روبرتو مانګابیرا اونګر
روبرتو مانګابیرا اونګر (په انګلیسي: Roberto Mangabeira Unger؛ پیدایښت: ۲۴-مارچ-۱۹۴۷ز) یو برازیلي فیلسوف او سیاستوال دی. فعالیت یې د کلاسیکې ټولنیزې تیورۍ او پراګماتیزم د دود پر چاپېره راګرځي او د حقوقي تیورۍ، فلسفه او دین، ټولنیزې او سیاسي تیورۍ، پرمختللي بلونجونو او اقتصاد په شمول نورو څانګو ته هم غځېږي. په طبیعي فلسفه کې هغه د «منفرده نړۍ او د وخت واقعیت» لهامله شهرت لري. په ټولنیزې تیوري کې د هغه «سیاست: جوړښتي ټولنیزې تیورۍ په تړاو اثر» مخکښ دی. په حقوقي تیوري کې هغه د انتقادي حقوقي مطالعاتو غورځنګ غړی ؤ چې یاد غورځنګ د امریکا حقوقي پوهنتونونو کې میتودولوجیکي اجماع سره دړېوړې کړه. د هغه سیاسي فعالیت، له نظامي رژیم څخه وروسته برازیل ته د دېموکراسۍ په راوړلو کې مرسته وکړه او په ۲۰۰۷ او بیا په ۲۰۱۵ز کې د برازیل د ستراتیژیکو چارو وزیر په توګه د هغه له ټاکل کېدو سره خپل هسک ټکي ته ورسېد. داسې برېښي چې د هغه فعالیت د انسانیت په هکله یو لیدلوری او د وګړو د پياوړتیا او د بنسټونو بدلون په اړه یوه کړنلاره وړاندې کوي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
روبرتو مانګابیرا اونګر | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۴ مارچ ۱۹۴۷ رايو ډي جينېرو [۱] |
تابعیت | برازیل [۲] |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | قانونپوه ، فیلسوف ، سياستوال |
مورنۍ ژبه | پرتګالي ژبه |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه [۳][۴]، پرتګالي ژبه |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
سمول |
د هغه د فلسفې محوري ټکی دا دی چې انسانیت تر هغو زمینو څخه، چې په کې واقع کېږي، ستر وښیي. هغه ویني چې هر وګړی، لا ښه ژوندون ته د رسېدلو لپاره وړتیاوې لري. د هغه ټولنیز فکر ریښه دغه اعتقاد ته رسي چې «ټولنیزه نړۍ یوه قراردادي رامنځته شوې او خیالي نړۍ ده». د هغه فعالیت له دغې فرضیې څخه پیلېږي چې هېڅ ډول طبیعي یا اړین ټولنیز، سیاسي یا اقتصادي ترتیبونه د فردي یا ټولنیز فعالیت بېخبنا نهده. د اونګر په اند، د مالکیت حقوق، لېبراله دېموکراسي او مزدورکاري، واړه د انسان په لاس جوړ شوي تاریخي اوزار دي او د انسان د سمسور او ازاد فعالیت له موخو سره هېڅ کومه اړینه اړیکه نهلري. د اونګر په اند، بازار، دولت او انساني ټولنیز سازمان باید د مخکې لهمخکې ټاکل شویو بنسټیزو ترتیبونو کې تنظیم نهکړل شي، خو د هغه څه پر بنسټ چې د فردي او ټولنیزې پياوړتیا لپاره فعالیت کوي، د ازمایښت او بیاکتنې لپاره خلاص پرېښودل شي. هغه پر دې باور دی چې په دغه توګه د انسان خلاصون امکان رامنځته کېدلای شي.[۱۴][۱۵][۱۶]
ژوندلیک
سمولکورنۍ
سمولد اونګر مورنی نیکه، اوکتاویو مانګابیرا ؤ چې د ۱۹۲۰ز لسیزې په وروستیو کې د برازیل د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی ؤ، تر هغو چې د ګېتولیو وارګاس د ډېکتاتورۍ لهامله څو اروپا او امریکا کې څو ځلي بندي او تبعید شو. په ۱۹۴۵ز کې برازیل ته له راستنېدو وروسته یو منځنی-کیڼاړخی ګوند یې تاسیس کړ. په کال ۱۹۴۶ز کې په کامارا فدرال کې د استازي په توګه، په ۱۹۴۷ز کې د باهیا والي، او په ۱۹۵۸ز کې د سناتور په توګه وټاکل شو.[۱۷]
د اونګر مور او پلار دواړه روښاندي وو. آلمانيالاصل پلار یې، آرتور اونګر، په ماشومتوب کې له درسدن څخه امریکا ته کډوال او وروسته بیا د متحده ایالاتو تبعه شو. مور یې اېدیلا مانګابیرا نومېده او د برازیل یوه شاعره او خبریاله وه. آرتور او اېدیلا په متحده ایالاتو کې د اوکتاویو مانګابیرا د تبعید په موده کې سره ولېدل. [۱۸][۱۹]
د ژوند لومړي کلونه
