پېړۍ د منطق تر ټولو سترې لاسته راوړنې وې.
ليويس په «د نيت د منطق په اړه لیکنو» کې مارکوس ته ځانګړې پېژندګلوې ورکړې، دا ليکنه په بنسټيز ډول په « Structure, Method, and Meaning: Essays in Honor of Henry M. Sheffer (New York, 1951)» (جوړښت، کړنلاره او معنا: د هينري ايم. شيفر په وياړ مقالې (نيويارک، ۱۹۵۱)) کې خپره شوې وه. په دې ځای کې ليوس اعتراف کړی چې «بارکن مارکوس» هغه لومړۍ منطقپوه دی چې وړانديز شوی منطق يې د قصدي منطق لوړ ترتيب ته پراخه کړی دی.
مستقيمه مرجع
سمولمارکوس د ژبې په فلسفه کې يو اند وړاندې کړ چې د دې اند له مخې د مارکوس په وينا خاص نومونه يواځې «نښې» دي («مشروطي او قصدي ژبې» (ساينتيسي، ۱۹۶۱) او په نورو ځایونو کې). د هغې د نومونو د نښو د اند (د مستقيمې مرجع اند) تر مخې، دا «نښې» د دې لپاره کارول کېږي چې د شیانو ښودنه وکړي، کوم شیان چې همدا نوم لري. د دې ارجاعي عمل په مټ د نوم معنا ستومانه کوونکې بلل شوې ده. د بېلګې په ډول: دا اند د «برټرانډ رسل» د خاصو نومونو د تشريح له اند او همدا راز د «جان سيرلي» د نومونو د ټوليزې تشریح له اند سره توپير لري، کوم چې دا مهال خپاره دي. د خاصو نومونو دا ليد (له ويلارډ وان اورمن کويني سره د مبصر په توګه په ۱۹۶۲ کې وړاندې شوي دي) د ارجاعي اند تر څنګ د «کوينټين سميت» له خوا پېژندل شوی دی، د کوم يادونه چې د «ساول کريپک» په «نوم اېښودنه او اړتيا» کې شوې ده. په هر حال، د «روت بارکن مارکوس» په یوه وروستۍ ستاينه کې پروفيسر تيموتي ويليامسن ويلي دي: [۱۰][۱۱]
له دې نظرياتو څخه يو يې، کوم چې د ژبې د اوسنۍ فلسفې سره زيات سمون خوري، دا اند دی چې خاص نومونه له تشريحي توکو پرته يواځې نښې دي. د نه بدليدونکو ټاکونکو په توګه د نومونو په اړوند دا د «کريپکي» نظريه نه ده چې يو شی د اړوندو نړۍ ګانو په نظر کې نيولو سره ټاکي، ځکه چې نه بدليدونکي قطعي تشریحات نه بدليدونکي ټاکونکي دي، خو بيا هم تشريحي توکي لري. بلکې دا هغه اند دی چې وروسته د «ډيويډ کپلان» او نورو له خوا جوړه شوی، چې خاص نومونه نېغ په نېغه ارجاعي دي، په دې معنا چې دوی يواځې له خپلو حاملينو سره د هغو جملو په بيانولو کې خپله ونډه لري، په کومو جملو کې چې دوی واقع دي.[۱۲]
د ژبې فيلسوف «سټيفن نيلي» هم په «ټايم ليټرري سپليمينټ» کې د پروفيسر سميت د ادعا پر ضد استدلال کړی. [۱۳]
د پېژندګلوي اړتيا
سمولله دې وړاندې په ۱۹۴۶ز کال کې مارکوس د پېژندګلو اړتيا ثابته کړې وه او په ۱۹۶۱ز کال کې يې په رسمي ډول د هغې لپاره دلايل وړاندې کړل، په همدې بنسټ يې د اټکليزې پېژندګلوي شونتيا رد کړې وه. د جورنال او سيمبوليک لاجک وګورئ (۱۹۴۷) ۱۲:pp ۱۲-۱۵
د QML معناپېژندنه
سمولمارکوس داسې يوه تشريح غوره بولي، چېرې چې د تشريح سيمه په حقيقي نړۍ کې انفرادي هستې جوړوي. هغه همدا راز وړانديز کوي چې د ځينو کارولو لپاره د بديلو معناوو اړتيا ليدل کېږي. نوموړې د شونتياوو پر ضد دلايل وړاندې کوي. وګوره «له شونتيا څخه استغنا» (د امريکايي فلسفي ټولنې ليکنې، ۱۹۷۵-۷۶)؛ «شونتيا او ممکنه نړۍ» (Grazer Philosophische Studien، ۱۹۸۵-۸۶).