سمولروبرتو مانګابیرا اونګر په کال ۱۹۴۷ز په ریو دې ژانیرو کې زېږېدلی او خپل د ماشومتوب دوره یې د منهتن په «اپر ایست سایډ» کې تېره کړې ده. هغه د آلن ستیونسن په خصوصي ښوونځي کې شامل شو. په یوولس کلنۍ کې یې پلار مړ شو او مور یې سره له کورنۍ برازیل ته کډه وکړه. هلته په یوه یسوعي ښوونځي کې شامل شو او د ریو دې ژانیرو په فدرال پوهنتون کې یې حقوق ولوستل. [۲۰]
اونګر د ۱۹۶۹ز کال په سپټمبر کې د هاروارډ حقوقو پوهنځي ته لار ومونده. د LLM سند په ترلاسه کولو سره یې، بیا هم یو کال له تحصیلي بورسیې سره په هاروارډ کې پاتې شو او وروسته بیا د ډوکتورا زدهکړې یې پیل کړې. اونګر په ۲۳ کلنۍ کې د د لومړي کال زدهکړیالانو ته فقه ښودله. په ۱۹۷۶ کې، کله چې ۲۹ کلن ؤ، خپل SJD سند یې ترلاسه کړ او د علمي کادر یو ځوان غړی او وروسته د هاروارډ په حقوقو پوهنځي کې د دایمي استاد په توګه پاتې شو.[۲۱]
اکاډمیک ژوند
سمولد اونګر اکاډمیک ژوند له «پوهه او سیاست» او «په نومهالې ټولنه کې حقوق» کتابونو سره پیلېږي چې په ترتیب سره په ۱۹۷۵ او ۱۹۷۶ز کلونو کې چاپ شوي دي. دغه آثار د دې لامل شول چې اونګر سره له ډنکن کېندي او مورتون هورویتز سره د انتقادي حقوقي مطالعاتو (CLS) مرکز پرانېزي. نوموړي غورځنګ، معیاري حقوقي بورسیې له ننګونو سره مخ کړې او د حقوقي زدهکړو لپاره یې راډیکالي وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د امریکا په ټولو حقوقي پوهنتونونو کې یې لانجې راوپارولې.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د ۱۹۸۰ز لسیزې په اوږدو کې، اونګر پر خپل ستر کتاب – سیاست: په جوړښتي ټولنیزې نظریې کې یو اثر – باندې کار وکړ؛ یاد کتاب په درې ټوکونو کې چاپ ته چمتو شو چې په هغو کې کلاسیکه ټولنیزه نظریه تر څېړنې او ارزونې لاندې نیول شوې او یو سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بلونج پهکې پنځول شوی ؤ. د کتابونو دغه لړۍ د داسې یوې فرضیې پر بنسټ ولیکل شول چې ګنې ټولنه یوه قراردادي ښکارنده ده؛ یاد کتابونه ځیني بنسټیز ترتیبونه ردوي. په ۱۹۸۷ز کې د «سیاست» چاپ شوی کتاب د ټولنیز سیاست پر نومهالې نظریې باندې تر ټولو غوره انتقادي اثر ؤ؛ د جوړښتي او ایډیولوجیکي بدلون یوه نظریه پهکې وپنځېدله او د نړۍ د تاریخ په هکله یې یوه بلونجه څرګندونه وړاندې کړه.
آثار او کتابونه
سمول- پوهه او سیاست؛ فري خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۵ز.[۲۶]
- په نومهالې ټولنه کې حقوق: د ټولنیزې نظریې د نقد کولو په لور؛ فري خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۶ز.[۲۷]
- اشتیاق: د شخصیت په اړه مقاله؛ فري خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۶ز.[۲۷]
- د انتقادي قانوني مطالعاتو غورځنګ؛ د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۶ز.[۲۸]
- سیاست: په جوړښتي ټولنیزې نظریې کې یو اثر؛ د کمبرېج پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۷ز؛ درې ټوکه:
- لومړی ټوک — کاذبه اړتیا: نااړینه ټولنیزه نظریه د راډیکالې دېموکراسۍ په چوپړ کې.[۲۹]
- دوهیم ټوک — ټولنیزه نظریه: وضعیت او دنده یې – د سیاست یوه انتقادي پېژندنه: په جوړښتي ټولنیزې نظریه کې یو اثر.[۳۰]
- درېیم ټوک — په واک کې نرمښت: د اقتصادي او نظامي بریالیتوب د بنسټیزو شرایطو په اړه پرتلهییز-تاریخي مطالعات. [۳۱]
- حقوقي شننه څرنګه باید وي؟؛ وېرسو؛ ۱۹۹۶ز.[۳۲]
- سیاست: د برخلیک پر وړاندې اساسي متنونه او تیوري؛ وېرسو؛ ۱۹۹۷ز؛ له کوی ژیوان سره.[۳۳]
- دېموکراسي څرګنده شوې: پرمختللی بلونج؛ وېرسو؛ ۱۹۹۸ز.[۳۴]
- د امریکا د پرمختګپالنې راتلونکی: د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره یو نوښت؛ بیکن؛ ۱۹۹۸ز؛ له کورنېل وېست سره.[۳۵]
- د کیڼاړخي وړاندیز باید څه وي؟؛ وېرسو؛ ۲۰۰۶ز.
- ځانمتنبه: ناتړلی پراګماتیزم؛ هاروارډ؛ ۲۰۰۷ز.[۳۶]
- ازاده سوداګري بیا تصور شوه: د کار نړیوال وېش او د اقتصاد مېتود؛ د پرېنستون پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۷ز.[۳۷]
- کیڼاړخی بلونج؛ وېرسو؛ ۲۰۰۹ز (دا کتاب د «د کیڼاړخي وړاندیز باید څه وي؟؛ وېرسو؛ ۲۰۰۶ز» دوهیم اېډېټ دی).[۳۸]
- د راتلونکو دین؛ هاروارډ؛ ۲۰۱۴ز.[۳۹]
- منفرده نړۍ او د وخت واقعیت؛ د کمبرېج پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۴ز؛ له لي سمولین سره.[۴۰]
- د پوهې اقتصاد؛ وېرسو؛ ۲۰۱۹ز.
سرچينې
سمول- ↑ پیوستون : 118949306 — خپرېدونېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://www.nytimes.com/2009/06/16/world/europe/16bric.html
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12052828j — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/65513827
- ↑ Rathbone, John Paul (3 October 2014). "Lunch with the FT: Roberto Mangabeira Unger". Financial Times.
- ↑ "Roberto Mangabeira Unger's personal website". Roberto Mangabeira Unger's personal website. خوندي شوی له the original on 2020-12-15. بياځلي په 2022-04-19.
- ↑ Waldron, Jeremy. "Dirty Little Secret", Columbia Law Review 98, 1 March 1998.
- ↑ Keliher, Macabe (2 July 2012). "A Vision and a Program for the American Left". خوندي شوی له the original on 29 August 2012. بياځلي په 5 July 2012.
- ↑ Anderson, Perry, "Roberto Unger and the Politics of Empowerment", New Left Review 173 (February 1989).
- ↑ Haubert, Mariana (3 February 2015). "Dilma faz primeira troca de comando ministerial em seu segundo governo". Folha de São Paulo. بياځلي په 4 February 2015.
- ↑ Smolin, Lee. "No Eternal Truths, Just Divine Advancements", Times Higher Education Supplement, 31 August 2007.
- ↑ Neu, Jerome. "Looking All around for Our Real Selves", New York Times Book Review, 8 July 1984, p. 24
- ↑ "We Go To Sleep And Drown Our Sorrows In Consumption". The European. The European. بياځلي په 7 May 2014.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Lovin, Robin (1990). Critique and construction: a symposium on Roberto Unger's Politics. Cambridge: Cambridge University Press. ISBN 0-521-35208-8.
- ↑ Connolly, William (February 7, 1988). "Making the friendly world behave". New York Times.
- ↑ Simon, William H. "Social Theory and Political Practice: Unger's Brazilian Journalism", Northwestern University Law Review 81 (1986-87): p. 312.
- ↑ "Biography of Octavio Mangabeira". Brazilian Academy of Letters. بياځلي په 29 March 2012.
- ↑ "Edyla Mangabeira Unger profile". AllAboutArts. allaboutarts.com.br. بياځلي په 8 June 2012.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Romano, Carlin (6 June 2008). "Harvard Law's Roberto Unger takes on the future of Brazil". Chronicle of Higher Education. 54 (39): B6.
- ↑ Romano, Carlin (6 June 2008). "Harvard Law's Roberto Unger takes on the future of Brazil". Chronicle of Higher Education. 54 (39): B6.
- ↑ "Guggenheim Gives Fellowships for '76 Unger Gets Tenure, Too". The Harvard Crimson. 5 April 1976. بياځلي په 31 August 2011.
- ↑ Unger, Roberto Mangabeira (1975). Knowledge and Politics. New York: Free Press.
- ↑ Unger, Roberto Mangabeira (1976). Law In Modern Society: Toward a Criticism of Social Theory. New York: Free Press.
- ↑ Press, Eyal (March 1999). "The Passion of Roberto Unger". Lingua Franca. بياځلي په 4 July 2011.
- ↑ Collins, Hugh (1987). "Roberto Unger and the Critical Legal Studies Movement". Journal of Law and Society. 14 (4): 388. doi:10.2307/1410255. JSTOR 1410255.
- ↑ "Knowledge and polotics" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ "Law and modern society" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Critical legal studies movement" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "false necessities" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Social theory" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Plasticity into power" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "What should legal analysis become" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2017-11-07. بياځلي په 2017-11-01.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ "Democracy realized" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Future of American progressiveism" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Self awakened" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Free trade reimagined" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Left alternative" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Religion of the future" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Singular universe" (PDF). www.robertounger.com. 2017 (PDF). بياځلي په 2020-03-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)