اخلاقي ټکر
سمولمارکوس د اخلاقي اصولو يوه ټولګه په دې ډول تعريفوي، هغه يوه په کومه کې چې ځينې د «امکان نړۍ» وي او په کومه کې چې د ټولو اطاعت کېږي. او دا چې ممکنه ده چې دوی په واقعي نړۍ کې يو له بل سره ټکر ولري، دا د نه موافقې نښه نه شي بلل کېدای. لکه د پېژندنې د اړتيا په صورت کې، د اخلاقي ټکر د دې تفسير په وړاندې مخالفت ښودل شوی و. د هغې استدلال په پراخه کچه د منل شوي اند پر ضد شمېرل کېږی، او هغه دا چې د اخلاقي اصولو نظام خامخا يو له بل سره په ټکر کې دی.[۱۴]
باور
سمولداسې اټکل شوی چې باور د ټاکلو داخلي او بهرنيو حالاتو تر مخې د چارو احتمالي حالت سره د يو عامل اړیکه ده. د يوې نقل شوې جملې سره موافقه (د باور نه نقل کولو محاسبه) د باور کولو يواځې يوه تګلاره ده. د شرط تړلو چلند يې يو بل دی. په ټوله معنا د ژبې پر مرکزيت راڅرخېدونکی روايت (لکه د ډيويډسن) رد شوی. په کوم ځای کې چې په يو عامل په دې ډول تشریح شوی وي چې په يو ناشوني تر هغه وخته باور وکړي، تر څو د هغې ناشونتيا روښانه شي، مارکوس وړانديز کړی چې له دې شرايطو سره سم دا عامل بايد ووايي چې هغې يواځې په ناشونتيا د باور کولو ادعا کړې. کټ مټ په همدې ډول، کله چې يو رياضي پوه مومي چې د هغه يو اټکل ناسم دی او بيا په همدې بنسټ چې د رياضي له اړخه دا غلط دی نو ناشونی هم دی، نو هغه به ووايي چې هغه يواځې دا ادعا کړې وه چې دا اټکل (قياس) سم و. لکه چې دا وړانديز عجيبه دی، خو بيا هم د پوهېدو په اړه د منل شوي اصل سره ورته والی لري؛ که موږ چېرې باور وکړو چې P پېژنو او p ناسم وخيزي، موږ نه وايو چې موږ له پخوا څخه هغه پېژاند، موږ وايو چې موږ په خپله ادعا کې تېروتي وو.[۱۵]
سرچينې
سمول- ↑ See "Moral Dilemmas and Consistency" (Journal of Philosophy, 1980).
- ↑ The Dictionary of Modern American Philosophers. Thoemmes. 2005. doi:10.5040/9781350052444-0636. ISBN 9781350052444.
- ↑ Fox, Margalit (2012-03-13). "Ruth Barcan Marcus, Philosopher and Logician, Dies at 90". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی 2019-03-13.
- ↑ "Marcus, Ruth Barcan | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. نه اخيستل شوی 2019-03-13.
- ↑ "Marcus, Ruth Barcan | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. نه اخيستل شوی 2019-03-13.
- ↑ "Leiter Reports: A Philosophy Blog: Timothy Williamson's Tribute to Ruth Barcan Marcus on the Occasion of Her Receipt of the Lauener Prize". leiterreports.typepad.com. نه اخيستل شوی August 19, 2016.
- ↑ Gendler, T. S., "Ruth Barcan Marcus", Jewish Women's Archive: A Comprehensive Historical Encyclopedia, February 27, 2009.
- ↑ "Marcus, Ruth Barcan (1921—) | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. نه اخيستل شوی 2019-03-22.
- ↑ Lachs, J., & Talisse, R. B., eds., American Philosophy: An Encyclopedia (New York: Routledge, 2008), p. 481.
- ↑ Craig, E. (ed.), Routledge Encyclopedia of Philosophy, vol. 8 (Abingdon-on-Thames: Routledge, 1998), p. 164.
- ↑ Kripke, S. A., Naming and Necessity (Cambridge, MA: Harvard University Press, 1972).
- ↑ Timothy Williamson's Tribute to Ruth Barcan Marcus on the Occasion of Her Receipt of the Lauener Prize, Leiter Reports: A Philosophical Blog, October 14, 2008.
- ↑ "Neale Kripke | Stephen Neale - Academia.edu". academia.edu. نه اخيستل شوی August 19, 2016.
- ↑ See "Moral Dilemmas and Consistency" (Journal of Philosophy, 1980).
- ↑ See "A Proposed Solution to a Puzzle About Belief" (Foundations of Analytic Philosophy in Midwest Studies, 1981) and "Rationality and Believing the Impossible" (The Journal of Philosophy, 1983 and elsewhere).